زهر

د اتل ژباړه
يوې جلې واده وکړاو د مېړه کورته لاړه، خو هېڅ يې نه شو کولای له خپلې خواښې سره روغې جوړې ته ورسيږي او هره ورځ به يې سره لانجه وه.
آخر يوه ورځ جلۍ يوه حکيم ته چې د پلار ملګری يې و، ورغله او د داسې زهرو غوښتنه يې ترې وکړه، چې خپله خواښې پرې ووژلی شي.
حکيم ورته وويل ، چې که چېرې قوي زهر ورکړي او خواښې يې مړه شي ټول به پر هغې شک وکړي ، نو يو بل ډول دارو يې ورکړل او ورته ويې ويل، چې هره ورځ لږ لږ د خواښې په  ډوډۍ کې اچوه چې ورو ورو اغېز پرې وکړي او هغه ووژني، خو ورسره يې سپارښتنه  ورته وکړه چې په همدې موده کې له خواښې سره په مهربانۍ چلند وکړي چې څوک شک پرې ونه کړي.
جلۍ دارو له ځان سره واخيستل او په خوشحالۍ کورته لاړه او هره ورځ به يې د خواښې په ډوډۍ کې لږ لږ اچول او په مهربانۍ به يې ورکول.
اونۍ تېرې شوې او د ناوې له مينې او مهربانۍ سره د خواښې رويه او ګوزاره هم بدل شول تر څو يوه ورځ جلۍ بيا حکيم ته ورغله او ويې ويل: حکيم صيب، نور له خپلې خواښې کرکه نه لرم . اوس هغه د مور په شان راباندې ګرانه ده او نه غواړم چې مړه شي، اوس داسې دارو راکړه چې هغه زهر يې له وجود څخه وباسي.
حکيم ورته وخندل: لورې، اندېښنه مه کوه. هغه دارو مې چې درکړي و زهر نه و، بلکې زهر ستا په ذهن کې و چې له خواښې سره د مينې له امله اوس له منځه تللي دي.