
خواره مې مه بوله پشتو یم ستا د مور ژبه یم
نوم مې غیرت ده زه پښتو یم ستا د ورور ژبه یم
علم وهنر را کې نغښتی دی خو ته جاهل یې
دشعرادب ژبه پښتو یم د ټنګ ټکور ژبه یم
ګادامر وایي ژبه او نړۍ دواړه له موږ نه مخکې پیدا شوي دي او موږ په هغه
کې پیداشوي یو.
ژبه هغه مهمه پدیده يا تر ټولو لويه اختراع ده
چې بشر تراوسه کړې، د ژبې په وسیله انسانان په دې وتوانیدل چې د یو بل په زړه کې ځای ونیسي
او له یو بل سره اړیکي ټینګې کړي او لومړنۍ ټولنی مینځته راوړي ، ژبې انسانان په
دې قارد کړ چې خپلې تجربې او مالومات له يوبل سره شريک کړې او د هغو تر سیوري
لاندی د ترقۍ او پرمختګ بڼسټ کېږدي. نو دا ویلی شو چې ژبه د ژوند مفهوم دی او ژوند
په ژبه کې نغښتی دی او په هغې کې معنی پیدا کوي. هایګر په دې عقیده دی او وایي ژبه
د ژوندانه کور دی چې هر شی په هغې کې هستي او معنی پیداکوي، خصوصاً په مورنۍ ژبه
کې.
مورنۍ ژبه هغې ژبې ته ویل کیږي چې ماشوم د لومړي ځل
لپاره په هغې غږیدل زده کوي ( هغې ته بومي؛ اصلي؛ بڼسټ ژبه هم ویل کېږي) پدې معنی مورنۍ
ژبه هغه ژبه ده چې انسان یې د پیدایښت له ورځې اوري، زده کوي یې اوپه هغې روانې
خبرې کوي.
د منشې او مبدا له نظره : هغې ژبې ته ویل کېږي چې انسان تر هغې دمخه پرکومه بله ژبه خبرې نه
وې کړي او د زېږون سره سم پرېئ روږدی کیږي
اوهغه ژبه ده چې د انسان لومړنۍ اړیکي دهغې
په وسیله ډاډمنیږي.
·
د داخلي تشخیص پر اساس : هغه ژبه ده چې سړی د
لومړی ځل لپاره د خبرې کوونکي په حیث پیژندل کېږي
·
د بیرونی تشخیص پر اسا س: هغه ژبه ده چې سړی
د لومړی ځل لپاره د خبرې کونکی په حیث
دنورو له خوا پېژندل کېږي
·
دوړتیاله نظره : هغه ژبه ده چې سړی ښه پرې پو
هیږي
·
دکړنې له نظره : هغه ژبه ده چې سړی له هغې نه
ښه کار اخیستلی شي
دعصب پوهنی له نظره لومړنی ژبه نظر هغه ژبې ته چې خلک یې
وروسته زده کوي (دویمه ژبه ) د دماغ په قشر کې ځانګړی ځای نیسي، نو اکثراً د مغزو
په اسکیمي کې د دغې دویمې ژبې د ویلو قدرت له مینځه ځي په داسې حال کې چې د مورنۍ ژبې
دګړېدو قدرت لا پکې پیاوړی وي. که ماشوم په اوایلوکې څو ژبې زده کړي د دغو ژبو ځای
په مغز کې مورنۍ ژبې ته ورته والی لري، نو د علم له نظره له دغو ژبو څخه هېڅ یوه يې
د هغه دویمه ژبه نشو بللی.
·
اړیکې: د ژبې په وسیله انسانان له دونیا او خپل چاپېریال سره اړیکي ټینګوي او خپله دونیا له نورو سره شریکوي
او خپل احساسات، عواطف، اندیښنې او خواستونه بیانوي.
·
تفکر: یعنی دا چې د انسان درک او ستاینه
له جهانه د ژبې تر تاثیر لاندې دی او د انسان تخیل د ژبې د رشد او انکشاف تر اغیزې
لاندې دی، المانی متفکر(هردر) په دې عقیده
دی، چې ژبه تنها د تفکر او اندیشې وسیله نده بلکې هغه قالب دی چې اندېشه او تفکر
په هغې کی انّځور کېږي نوله دې کبله نیمګړی او خامه ژبه د خام فکر او اندیشنی انځور
کاږي. سویسي ارواپوه (پياره) په دې عقیده
دی، چې ژبه د ماشوم د فکري اوذهني انکشاف لپاره موثره وسیله ده او له هغې سره ټنګه
اړیکه لري او د یوه ماشوم د فکر رشد د هغه د ژبې له رشد سره ژوره اړیکه لري. نو
ژبه د هستۍ دراز د پو هیدو وسیله ده.
