سپرليه!

سپرليه بيا مو راتازه كړه، په ميرو ګلونه
ښه د ښايست او د ښكلا د نندارو ګلونه
 
چې خوشبويي دې د هره خوا نوي رنګونه راوړي
په هره خوا كې د وطن په شنور درو ګلونه
 
چې د وطن ناوې پرې ښه ښكلى سينګار جوړ شي
سپرليه راوړه خداى د پاره په ډېرو ګلونه
 
كږې وږې په هره خوا ځي د كوچيانو كډې
پېغلې چې كېږدي د وربل په كنارو ګلونه
 
چې هر شپونكى دې زمزمه كړي د شپېلۍ په اواز
د خوشالۍ وغوړوه په جګو غرو ګلونه
 
تنكي ځوانان به دې له خياله په غوږونو كې ږدي
په لپو وشينده د پېغلو په سرو ګلونه
 
چې مو بلبلې بوراګان په مستۍ وخنديږي
هر يوه بڼ ته مو راوړه په خروارو ګلونه
 
جولۍ به ډكه وړم، اتلو شهيدانو ته ځم
د نوي كال مې ورشيندمه په قبرو ګلونه
 
كه هڅه وكړم، خو جدا جانان زما به نشي
كه ورته راوړم باغېرم او ښاپېرو ګلونه
 
زه وطن جار كوچى د زړه په سر زخمي زخمي يم
په زړګي روغ وهي د شونډو په سرو ګلونه
 
وطن جار ((كوچى))