
اورېدلي مې وو او لیدلي مې نه وو، اوس مې په عملي ډګر کې و لیدل چې دا متل هره ورځ پلی کېږي. په دې وروستیو کې د پاکستان اې ایس ای چې څوک یې نه خوښېږي یو څوک ورته و روزي اود شپې د طالب په نامه یې له منځه یې یوسي او تمامېږي د طالب په نامه په یوه کلي چې بد عمله کس اوسېږي د هر بد کار د کړنې شک خلک په همدې کس کوي او په داسې حال کې چې هغه کار به چا کړی وي. پخوا به چې مړی و شو په همغې ساعت کې به پرې خلک پوهېدل چې دا چا وژلی دی، ځکه یابه یې پخوانۍ دښمني د چا سره در لوده او یابه یې داسې کار کړی وه چې د مقابل لوري لخوا باید وژل شوی و، نو په همدې اساس به خلکو ته معلومه شوه چې ددې مقتول قاتل څوک دی.
اوس داسې یو وخت راغلی دی چې په یو چا باندې دوه نفر راټولېږي، په یو ځای کې یې خبره تاثیر لري او یا هم دښمن دې پوه شي چې دده څخه په راتلونکې کې یو شخصیت جوړېږي راساً وژل کېږي دستپاک معلوم دی راډیو یا تلوېزیون ته یو څوک ټلېفون وکړي چې دا کار طالبانو کړی دی او هغوی هم سمدستي په خبرونو کې وایي چې فلانۍ راډيو ته د ټلېفون په لیکه د طالبانو ویاند فلاني خان وویلې چې دا شخص موږ وژلی دی د جاسوسۍ په تور باندې. بس ټاپه د هر چا په جیب کې پرته ده را واې خلي او په وژل شوي شخص یې و لګوي. بیا ملایان یې جنازې ادا کولو ته هم زړه نه ښه کوي ځکه هغوی ته هم اخطارونه ورکړل شوي وي چې د جاسوس جنازه موادا کړه ستا به هم همدا حال وي.
زموږ په ولسوالۍ ( چپرهار) کې هره ورځ هغه نفر په ګوته کېږي، چې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیداکوي. زه په دې نه پوهېږم چې دا کارونه کوي کله هم یوه ملاته ناست دي او که نه، ځکه چې د اسلام نوم چا اورېدلی وي داسې کار نه کوي.
څو ورځې وړاندې د چپرهار د پوهنې مدیر په دې و واژه چې خپل ولس ته یې رېښتونی خدمت کاوه، د لېسې یو استاد یې په دې وواژه چې ته ولې معلم یې همدارنګه دې ته ورته ډېرې پېښې دي چې دې ظالمانو تر سره کړې دي.
په عمومي ډول په ننګرهار ولایت کې په سیمو کې ډېره نا امني ده چې خلکو تعلیم ته په کې مخه کړې او غواړي هېوادوالو ته د قلم په واسطه خدمت و کړي.
په هغو سیمو کې چې خلک یې د تعلیم سره علاقه نه لري، نه پکې وژنې شته او نه پکې سړي تښتوونکي شته، خو بر عکس هغه سیمې چې ځوانانو پکې تعلیمونه و کړل او یوه کپه حلاله روزي خپلې کورنۍ ته ګټي ځورول کېږي د کورنۍ غړي یې تښتوي په بدل کې ترې پيسې غواړي او که پیسې یې ور نه کړې د هغوی په مرګ بیا هم ډیل نه دي.
د الله ج څخه بیخي هیره نه لري، ځکه الله ج فرمایي چې زه په هر بدعمل خپه کېږم خو د انسان په وژنه ډېر خپه کېږم، ځکه د یوه انسان په وجود کې په مېلیونونو حجرې دي او هره حجره یو ژوندی موجود دی، نو د یوه انسان په وژنې سره په مېلیونونو ژوندي موجودات و وژل شول. د قیامت له علایمو څخه ډېرې راښکاره شوي دي چې یوه غټه علامه یې داده چې پېغمبر ص فرمایلی و مسلمان به مسلمان وژني نه به قاتل په دې پوهېږي، چې زه په کومه ګناه وژلی یم او نه به مقتول په دې پوهېږي چې دا مسلمان مې ولې و واژه.
یوه دوست مې راته کیسه کوله چې تازه مې د لور کوژده د یوه ښو اخلاقو له خاوند، ښکلي ځوان او د یوې درنې کورنۍ اولاد سره وکړه. د کوژدې په شپږمه او یا هم اوومه ورځ یوه ظالم زما زوم و واژه، ده راته ویلې چې زه پرې ډېر خپه شوم یو خو ددې هلک ډېره ښه ځواني وه او بله دا چې د پښتنو ټولنه ده سمدستي په نجلۍ نوم د سپېرې نوم ږدي، چې څنګه مو زوی ته وکړه دیستي مړ شو یانې د یوې خوانه د هغې هلک ځوانۍ ته خپه وم او له بلې خوا دې ته خپه وم چې د لور نوم دسپېرې شو. په همدې خپګان مې شپې او ورځې تېرولې جمعه لا نه وه تېره چا چې دا ځوان وژلی و ددې هلک د پلار د ټلېفون شمېره یې له کومه پیداکړې وه هر ساعت به یې ورته زنګونه وهل چې ماته خو دده په سر باندې پیسې راکړل شوې وې، خو زه څه خبر وم چې دی بې ګناه دی، هره شپه راباندې کټ چپه کوي دده د پلار څخه یې دا غوښتنه کوله چې ما و بخښه ځکه خوب مې نشته د ورځې ارام نه لرم ، حالت مې د لېوني دي هېڅ شی خوند نه راکوي. زه خو هېڅ نه پوهېږم چې داسې جاهل خلک به څنګه سمې لارې ته را و ګرځول شي که ستاسو په نظر داسې کومه معقوله لار ورته لرئ نو له ماسره یې هم شریکه کړئ، که دې خلکو ته ور تللی نه شم د کومې لارې خو به ورته ستاسو پیغام و رسوم.
په دې هیله به لاسونه لپه کړم، چې پاکه ربه زموږ هېواد په خپل فضل او کرم سره د سولې خاوند کړې.