واوښتلې

ته چې   زما له مينې  واوښتلې
په زړه مې  تورې وينې واوښتلې
هسې نه خير کړې بې ايمانه نشې
که  له  وعدې  سنګينې  واوښتلې
مینه خوستا په شانې ښکلي سپينه
ولې ترې ښکلي سپينې واوښتلې ؟
په خدای(ج)قسم چې ګنهګاره به شې
که   له   اقرار  شيرینې   واوښتلې
اوس ليونۍ   شولو  د  غرونو ياره
چې   له   همت   حسينې  واوښتلې
ډاکتر هېواد همت
ګران افغانستان