·
مورنۍ ژبه يوازې د تفهیم او تفاهم وسیله نده، بلکې بهرنۍ نړۍ ته د انسان د ذهن دروازه هم ده.
·
مورنۍ ژبه د انسان د وجود غړې ده او دهغه د
حجراتو سره غوټه شوې ده
·
انسان د مورنۍ ژبې په وجود کې دی چې د لذت، درد،
مینې، کرکې واقعي معنی پیژني او په خپل ټول وجود یې احساس کولی شي
·
مورنۍ ژبه د هر انسان دشخصي، ټولنیز او فرهنګی
پیژندنې بڼه ده او له بله پلوه دهغه د خبرو طرز او د هغه د ټولنیز موقف څر ګندویي
کولی شي، خصوصاً د اصطلاحاتو د ادا او د متلونو د استعمال په برخه کې.
·
مورنۍ ژبه د انسانانو تاریخي او فرهنګي ارزښتناک
میراث دی
·
مورنۍ ژبه هغه کیلي ده چې د نورو ژبو دزده کولود
معدن دروازه پری خلاصیږی
·
ټول علما په دې عقیده دي چې د نورو ژبو د زده
کړې لپاره لومړی باید مورنۍ ژبه زده شي او له هغې څخه باید مرسته واخېستل شي
·
په مورنۍ ژبه خبرې کول ماشومانوته قوت، ثبات،
په نفس اعتماد ورکوي او هغوی هڅوی چې د احتمالي ټولنيزو نا خوالو پر وړاندې ټینګ
عزم ولري او ثابت قدم اوسي او دعقل پر بنسټ د پرېکړې توان پیدا کړي
·
هغه میندې چې له خپل ماشوم سره په مورنۍ ژبه
خبرې نه کوي خپل عاطفي احساسات خپل ماشوم ته نشي لېږدولی، له دې کبله دغه ماشومان
له عاطفي اړخه د سټرېس يا فشار لاندې وي او دهوش له نظره هم لږ ذکاوت لري.
·
په مورنۍ ژبه غږېدل د هویت په جوړښت کې ډیر
مهم رول لري، ځکه نو وروسته په ځوانانو کې
د کورني هویت احساس لوړوي.
·
محققین پدې عقیده دي چې د انسان د ماغزو
فعالیت په مورنۍ ژبې د غږېدو په وخت کې د نامورنۍ ژبې په پرتله توپیرلري.
اېټاليايي محققینو په ۱۵ ایټالیایي ژباړونکو باندې تحقیق کړی او دا یې موندلې چې د
انسان ماغزه د مورنۍ ژبې او هغه ژبې چې وروسته زده کېږي بېل غبر ګون ښيي،
څرنګه چې انسانان مورنۍ ژبه په داسې سن کې زده کوي چې ماغزه د لیدلو،
اوریدلواو احساس زدکړې هم ذخیره کوي، نو له دې کبله مورنۍ ژبه یو سلسله اړیکې په ماغزو
کې مینځته راوړي چې الکترونیکي فعالیت کوي او انسانان یې د مورنۍ ژبې د ویلو پر
وخت تفکر او رویا ګانوته د داخلیدلو او دروني احساس په مینځته را وړلوکې ترې نه
کار اخلي.
·
هغه
ناروغان چې له هېرېدوڅخه رنځ وړي،
د کلماتو د تشخیص او لیکنې لپاره مورنۍ ژبه ډېره موثره ده.
په یوه څېړنه کې
چې پر ۱۸۴ داسې کسانو باندې ترسره شوې چې هیره ونه لري، داسې ښیي چې له دې ډلې څخه ۱۰۳ تنه هغه کسان وو چې مورنۍ
ژبه یی نشوه کارولی ۲۷ کسان هغه وو چې مورنۍ ژبه یی کاروله او ۵۴ هغه وو چې مور یی
په مورنۍ ژبه اوپلار یی په بله ژبه ورسره خبرې کړې وې.
