پسرلى

تازه شوي سره ګلونه پسرلى دى
بيا به ښه ښكاري باغونه پسرلى دى
 
په هر لور رڼې رڼې اوبه بهيږي
په مستۍ دي ټول سيندونه پسرلى دى
 
د خزان سيلۍ وطن باندې شوه تېره
خدايه روغ مو كړې مات زړونه پسرلى دى
 
بيا به واغوندي جامې د ښكلاګانو
زموږ ښكلي ښكلي غرونه پسرلى دى
 
چې همزولي دې تېرې خوند واخلي (حيرانه)
جوړوه تل غزلونه پسرلى دى
 
نوراحمد حيران