غـــــــــزل

درته وايم پروانه کړي نه به وکړې
                                                                                         زما ژوند به کړې تباه نو څه به وکړې
کړې به خاورې زما هيلي ارمانونه
چې ښه ښکاري ستادپاره ښه به وکړې
 
پټ په زړه يمه بيمار ويلى نه شم
خلکو ډېريم ناقرار ويلى نه شم
 
چې ازل کې يې ليکلي راته نه وي
مرګى راولې بې وار ويلى نه شم
 
هېڅ مشکل نه شته ملګرو دې کيسه کې
بې ويجدانه يې دى پلار ويلى نه شم
 
د پښتو د بدنامى نه لږ په څنګ ځم
کنه دومره نه يم خوار ويلى نه شم
 
صبر دومره وي ملګرو چې ما وکړو
آخر کيږي هېڅ وار ويلى نه شم
 
يو سهار به مې اواز د مرګې واورې
چې .....ځان کړو په دار ويلى نه شم