د اشرف غنی احمدزی  او جنرال دوستم ایتلاف ولې؟؟؟


  په دي وروستیو کښې ډاکټر اشرف غنی احمدزی د نړۍ ددوهم مفکر ویاړ ترلاسه کړ او نړۍ ته یې دا روښانه کړه چې افغانان جنګ خوښې نه دي څرنګه چي نړیوال د افغانانو په اړه سوچ لري بلکه افغانستان سره ددي چې یو ډیر وروسته پاتي هیواد دي کولاي شي چې دنړۍ دوهم مفکر ولري اشرف غنی احمدزی چي یو اکاډیمیک او نوموتې اقتصاد پوه شخصیت دي نوموړې د ډیرې پیاوړي کارې تجربي څښتن دي چې په نړیوالو او دکور دننه په مهمو منصبونو کښې یې دندې ترسره کړي او دقانون اساسي له مخي کارې تجربه د یو نوماند لپاره له اړینو شرایطو یو شرط دي.
 اوس چې په افغانستان کښې ولسمشریزې ټاکنې رانژدي شوي او د جمهورریس کرزی دوره په پاي ته رسیدو ده د نورو نوماندانو ترڅنګ ډاکټر اشرف غنی احمدزی هم یو مطرح  نوماند دي . پر ډاکټر صیب یو شمیر نیوکې هغه وخت زیاتي شوي چې نوموړي جنرال عبدالرشید دوستم د خپل لومړي مرستیال په توګه غوره کړ.
د منفې سوچ تر څنګ مثبت سوچ کول هم په کار دي بلکې د منفی سوچ پر ځای مثبت سوچ ته باید ارزښت ورکول شې یو شمیر هیوادوال دا نیوکې کوي چي د دوهم مفکر د فکر پایله دا شوه چې دوستم یې خپل لومړې مرستیال وټاکه هغه دوستم چې په زرګونو هیوادوال یې شهیدان کړي جنګسالارې ټوپکمارې او پاټکسالارې یې شالید دي .
هو!  دا په ځای نیوکې دي د جنرال دوستم لاسونه په وینو سره دي جنرال د ډیرو هیوادوالو مالونه چور تالان کړي د ډیرو پتونه او عزتونه یې لوټ کړي  دا ډیر د بد بختئ ځای دي ډیر دخواشینئ ځای دي دوستم باید محاکمه شې ددوستم سره باید قانونې چلند وشي خو سوال دا پیداکیږي هغه څه لامل دي چې ډاکټر اشرف غنی احمدزی دوستم خپل لومړي مرستیال کړ:
 له فکره کاراخیستل په کار دي د افغانستان  اوسنې نظام هم له ټوپکوالو جنګسالارانو جوړ شوي یو نظام دي د ولسمشر لومړي مرستیال دوهم مرستیال په کورنیو جګړو کښې د لومړۍ کرښې قومندانان و د نظام تر نیمایې زیات جوړښت  له دی ټوپکسالارانو د بشر د حقوقو د پښو ترلاندي کوونکو پوښلي  ایا ددوستم  محاکمه کیدل او د نورو جنګسالارانو پریښودل به سوالونه راپورته نه کړي په دي مانا او منطقی هم داده چې جنرال دوستم محاکمه کیږي ټول جنګې جنایتکاران باید محاکمه شی  مخکښ نوماندان ډیري یې جنګې جنګسالاران ملی خاینان او همدا ډول د مرستیالانو لاسونه یې هم په وینو سره دی که دولتي چارواکې او د حکومت اپوزیسیون ته نظر وکړو ډیري یې جنګې مجرمین او په ګڼو نورو تورونو متهم کسان دي او له دوۍ پرته نظام جوړونه اسان کارنه دي یو پښتون کاندید باید له شمال څخه مرستیال وټاکي تر څو د شمال د خلکو رایې ترلاسه کړي دوستم که پښتنو ته خاین جنایتکار او جنګسالار دي برعکس د ازبکانوقهرمان  هیرو او سالار  دي دجنرال دوستم او ډاکټر اشرف غنی احمدزی ایتلاف د شمال ټلوالې د ملا تیر مات کړ ډاکټر اشرف غنې د جنرال دوستم سره په ایتلاف تیروتنه نه ده کړي بلکې له  یو لوي فکر او منطق یې کار اخیستي په دي وخت کښې چې هیواد په بحرانې حالت کښې دي د محاکمو غوښتنه هیواد نور هم د کشید ګۍ خوا ته ټیل وهل دي.
