
ملا نصرالدين يوه نا اشنا ښآر ته ننوت او د قاضي په کور کې مېلمه شو. د شپې قاضي په اشاره کې وويل ، چې درې ناواده شوې لوڼې لري او که مېړه ورته پيدا شي نو له هرې يوې سره د هغې له سن سره سم جهېز هم ورکوي . له لومړۍ لورسره چې 25 کلنه ده لس زره افغانۍ ، له دويمې سره چې دېرش کلنه ده 20 زره افغانۍ او له درېيمې سره چې پنځه دېرش کلنه ده 30 زره افغانۍ جهېز.
ملا نصرالدين قاضي ته وويل، چې زه خدای پاک دلته د دې لپاره رالېږلی يم ، چې يوه تجربه لرونکې ښځه وکړم ، نوکومه پنځوس کلنه لور نه لریء؟