د خواخوږۍ پیغام !

جرمني ــ د کولن  ښار  :
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ ، چې  دروند ، خوږ  ژبی ، په هېواد مین ، فرهنګپال  او د وخت   د اطلاعاتو او کلتور وزارت   پخوانی کارکوونکی احمدشاه  باوري  د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله  ددې فاني  نړۍ  څخه د  آبد لپاره سترګې پټې کړې .
  اناالله و انا اليه راجعون  .
خدای بخښلي باوري نه یواځې د هېواد په دننه کې  په  ډېره ایماندارۍ ، صداقت  او پاکۍ سره  د کار پر  مهال  ډېر  او د  یادولو  وړ  کارونه تر سره کړي  دي  ، بلکه   کله ، چې   د هېواد  د ناخوالو له لاسه  د  خپل  ټاټوبی   پرېښودو  ته  اړ    او په المان کې  استوګڼ  شو ،  د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې    په جرمني کې د میشتو افغانانو په چوپړ کې و .  احمدشاه باوري  د خپل کلتور او فرهنګ  د ژوندي ساتلو او پرمختګ په موخه   په  جرمني  کې  ( د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې ) په جوړېدو کې ونډه درلوده او یو  ددغه ټولنې د بنسټ ایښودونکو ځینې و.
   مونږ په داسې حال کې  چې ، د ارواښاد په مړینه ژور خپګان ښکاره کوو،او د کورنۍ د غړو  سره یې  په  دې  ستر  غم کې ځان شریک بولو .   د  لوی څښتن تعالی له  دربار نه  د ارواښاد  روح  ته  جنت   فردوس   او  د کورنۍ غړو او خپلوانو  ته یې جمیل صبر غواړو .
په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې
 د مشرتابه جرګه                                نېټه  :      ۹ ، ۲ ¸ ۲۰۱۴  ز کال