
دې چم کې سپرليه د ګلونو کيږدۍ واړوه
شونډې کړه موسکۍ پرې د خوندونو کيږدۍ واړوه
ښکاري بوراګان سپيره سپيره اغزوتراشلي دي
بيا يې په وزرو کې د رنګونو کيږدۍ واړوه
داد غرو لمنې بخملي په رمو برګې کړه
شپون له په شپيلۍ کې د سازونو کيږدۍ واړوه
ته لکه طبيب درته بيشماره بيماران پراته
راشه په هر زخم د ټپونو کيږدۍ واړوه
سترګې مو که پيغلې پښتنې په انتظار ورته
ته پرې د زلمو زلمو خوبونو کيږدۍ واړوه
پټ ځي په وږمو د کشمالو د ښاپيرو په شان
روح کې مو د مستو غزلونو کيږدۍ واړوه
طوطا خان همای