عشقه نا روا مکړه

غــــم دې زورور دی دې غـــمــــــونـــو تـــه مـــې پريږده
عـــــــشقه ناروا مکــــــړه صـــــبرونـــو تــــه مـــې پريږده
ما ورته په لــــــپو کـــــــې د ســــــتورو زړګــــی راوړلو
دې جـــوړې تسبيح کړې چې ذکرونو تـــــه مې پريږده
ســــــــور ګلاب خـــو نه يم چې ديار دشـــــملې ګل شمه
زه ګـــــــل د غــــــاټول يـــــــمه داغونــــو ته مې پريږده
زه يمه غمجنه روح مې اوښکو کــــې ډوب شوی دی
ژاړمــــــــه د اوښـــــــکو سيــــلابــــونو ته مــــې پريږده
زه خـــــــو غــــــنچه نه يــــــم زه خزان وهلـــی ګـــــل يمه
خــــــــود به اوس رژيږمــــــــه بادونـــــو ته مــې پريږده
نه خـــــو شين سحر يــــــم نه پـــه ورځ ختلی لمـــر يمه
زه تـــــــوره تــــياره يـــــم تورتمو نــــــو ته مـــې پريږده
ته مــــــې عقيدت يې ته مې رب د پاکـــــې مينې يې
دا مـــــــې کړی لفِظ دی دې لفظونو ته مـــــې پريږده
زه وم رحيمه خو ستا د مينې پښو کې خاورې شوم
دا مـــــې کـــــــه ګناه وي ګناهــــــونو ته مـــــې پريږده