په زده کړه کې د مورنۍ ژبې ارزښت

 
ژبه یوه ټولنیزه مهمه پدیده ده ، چې په ټولنه کې د انسانانو د پوهولو راپوهولو لپاره کاریږي  او یا د انسان د شعور د عیني واقعیت انعکاس دی . د یادوشویو څرګندونو له مخې داسې ویل کېږي ، چې انسانان د ژبې په واسطه خپلې ټولې ستونزې حلوي او د ټولنې سره اړیکې ټینګوي او خپلې تجربې نورو ته رسوي او د وختونو او پېړیو معلومات د همدې ژبې په واسطه لاسته راوړي او بیا يې نورو ته هم لېږدوي ،نوځکه ویلای شو ، چې ژبه د بشر د کلتور ستر ارزښت او بډایه پانګه او دتفاهم او فکر د څرګندولو یوه عامه وسیله ده.
انسانانو د فکر دڅرګندولو لپاره ښايي په لومړیو کې له اشارو نه کار اخیستی وي او بیا غږونه ورسره یوځای شوي وي او له غږونو نه حروف ، له حروفو نه کلیمې او له کلیمو نه جملې جوړې شوې وي . خو کله چې د غږونو لپاره توري وټاکل شول او لیک رامنځته شو ، نو لیک د مفکورو او معلومانو د عامولو او لېږدولو وسیله شوه ، دې وسیلې د پوهولو او راپوهولو په ډګر کې د زده کړې دنده ترسره کړه ، چې د زده کړې بهیر په ابتدايي ټولنو کې د مورنۍ ژبې پر اساس بیل او پرمختیا يې وموندله او د ټولنو د پرمختیا په بهیر کې د مورنۍ ژبې تر اغیز لاندې زده کړې ډېره وده وکړه.
ځکه مورنۍ ژبه د انسان خپله ژبه ده ، چې ماشوم يې لومړی د خپلې مور په غېږ او د کورنۍ په چاپېریال کې زده کوي ، ماشوم ورو ورو وده کوي او دکورنۍ چاپېریال نه ټولنیز چاپېریال ته داخلېږي ، د ټولنې شاوخوا سره آشنا کېږي او نوي شیان پېژني . که چېرې په خپله مورنۍ ژبه د ټولنې له اوسېدونکو سره راکړه ورکړه او حتی زده کړه يې ترسره شي ، نو داماشوم به هیڅکه له ستونزو سره مخامخ نه شي . د همدې دلایلو له مخې موږته  له هماغه وخت نه د مورنۍ ژبې اهمیت را څرګند شو ، ځکه په هغو ټولنو کې ، چې په مورنۍ ژبه زده کړه ترسره کېدله، ګټه يې د ټولو لپاره څرګنده شوه.
اوس هم ځینې داسې ټولنې شته ، چې په کې په مورنۍ ژبه زده کړې نه کېږي ، د دا ډول ټولنو زده کوونکي له لویو ستونزو سره لاس او ګریوان وي ، هغوﺉ دې ته اړ وي ، چې د زده کړې په بهیر کې لومړی د بلې ژبې توري زده کړي او بیا د بلې یا دویمې ژبې په علمي مفاهیمو ، اصطلاحاتو او دقیقو معناګانو باندې ځان پوه کړي . په دې توګه دوﺉ د زده کړې له اصلي بهیر نه لیرې پاتې کېږي او هم د لویو او نویو علمي مفاهیمو د پوهېدو لپاره د ډېرو ستونزو سره مخامخ وي، په داسې حالاتو کې د زده کوونکو علاقه له زده کړې سره کمېږي او یا دې ته اړ کېږي ، چې خپلې زده کړې نیمګړې پرېږدي.
دا کار نه یوازې د زده کوونکو زده کړې ته زیان رسوي ، بلکې د دوﺉ خپلې ژبې ته هم زیان رسوي او د دوﺉ په مورنۍ ژبې کې هم د دویمې ژبې کلیمې او اصطلاحات ورګډېږي او ورنه د خپلې ژبې اصلي کلیمې او اصطلاحات هېرېږي.
نوځکه ویلای شو ، چې په مورنۍ ژبه زده کړه یوه اغیزمنه زده کړه ده او په هغو ټولنو کې ، چې په مورنۍ ژبه زده کړه ترسره کېږي هم د زده کړې پروسه ګړندۍ کوي او هم زده کوونکو ته زده کړه آسانوي ، چې په دې توګه د زده کړې په علمي څېړنو کې زده کوونکو ته لاره پرانیستل کېږي ، اوښې  علمي لاسته راوړنې تر سره کوي او د نویو علمي څېړنو له مخې علمي کتابونه لیکل کېږی اوهم نوي علمي نظریات رامنځته کېږي دا ډول علمي پرمختګونه هم دزده کوونکو په ګټه تمامېږي او هم د ټولنې په پرمختیا کې ترې ګټه اخیستل کېږي.
