
سعید احمد خان
دبي بي سي په ګډون مي په یو شمېر رسینو کي یو بوږنونکی
خبرتر سترګو شو دخبرسرلیک ؤ«ارزګان
کي وسله والو دګوزڼ ضدواکسین دوه
کارکونکي وژلي » په خبرکي دارزګان د ولایتي ویاند عبدالله همت له خولې ویل شوي چي طالبانو دوه
تنه دګوزڼ ضدواکسین کارکونکي وژلي دي
.
بي بي سي په وژل شووکسانو کي
دیوه له ورور سره اړیکي نیولي نوموړي دخپل
وروروژنه تائیدکړې او ویلي یې چي
وژونکویې دورورموټرسایکل اوپیسې له ځان
سره وړي دي خودا یې نه دي ویلي چي
ورور یې چا وژلي دي .
دطالبانوویاندقاري یوسف
احمدي په یوه خبرپاڼه کي دواکسیناتورانووژنه په کلکه رد کړې
اوغندلې ده نوموړی وایې همداوژل شوي کسان دارزګان ولایت دچورې ولسوالۍ
دخوش قدیرپه سیمه کي اربکيانوپه دې تور
وژلي چي دطالبانو سره ارتباط لري .
په ځینو رسنیو کي ارزګان کي
دواکسیناتورانووژنه مستقیماپه
طالبانوپوري تړل شوې په داسي حال کي چي هیڅ یولاسوندیې هم نه دي ورسره ذکرکړی چي دطالبانولاس درلودل پکي وښیې فقط دارزګان
دولایتي چارواکو څخه په نقل قول یې واکسیناتوران په طالبانووژلي دي .
همدې یادي شوي پیښې دوې ورته واقعې رایادي کړې غالبادواړي هغه به ۲۰۱۰ز،کال کي رامنځته شوي وي
لومړۍ پیښه په ارزګان ولایت کي دیوې ښځي سره تړاولري هغه داسي چي په
کورنیواوبهرنیوخورامشهوررسنیوکي ډنډوره شوه چي طالبانودعایشې په نوم یوې نجلۍ څخه
پزه پرې کړې ده ، عایشه بهرنیوځواکونوتررغتونه رسولې چي وروسته دعلاج لپاره
امریکاته انتقال شوه ،دعایشې پیښي پرله پسې یوه میاشت دلودیځومطوعاتوسرخي جوړل په
واشنګټن پوسټ، نیویارک ټایمزاو..... کي یې
لوی لوی رنګین عکسونه خپاره شول .که څه هم طالبانودعایشې دپزي په پرې
کیدوکي خپل هرډول لاس درلودل ردکړي وو، خوله هري خواپرې دنیوکوبمبارونه وو، چابه دبشردښمنان بلل ځینوبه دښځوپر حقونوتیري
کونکي حتي یوشمېرروشن فکروته چي به هرڅه پرخوله ورتلل له طالبانوڅخه یې نه سپمول بس طالبان نه وو، وحشیان اوجاهلان بلل
کیدل .
دعایشې دپزي غمرازي لاپه رسنیوکي
په جوش اوخروښ روانه وه چي دکورنۍ غړویې د
کیسې اصلي اړخ روښانه کړ،دعایشې خپلوانوپه
ډاګه وویل چي : دعایشې پزه طالبانونه بلکي دهغې خسرخېلوپرې کړې ده ، عایشه ترواده
وروسته دمیړه له کوره تښتیدلې وه ، خسرګنۍ ته چي یې په ګوتوورغله پزه یې ځني وګرځوله (پرې
کړه)خودایې پسي وشړله.
بله پیښه په کندوزکي دخبریال سطان منادي وژنه وه ، منادي
دنیویارک ټایمزورځپاڼي دخبریال سټیفن
فاریل سره همکارؤ،دوی ظاهرادکندوزولایت چهاردرې
ولسوالۍ ته دبهرنیوځواکونوله لوري دولسي
وګړودپراخي مرګ ژوبلي دڅېړني په موخه روان وو،دوی ټاکلي هدف ته تررسیدومخکي
طالبانوونیول، ترڅوورځني بندوروسته یې بهرنیوځواکونودژغورني عملیات پیل کړل، د
نیویارک ټایمزخبریال سټیفن دعملیاتوپه
ترڅ کي ازادخوهمکاریې (منادي )دهمدې عملیاتو
په ترڅ کي ووژل شو.
