په پیښور کې د څرمنو د بازار زیاته برخه افغان سوداګرو نیولې ده


په پیښور کې ځیني پاکستاني سوداګر وایي چې د څرمنو په راکړه ورکړه کې د افغان سوداګرو له امله د پام وړ سیالي رامنځته شوېده.
ویل کیږي چې د پیښور د څرمنو مارکیټ ۳۰ سلنه افغان سوداګرو نیولی. له دې کبله په دې نږدي وخت کې ډير پاکستاني سوداګر له دغه تجارت نه لاس په سر شول.
د یو ځایي سوداګر په وینا چې سږ کال د تیر کال په نسبت د لوی اختر نه وروسته د هرې غوا او میښې په څرمن کې له ۶۰۰ نه تر ۸۰۰ کلدارو پورې زیاتوالی راغلی دی، او دا هغه څه وو چې پاکستاني سوداګر یی دی ته اړ کړل تر څو زیاته پانګونه وکړي چې خپلو خریدارانو ته په کراچۍ او لاهور کې په خپل وخت سره عرضه وکړي.
څرنګه چي د پیښور ښار یو مرکزي بازار دی. او عمده عرضه کوونکي ښارونه یې، مردان، چارسده، او نوښار ګڼل کیږی خو بیا هم په مردان او چارسده کې اوس ځینی سوداګر پیدا کیږي چې خپل مال مستقیما کراچې او لاهور ته عرضه کوي.
د ډالر او افغانۍ په پرتله د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت رالویدل، د پاکستاني سوداګرو لپاره یوه عمده ستونزه بلل شوی ده.
خو د بل لوری بیا په افغانستان کې د څو کلونو راهیسې په راکړه ورکړه کې د افغانیو په ځای د ډالرو څخه کار اخیستل هم ددوی په پانګه اچونه باندې منفي اغیزه او د افغان سوداګرو په پانګه اچونه کې مثبت رول لري .
خو ځینې سوداګر بیا د څرمنو په نرخ کې د زیاتوالي لامل د قربانیو د څارویو په نرخونو کې لوړوالی بولي .
په هر حال په مارکیټ کې د افغان سوداګرو زیاتې ونډې د پاکستاني سوداګرو اندیښنې هم زیاتې کړي دي.
محمود نومی یو کس چې د سینما روډ د څرمنو د زاړه مارکیټ یو سوداګر دی وایې چې د افغان سوداګرو په راتګ سره ډیر پاکستاني سوداګر له دې کاره لاس په سر شول.
د تجمل خان په نوم یو بل سوداګر بیا داسي وایې : چې پخوا په مارکیټ کې ۷۰ سلنه پاکستاني سوداګر موجود وو خو اوس دغه شمیر ۳۰سلنې ته را ټیټ شویدی.
نوموړی وایي چې افغان سوداګر زمونږ لپاره ستر ګواښ دی ځکه چې دوی د مارکيټ په صادراتو او وارداتو کې مهم رول
لري د دوی په وینا چې افغان سوداګر هره ورځ دوه او درې لاری څرمنې له خپل هیواد نه پیښور ته را واردوي ، چې له هغې وروسته یي بیا دلته د پیښور په ګودامو کې تر ډیرې مودې ساتي.
همدارنګه یو بل سوداګر بیا وایی چې افغان سوداګرو مونږ ته په مارکیټ کې د قیمت او د قرض د مودې په اوږدوالی کې هم ډیرې ستونزې رامنځته کړي دی، هغه وایې چې مونږ قرض یواځې د یوې او يا دوه میاشتو لپاره ورکوو خو افغانان بیا دغه موده ان تر ۵ یا ۶ میاشتو پورې اوږدوي.
همدارنګه یو بل سوداګر بیا د افغان سوداګرو کامیابي د ډله ایزې پانګونې له برکته بولي دوی وايي چې افغان سوداګر په ډله ایزه توګه پانګونه کوي تر څو ډیر مال لاس ته راوړي او تر هغه خپل مال په ګودامونو کې ساتي تر څو یي په لاهور او کراچې کې له خپل خریدارانو څخه ښه او مناسبه بیه نه وي تر لاسه کړي.
ځايي سوداګر وایي چې مونږ خپلې څرمنې تر ډیرې مودې نه شو ساتلای ځکه چې مونږ سره مناسبې خونې نشته او پدې برخه کې زمونږ حکومت هیڅ مرسته نه ده کړې .
له بل پلوه افغان سوداګر غوښتنه لري چې افغان حکومت ته پکار ده چې خپلو پانګوالو ته په کور دننه داسې زمینه مساعده کړي تر څو افغان پانګوال دی ته مجبور نشي چې په داسې ځای کې پانګونه وکړي چې هلته ددوی ګټې خوندي نه وي.
له ډان ورځپاڼې څخه د ضیا الله الکوزي ژباړه
نړیوال اسلامي پوهنتون-اسلام اباد