د وینا آزادي له تیري څخه خوندي ده (اساسي قانون)

د نړیوالو حقوقي اسنادو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون له مخې، مالوماتو ته لاسرسی د هر انسان د بنسټیزو حقوقو څخه ګنل کیږي. نړیوالو دا تجربه لا د مخه به زبات رسولې ده چې که د مالوماتو شریکول او خپرول د یوې خوا د یوې ټولنې د وکړو د ذهني پراختیا لامل ګرځي، نو له بله پلوه د پیښو په اړه د کره مالوماتو په لرلو د بې لوري قضاوت شونتیا غښتلي کوي. د افغانستان اساسي قانون مالوماتو ته د قانون د حکمونو په رڼا کې لاسرسی د هر افغان حق بللی(۵۰ ماده)، او هر افغان ته یې د دې آزادي ورکړې ده چې خپل فکر د وینا، لیکنې، انځور او یا نورو وسیلو له لارې بې لدې چې یې له خپریدو مخکې دولتي چارواکو ته وښيي، تر نورو یې ورسوي (۳۴ماده).
 
ولس خبري آژانس په هیواد کې د وینا د آزادۍ د پرختګونو په رڼا کې د دې ویاړ لري چې د ګڼو خبرې سرچینو په څنګ کې خپلو ولسونو ته د مالوماتو د رسولو په برخه کې، خپل مسولیت ادا کوي. ولس خبري آژانس له څنګه چې یې له نومه څرګندیږي، د افغان ولس لپاره بې له دې چې ژبني، مذهبي او سیمه ایز توپیرونه په پام کې ونیسي، د ټول افغان ولس لپاره د هر ډول ګوندي او بهرني مالي او معنوي لاسنیوي پرته، د ولس په چوپړ کې دی.
 
ولس خبري آژانس د افغانستان د میشتو ولسونو د فرهنګپالو ځوانانو په مټ د هر ډول مالي امتیاز پرته پر مخ بیول کیږي. ولس خبري آژانس تر دې دمه د ګوتو شمیر دوستانو له مرستي برخمن دی، او هیله لري چې ډیر ژر به یې د رضاکارو خبریالانو او فرهنګپالو ځوانانو کړۍ لا پراخه او د افغانستان ټولې سیمې به تر خپل خبري پوښښ راولي.
 
په افغانستان کې د تلپاتې سولې په هیله
 
د لارښونو او مرستو لپاره موږ سره پدې بریښنا لیک اړیکې ونیسﺉ
wolasnews@gmail.com
mujeebludin@hotmail.com
 
 
 
www.wolasnews.com