د سولې غږ

په افغانستان کې دهر افغان په خوله نن سبا د سولې کلمه زمزمه کیږي او په ریښتیا هم چې سوله ډ ټولو د ژوند هیله او تمنا ده په سوله کې قوت او برکت وي، الله تعالی ورته خیر ویلی دی (والصلح خیر) دلته هر وکړی د سولې د راتګ په انتظار دی  او له خدایه غواړي چې په ګران هیواد کې یې سوله او امنیت تامین شي. که څه هم دغه ستر ارمان ته درسیدو په موخه هڅې روانې دي او نزدې ده چې په هیواد کې د سولې لمر څرک ووهي.
د معلوماتو ترمخه په دې وروستیو کې په رسنیو کې د سولې په اړه لیکنې او تبصرې زیاتي شوې دي او هره لیکنه یې ځانته جلا مفهوم او مانا لري . خو دغه تبصرو د هر افغان په زړه کې د امید تیغ راټوکولی دی او تمه کیږي چې د سولې په اړه کیدونکي خبرې به ددوي په ګټه وي .
 په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې روانو جګړو افغانان سخت تنګ کړې او هریو یې د سولې غوښتنه لري . سوله د هر افغان په ګټه ده خو یوشمیر بهرنې استخباراتي کړې نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او ټیکاو رامنځته شي ، دغه کړۍ خپلو شومو او ناړوه موخو ته د رسیدو لپاره له یو شمیر افغانان کار اخلي او په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکوي، له دغه پیچلې جګړې له امله دلته هره ورځ وژنې او ویجاړونې دوام لري.
په ریښتیا هم په دغسي یوه پیچلي حالت کې د سولې غږ پورته کول یقینا یو جرات غواړي او هر څوک چې ددغه جنګیالو په منځ کې د سولې او ملي تفاهم اواز پورته کړې دهغه جرات ته سلام کول پکاردی  ، ستاینه او ملاتړ یې ملي مسوولیت ګڼل کیږي او دیوه ملت په توګه افغانانو ته پکارده چې حمایت یې وکړي .
دلته اړینه ده چې په ورستیو کې د لوړپوړي طالب چارواکي ملا معتصم څخه یادونه وکړم ، ځکه چې هغه په لومړي ځل  له یوه ښکاره او مشخص ادرس څخه د سولې اواز پورته کړ. ترکومه بریده چې زه معلومات لرم نوموړی په خپلو خبرو کې صادق دی او غواړي چې په افغانستان کې روانه ورور وژنه پاي ته ورسیږي او ټول افغانان سره په ارامه فضا کې ګډ ژوند وکړي.
په افغانستان کې موجوده شرایطو ته پام سره دا ډیره سخته ده چې یو څوک دې د جنګیالیو په منځ کې د سولې غږ پورته کړې، ځکه هر چا چې په هیواد کې د سولې اواز کړی هغه د مشخصو مغرضو کړیو لخوا وژل شوی او یا هم تري تم شوی دی چې ژوندۍ بیلګه یې په دې وروسیتو کې په پیښور کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د کډوالو د وزیر ملا عبدالرقیب تخاري وژنه ده.
افغانان له جنګ څخه متضرر دي او هر څومره چې جنګ دوام وکړې خو بیا به هم ستونزه په خبرو حل کیږي نو پکارده چې په په افغانستان کې ښکیل اړخونه پر ملت رحم وکړې او نور د جنګ پرځاي د مذاکراتو لاره غوره کړي .او ددې کار لپاره اوس ښه فرصت دی ځکه چې یوه لوړپوړي طالب چارواکي ملا معتصم یې ابتکار کړی او هڅه کوي چې په افغانستان کې سرتاسري سوله تامین شي.
که چرته په دغه حساس وخت کې د نوموړي ملاتړ وشي نو زه فکر کوم چې په ګران افغانستان کې به روانه جګړه پاي ته ورسیږي.
په پاي کې موږ د ملا متعصم صیب د سولې له اواز او کاروان سره خپل غږ یوځای کوو او وایو چې موږ سوله غواړو موږ سوله غوښتونکي یو ملت ستاسو ترشاه دې خپلو هڅو ته دوام ورکړي .
 لیکنه / پاینده محمد حکمت