اوازه شوه چي سلطان منادي
طالبانووژلی دی ،دژورنالیستانوټولنودمنادي دوژني په احتجاج کي تر«درو»ورځوپوري
دطالبانودخبرونودخپرولوسره پرېکون اعلان کړاو دنوموړي پروژنه یې دومره مقالې
اوتبصرې نشرکړې چي دچهاردرې دسلهاووولسي وګړوپرمرګ ژوبلي یې خوراپلن سیوری
وغوړاوه . څوروځي وروسته عیني شاهدانواودمنادي
پلارپه ډاګه ویل چي ،منادي دخارجي عسکرولخواوهغه مهال ووژل شوچي هڅه یې کوله
ژغورونکي هلیکوپترته دسټیپن سره یوځای پورته شي ،خارجي عسکروچي سټیپن پورته
کړمنادي یې په همدې ځای کي پیرکړ.
دلته ګورئ عجیبه خبره ده کله چي
دمنادي وژنه طالبانوته منسوبیده منادي
خبریال ؤ،افغان ؤ،مور، پلار،کونډه اوبچیان یې ترشاپاته وو،ظلم ورسره وشودادعایې
قاتلینودمحاکمې غوښتني یې کیدې خوکله چي واقعیت ښکاره شوچي منادي طالبانونه بلکي
یرغلګروځواکونووژلی دی بیانودمنادي وینه دومره سپکه شوه چي دیوه توت ارزښت یې هم نه درلود،نه یې دښکاره
وژونکودخبرونودخپرولوسره دژورنالیستانوټولنوپرېکون وکړاونه یې هم قاتلین وغندل شول
،کنه منادي هماغه منادي ؤخوپه ارزښت کي یې یوسل واتیادرجې فرق راغی !!.
حفیظ الله اغامي ملګری دی نوموړی دیوې معتبري اومشهوري
رسنۍ سره په جنوب لویدیځ زون کي کار کوي ،اغاصاحب
په دوامداره توګه دسیمه
ییزواوسیدونکواوچارواکوسره په لین کي وي ، هسي خوپه افغانستان کي دوژنواوورانیوخبرونه زښته ډیر دي
خو اغاصاحب دځینو بوږنونکواوجالبو پیښوخبرونه ماته هم میسج
کوي دنومبرپه ۲۴مه مي مبایل ته داغاصاحب
له لوري پیغام راغی ، میسج چي مي وکوت دارزګان دیادي شوي پیښي په اړه یې لیکلي ووچي : «دنومبرپه ۲۳مه
دارزګان ولایت دچورې ولسوالۍ دخوش کدیرکوتل په سیمه کي دوه واکسیناتوران (عبدالروف
اوحضرت الله )چي په رضاکارانه توګه یې
دګوړڼ ضدواکسین کمپاین کي خدمت
کاوه وژل شوي، تراوسه ددې پیښې پړه چانه
ده منلې خو دځایې خلګودویناله مخي همدغه
کسان دمحلي پولیسوسیمه ییزقوماندان عبدالقدیردطالبانوسره
دتړاوپه تور وژلي دي ».
په همدې ورځ مي په
مختلفورسنیوکي همداخبر لوستلی ؤ، ورسره مي دارزګان دولایتي
چارواکوادعااودطالبانوتردیدهم ترنظرتېرشوی ؤ، دښکېلوغاړوضدونقیض ادعاووته په پام
سره باورمي نه کیده چي دهمدې پیښي
اصلي عاملین به څوک وي کله به مي دګومان تله
دطالبانوپه خواشوه اوکله به بیادارزګان دچارواکولورته ،خودحفیظ الله
اغامیسج چي راته ورسیددچارواکوادعاناسمه اودسیمه ییزوخلګوخبره پرځای راته وبرېښیده
.
نه پوهیږم هغو رسنیو ته چي پرتندي یې دناپېیلتوب ټیکه وهلې ده خوخبرونه ،راپورونه اوشنني یې دکرزي دحکومت پرادعاوواودغربي متعصبي
میډیاپرتیلیغاتوبناوي . عجیبه لاداده چي
دوی دخپل یواړخیزقضاوت سره سره دژورنالیستیکواصولودرعایت نارې هم وهي .