  لومړنئ مرستیالۍ ته تر ټاکل کیدو تر مخه جنرال دوستم ددولت په مهمو پوسټو دندې ترسره کړي دوستم په لومړیو کښې د ملې اردو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز و ولی د هغه د محاکمې غوښتنه نه کیده ؟ که محاکمه کیدو نه نو دولتې دندې خو باید نه وي ورکول شواي تر ټولولومړنۍ او ستریا بریا چې ایتلاف رامنځته کړه دجنرال دوستم له ملت څخه د بخښنې غوښتل و کوم چې له داسې یو کس نه یې بیخې تمه هم نه کیدله اوس د دوستم  خاین او جنګسالار معرفی کول نور څه نه بلکې د مخالفو کاندیدانو تبلیغاتي کمپاین او د اشرف غني احمدزي محبوبیت او شخصیت ته د زیان اړولو پرته بل څه تر شا نه لري.
.له کلونو راهیسې دنظام کلیدي پوسټونه د ملی اردو او ملی پولیسو لوړې رتبی د شمال ټلوالې د پنجشیر په کوچنئ دره کښې نغښتي  پنجشریانو د پښتنو سربیره د شمال د نورو توکمونو حقونه هم تر پښو لاندي کړي د بدمعاشانو او ډاکوانو په څیر د کابل او هیواد په نورو برخو کښې د خپلې خوښې بی قانونه کړنې ترسره کوي او په هیڅ ډول جنایت قانون ماتونی دریغ نه کوي ژوندی مثال یې د شهیدانو د اوونئ لمانځل و چې د ټول کابل واک د یو څو تنه بدعمله پنجشیریانو په واک کښې و کابل د یوې کودتا او بیړني حالت انځور وړاندي کولو په خلکو کښې ویره خپره وه ټول قانون څو تنو په لاس کښې اخیستي و دغه ایتلاف به د پښتنو او د شمال د نورو توکمونو سلب شوی حقوق تضمین کړي او په دولت کښې به دغه ټولو ته مساوی حقوق ورکول شي او د پنجشیر سلطنت به تر ډیره بریده محدود شي په دي ترتیب به د پنجشیریانو بد معاشئ او سیاسې خوددارئ ته د پای ټکي کیږدي .
هیواد نن سبا  ډیرکړکیچن او بحرانې حالت سره مخ دي د دوه زره څوارلسم کال پر رارسیدو چې بهرنې ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي په هیواد کښې یو پیاوړې ملې وحدت ته اړتیا ده ډاکټر اشرف غني احمدزی  جنرال دوستم د لومړي مرستیال په ټوګه له  ازبکانو او دوهم مرستیال د هزارګانو له منځه وټاکه کوم چې د ملي وحدت یو ښه سمبول دي.
دافغانستان په څیر ټولنه کښې چې انارشي او عدم سیاسي  ثبات په کښې تر بي بریده کچې رسیدلی د ملکي حکومت څخه پیاوړي پوځي ملاتړ په کار دي جنرال دوستم به د اشرف غنی احمدزی تر څنګ هم په ملکي برخه کښې او هم په پوځي برخه کښې یو غښتلي رول ادا کړی جنرال به په اردو کښې د خپل اغیز او نفوذ په توسط وکولای شي چې د ممکنه پوځي بغاوت یا د نظام د نسکوریدو مخه ونیسي.
دا او دي  ته ورته نور ګڼ شمیر مصلحتونو او د هیواد د بحراني حالت په نظر کښې نیولو سره دډاکتر اشرف غني احمدزی او جنرال دوستم ایتلاف به یو مناسب او داسي ایتلاف وي چې د حالاتو او ننګونو په ګډه مقابله وکړي.