ايران دتركيې منځګړتوپ رد كړ

 
د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد دتركيې په منځګړتوب  دا مريكا  سره د  ايران دا ړيكو ښه كېدل رد كړل، نوموړې داخبرې پداسي حال كې ترسره كړي چې دتركيې جمهوررئيس عبدالله ګل هم موجود وو                                                                                 
 
دايكو داقتصادي كنفرانس وروسته دايران ولسمشرپداسي حال كې چې دتركيې ولسمشر عبدالله ګل هم موجودو، وويل:((منځګړتوب ته اړتيانشته))هغې زياته زمونږ موضوع روښانه ده .كه عدالت او احترام موجود وې نوپه نړۍ كې به ټولې ستونزې اوارې شي،دايران ولسمشر داخبرې پداسي حال كې ويلې،چې دتركيې حكومت پدې وروستيوكې څوځلې هڅه كړي،چې دايران او امريكاترمنځ منځګړتوب وكړي،دتركيې ولسمشر عبدالله ګل درې  ورځې وړاندې پداسي حال كې چې تهران ته دروانيدوپه حال كې ووخبريالانوته ويلې وو،چې دايران او امريكې ترمنځ په منځګړتوب غوركوي،ايله يوه اوونۍ وړاندې دتركيې لومړي وزيررجب طيب اردوغان دبر طانيې چاپ ګارډين ورحپاڼې ته ويلې وو،چې په امريكاكې دجورج ډبليو بوش په مشرٰٰى دحكومت پرمهال ايران له دغه هېواد غوښتنه كړي وه چې ددغه دواړوحكومتونوترمنځ منځګړتوب وكړي،خو امريكا هغه مهال لدغه كاره انكار كړى وو،خو اوس چې امريكا دانكارې څخه دادول غوښتنه كوي نواوس ايران انكار كوي،د امريكا دبهرنيو چارو وزيرې هيلرې كلينټن تركيې ته دخپل تګ پرمهال وويل:(( كيدى شي دتركيې څخه وغوښتل شي،چې دباراك اوباما په مشرى دامريكا دنوي حكومت سره ،ديپلماتيكې همكاري زياته كړي، اودايران سره ددغه هېواد په مخامخ خبروكې مرسته وكړي،دتركيې دبهرنيو چارو وزير  علي باباجان ايكوكنفرانس ته د روانيدو پرمهال وويل:(( هْېواديْې چمتودى، چې دايران او امريكاترمنځ منځګړتوب وكړي،)) خوايران لدې وړاندې هم دتركيې په منځګړتوب دامريكا سره خبرې ردكړي،وې.دايران دبهرنيوچارو وزارت يوه وياندهغه مهال ويلې وو،چې دوى دتركيې دغه وړانديزته هركلى كوي،خو دايران او امريكا ترمنځ ستونزه دومره واړه نه ده،چې دبل هېوادپه منځګړتوب اواره شي                                                                                                  
 
كمپوز اوژباړه فيض الله غمخور   \۱۲\۳\۲۰۰۹                                                                         .