نو په مورنۍ ژبه زده کړه یو بشري حق دی او زده کوونکي باید له دې حق نه دفاع وکړي ، که چېرې دوﺉ په مورنۍ ژبې د زده کړې له حق نه محروم پاتې شي د دوﺉ زده کړې ته زیان رسېږي  او هم د دوﺉ مورنۍ ژبه له ستونزو سره مخامخ کېږي.
د مورنۍ ژبې اروايي او پېداګوژیکي ګټې :
۱- اروايي ګټې : دا طبعي خبره ده ، هر هغه څوک چې دویمه ژبه زده کوي په خپله لهجه يې زده کوي ، نو کله چې د زده کړې په بهیر کې په خپله لهجه په دویمه ژبه خبرې کوي ، د نورو دویمو ژبو زده کوونکو د تمسخر لاندې راځی او په داسې حالاتو کې د دوﺉ د کم جرأتي لامل ګرځي.
نو یواځې په مورنۍ ژبه زده کړه د زده کوونکو جرأت او مورال لوړوي ، پرځان باوري کیږي او همدا همدا باور او اعتماد يې د ښوونځي د ښووونکو او زده کوونکو پر وړاندې لا نور هم لوړېږي او کولای شي هرهغه څه چې غواړي په ډاډه زړه نورو ته څرګند کړي . داسې زده کوونکي د ناکامۍ او محرومیت له احساس څخه خلاصون مومي او متوازن او حوصله لرونکی شخصیت يې وده کوي.
۲- پیداګوژیکي ګټې :
په مورنۍ ژبه زده کوونکي چټکه زده کړه کوي داساسي او اصلي موضوع ژر اخیستنه کوي ، ښه شننه يې کوي او په بشپړ فصاحت او بلاغت  سره يې بیانوي ، ځکه هغوﺉ څخه د لفظونو پیاوړې زیرمه وي . کله چې دغه زده کوونکي په خپلې مورنۍ ژبې بشپړ واک ولري ، د نورو ژبو ښه او آسانه زده کړه هم کولای شي ، په تفاهم او پوهاوي کې يې پیاوړتوب رامنځته کېږي او ذهني یا (  I -Q  ) سویه يې هم وده مومي.
همدا رنګه په مورنۍ ژبه زده کړه نه یوازې اروايي او پیداګوژیکي ګټې لري ، بلکې موږ کولای شو د دین ، قانون ، علمي څېړنو او نړیوالو موازینو له مخې يې ښه والی ، ارزښت او اهمیت څرګند کړو .
۱- د دین له مخې په مورنۍ ژبه د زده کړې اهمیت :
په سوره ابراهیم کې راغلي دي هر قوم ته د هماغه قوم پیغمبر او هر پیغمبر ته د هماغه قوم په ژبه کتابونه استول شوي دي او همدا رنګه د سوره آلروم د ۲۲ آیت د مفهوم له مخې د آسمانونو او مځکو پیداکول او د ژبو او رنګونو رنګارنګي د الله ( ج ) د قدرت له نښو څخه دي ، چې په دې کې د پوهانو لپاره نښې شته .
۲- د قانون له مخې :
د قرآن عظیم الشان ، د هېواد د اساسي قانون ، د پوهنې د نصاب او ټولو نړیوالو بشري قوانینو له مخې په مورنۍ ژبه زده کړه د ماشوم داسې یو منلی حق دی ، چې پرته له دې حق نه باکیفیته ، متوازنه او سالمه زده کړه  نه شي کېدای او نه هم د ماشوم د ذهني ودې سبب ګرځي.
۳- د بشري حقونو له مخې :
د بشرحقوق او نړیوالو تړونونو له مخې په مورنۍ ژبه زده کړه یو بشري حق دی او دولتونه مکلف دي ، چې خپلو خلکو ته دا حق ورکړي . دلته د یادونې وړده ، چې د افغانستان د اسلامي جموریت په اساسي قانون کې د هېواد ټولو اوسېدونکو ته په مورنۍ ژبه د زده حق تسجیل شوی او له نیکه مرغه د هېواد د پوهنې تعلیمې نصاب هم په مورنۍ ژبه د زده کړې بهیر د ودې او پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

لیکواله: سودابه " رمز "