دری کاله وروسته
همدغه څیړنه په ۲۰۰ کسانو باندې چې په الزايمر ناروغۍ باندې اخته وو وشوه، هغه
کسان چې له پیدایښت نه وروسته پر دوو ژبو غږېدلي وو اته کاله وروسته او هغه کسان
چې يواې په مورنۍ ژبه غږېدل شپږ کاله وروسته په هیرونې اخته شوي وو. د نړۍ خلک له ۷۰۰۰ په زیاتو ژبو خبرې کوي، په آسیا کې
۲۲۰۰ ژبې شتون لري او په اروپا کې ۲۶۰ ژبې موجودې دي، د یونېسکو د سروې له مخې
۲۵۰۰ ژبې د منځه تلو خواته روانې دي چې دا
د ګلوبلایزېشن له خطرناکو نتايجوڅخه ګڼل کېږي.
نېلسون مانډېلا
وایي، که له چا سره په هغه ژبه چې پوهیږې خبرې وکړې ستاسې خبرې د هغه ماغزو ته
رسېږي او که له چا سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې ستاسې خبرې د
هغه په زړه باندې کښېني.
سخنیکه از زبان برخیزد به زبان نشیند و سخنیکه از قلب
برخیزد بر قلب نشیند
څیړونکي په دې عقیده دي، چې ماشومان د مور
په ګېډه کې له مورنۍ ژبې سره آشنا
کیږی او کله چې نړۍ ته را ځي او ژاړي نو کله چې د مور په
ژبه ورسره خبرې وشي ژر غلي کیږي او غوږ نیسي. ماشوم د وخت
په تېریدو سره مورنۍ ژبه او اداګانی زده کوي او خپلې غوښتنې او احساسات د هغې له
لارې خپلو اطرافیانو ته بیانوي، له نوروسره اړیکه نیسي، په همدې ژبه لوبې کوي، خاندي، ژاړي، شخړه
او جګړه کوي، خپله نړۍ پېژني، له ځانګړېتوب او له ځان ځانی نه ځان خلاصوي، ځان په
خپل قوم پوری اړوند ګڼي او دا اړیکه هغه ته مینه، محبت، عشق او امنیت ورپر برخه کوي .
هر کله چې موږ په مورنۍ
ژبه خبرې کوو زموږ د خولې او ذهن تر مینځ مستقیمه اړیکه ټينګېږي، دلته باید ووایم چې په حقیقت کې د زړه،
خولې او ذهن تر مینځ یوه ډیره نېږدې اړیکه مینځته را ځي
ځکه دغه خبرې زموږ د ژوند شېبې، نا خوالې، احساسات ، خوښۍ، غم، هجران، مینه
او وصا ل بیانوي او هغه الفاظ چې زموږ په
ذهن کې را ژوندي شوي دي، زموږ د زړه غوښتنې بیانوي. دا خبره دا حقیقت څرګندوي چې
کله موږ په مورنۍ ژبه خبرې کوو نو دری
ګونی میکانیزم زموږ د خولی، زړه او ذهن په
مینځ کی انځورېږي، چې له انساني طبیعت سره ساز ګار او هم آهنګ دی. نو مورنۍ ژبه
هغه کيلي ده چې زموږ دروني نړۍ پرانيزي، مورنۍ ژبه ده چې زموږ حجب، حیا، عیب، هنر
او دروني مکنونات په حقیقی ډول واضح او بر بنډولی شي.
ماشوم په اولو
پنځو کلونو کی ۸۰٪ دټول ژوند معلومات چې باید زده یې کړي د خپلې کورنۍ په غیږ کې
زده کوي او بیا په شپږ اوه کلنۍ کې ښوونځي ته ځي،
نو دا یوه به لویه ګناه او بې انصافي وي چې دی دې په بله ژبه زده کړه وکړي،
ځکه ښوونځی د شخصیت په وده کې ډیره لويه ونډه لري، ښوونځی د کور او ټولنې تر مینځ
پول دی چې د ماشوم هغه زده کړې چې د کورنۍ په غېږ کې یی کړي دي علمی کوي او بشپړوي
او دهغه د روح او جسم د ودې لامل ګرځي اوهغه د ژوند لپاره چمتوکوي، د هغه دهویت
احساس چې په کورنی کی یی تر لاسه کړی دی پیاوړی کوي.
په هره ټولنه کښی
چې ښوونه او روزنه په مورنۍ ژبه نه وي معنی یې
داده چې په هغه ټولنه کی د سیاسی
ظلم او استبداد حاکمیت جاري دی، بې عدالتي شته او د یوې ژبې حاکمیت پر نورو ژبو
مسلط دی.
