خواشینی خبر

عزتمنو د روهي ویاړلې ویب پاڼې چلوونکو او کارکوونکو!دا چې تاسې پریکړه کړې ده چې خپله ویب پاڼه وتړئ د ډیرې لویې خواشینۍ ځای دی او زما هیله داده چې تاسې پرخپله پریکړه بیا غور وکړئ. په اوسنۍ نړۍ کې ډیرې کمې داسې رسنۍ شته چې په خپلو امکاناتو یوازې وچلیږي او ډیری یې د کاروونکو او مرستندویانو په بسپنه چلیږي. د روهي ویب پاڼه په پښتو میډیا کې یو ځلانده ستوری دی او که خدای دې نه کړي دا ستوری مړاوی شي او یا هم د یوې مودې لپاره له مونږ نه پناه شي لوستونکي به سخت پرې خواشیني شي او یوه لویه معنوي خلا به رامنځته کړي.نو له دې امله زما وړاندیز تاسې قدرمنو ته دادی چې له همدا نن څخه د بسپنې کمپاین شروع کړئ او زه به یې په سر کې برخه واخلم. د مرستو لپاره باید اعلانونه نه یوازې په پښتو بلکه په هره بله ژبه چې کولای شئ د دنیا هر کونج ته ورسوئ او خپل رسالت پکې په کره ټکیو بیان کړئ. تاسې ته اړینه ده چې په ناخوالو کې د رڼا په لور دلارې پرانیستل زده او و ازمویئ ځکه چې دا نوم چې تاسې یې اوس لرئ کیدای شي دوخت په تیریدو سره کمزوری شي او که اوس لږ غاښ ټینګ کړئ د دې تمه شته چې تر دې زیاتې ستونزې هم له اوږو لیرې کولای شئ. د مثبت تفکر په رڼا کې د ویب پاڼې د پراخیدو پروژې جوړې کړئ او د بندولو خبره یې هیڅ مه یادوئ څو د امید له برکته د بسپنې او یا پانګې ورکوونکو هیلې ژوندۍ کړئ .زه باور لرم چې نه یوازې د پښتو مینه وال بلکه په ټوله کې د رسنیو، ولسواکۍ او د افغانستان د پرمختګ مینه وال به خپلې مرستې و نه سپموي او ستاسې ویب پاڼه به نوره هم غښتلې شي. دا خوبه مونږ پښتنو ته ستر پیغور شي چې د افغانستان د ادب ،تاریخ او سیاست د دې پیاوړي شخصیت او تر ټولو ځلانده ستوري په نوم یاد شوې ویب پاڼه د بې خرڅۍ له کبله وتړل شي. ستاسې د تماس په تمه