
کابل: (حوت ۲۱) اصلاح انلاين په کندهار کې د سيمه ييز خبريال جاويد احمد وژنه په کلکه غندي او په کندهار او کابل کې له چارواکو څخه د هغه د بې رحمانه وژنې په اړه د پلټنو او سپيناويو غوښتنه کوي، په تېره بيا چې د هغه د کورنۍ غړي پر سيمه ييزو استخباراتو شک کوي.
جاويد احمد جوجو تېر ماښام په يوه ټينګه امنيتي سيمه کې په ډزو ووژل شو.
هغه له ايراني تلويزيون، پرس ټي وي، او کاناډايي مطبوعاتو سره کار کاوه.
دا په يو کال کې دويم افغان خبريال دی چې په سويل کې مرموزه توګه وژل کېږي.
جاويد احمد نژدې دوه کاله مخکې د امريکايي ځواکونو لخوا په بګرام کې د يوولسو مياشتو لپاره له طالبانو سره د اړيکو په تور بندي شوی وو. له ازادېدو وروسته، جاويد احمد د بند د مودې پر مهال د امريکايي ځواکونو له ناوړه چلند څخه شکايت کړی وو.
اصلاح انلاين او ورسره ملګرې رسنۍ، اصلاح ملي اوونيزه او اصلاح Fm، راډيو په ژوره توګه د رسنيو د کورنۍ د يو متعهد غړي پر وژنه خواشيني دي.
چارواکي بايد دا واضح کړي چې جاويد احمد له امنيتي پلوه د کندهار په يو له تر ټولو خوندي سيمه کې چا وواژه؟
زموږ اندېښنه داده چې د ده وژنه به هم د عبد الصمد روحاني د وژنې په څېر تر اخره ناڅرګند پاتې شي.
اصلاح انلاين پر ټولو رسنيو او خبريالانو غږ کوي چې د جاويد د وژنې په اړه د حکومت د چوپتيا يا ناڅرګندتيا په صورت کې په يوموټي توګه په احتجاج لاس پورې کړي.
د نور تفصيل لپاره دا ولولئ: استخبارت دې ووايي چې جاوېد چا وواژه؟
او يا پر 078831310
تماس ونيسئ