هایدګر وایي مورنۍ ژبه د احساس او
الهام زړه دی، څوک چې له مورنۍ ژبې سره مخالفت کوي په حقیقت کې دروح له ژورو سره
مبارزه کوي او په وروستي پړاو کې به سر ماتی وي.
کله چې ماشوم لومړی ځل مکتب ته ځي دا له کورنی نه د هغه لومړۍ
جدایي د ه، عجیب وغریب احساسات له هغه څخه
را تاوېږی، یوه رسمی چاپیریال ته داخلېږي، څوک نه پیژنی، معلم ویني، معلم هغه ته
لوړ ځای لري، ماشوم له هغه نه ډارېږي او له بله پلوه هغه ته احترام هم لري، سره له
دغو احساساتو یعنی ډار او پرديتوب له هغه
سره یو ملاتړ ځواک شته او هغه ځواک د ده مورنۍ ژبه ده چې هغه ته قوت ور کوي او حتی له نا آشنا خلکوسره
یې اړیکه ټینګوي.
د مورنۍ ژبې تر
سیوري لاندې هغه فکر کوي، چې ښوونکی د ده خپلوان دی او کله چې هغه د ده د مور په
ژبه تعلیم ورکوي دی پو هیږی چې ښوونکی د ده د ټولنې غړی دی، د ښوونکي خبرو باندې پو هېږي او دهغه سوالونوته ځواب
ورکوي، د ماشوم ذهن او روح ته کراري ور بښي او د خلاقیت لاره ورته خلاصوي، ماشوم
داسی توان لری چې د معلم خبرې تحلیل او تجزیه کولی شي او خپل سوالونه طرح کوي. دا
حالت د هغه د څیړنې او خلاقیت ځواک ته وده ورکوي او له هغه نه په راتلونکي کې یو
خلاق سړی جوړیږي. په مورنۍ ژبې زده کړه د
ماشوم اعتماد په کورنی او ټولنه کې ډېروي او د هغه شخصیت لا وده کوي.
له بله پلوه کله
چې ماشوم ښوونځي ته ځي او ښوونکی په بله ژبه په غږېدو پيل کوي د ښوونکي په خبرو نه
پو هېږي، هغه ژبه چې مور او پلار یې ور زده کړې هغه دلته نشته، ماشوم د یوی پردۍ
ټولنې سره مخ کېږي، په هغه ژبه چې دی پرې پوهېږي د لته نشته او ارزښت نه لري، ورورو
يې پر ځان او پر خپله ژبه باور له منځه ځي، دهغه ژبه او فرهنګ د هغه په ذهن کی بې
اعتباره کېږي، ځان ورته حقیرښکاري او هویت یی له مینځه ځي او دبل هویت په لټه کې کېږي.
نو لدې نه دا
نتیجه لاس ته راځي چې په بله ژبه زده کړه
په حقیقت کی د هغه قوم د فرهنګ، تاریخ او هویت او استعدادونو له مینځه وړل دي او
کولای شو ووايو چې دا له بشري حقونو څخه يو جدي سرغړاوی دی. او هغوی په غلامانو
دویم درجه انسانانو تبدیلول او په نهایت کې د دوی نوم د تاریخ له پاڼې پاکول دي اوباید
ووایو هغه خلک په اسانۍ مړه کېږي او نوم یې له تاریخه ورکېږي چې خپله مورنۍ ژبه له
یاده وباسي.
که په لنډ ډول
ووایو د دغسی قوم زامن په خپل فرهنګ، متفکرینو، ژبه او تاریخ باندې بی باوره کېږي
او هغه نقشه چې ورته د دښمنانوله خوا رسم شوې پلې کېږي او دوی غلامی ته آماده شي. یو نسل هله برده او غلام کېږي
چې له خپلې مورنۍ ژبې، فرهنګ او تاریخ نه بیګانه شي.
الفونس دوده وايي:
هر ملت چې خپله مورنۍ ژبه له یاده ویستله هغه بندي ته ورته دی چې د زندان کيلي یې
ورکه شوې وي
آن که به زبان
خویش درماند نادان بود ار دوصد زبان
دانست
لنډه دا چې په
مورنۍ ژبه له زده کړې څخه د میلونونو ماشومانو محرومول له بشري حقونو څخه يو ډېر
جدي تیری دی.
امرخېل وایي:
پښتو زده کړه پښتو
ووایه پښتونه
مورنۍ ژبه دې
وستایه پښتونه
غفلت مکړه قوم ټبر
به دې تباه شي
غلامي به دې نصیب
شي مړېستونه