
په جنوب ختيځو ولايتونوكې دسفما دفتر دخواشينى پيغام
په دېرې خواشينى سره موخبر ترلاسه كړ چې په كندهار ولايت كې دپريس تلويزيون خبريال چې دكندهارپه سيمه ايزتلويزيون كې يې هم دنده ترسره كوله دنامعلوموكسانولخواپه شهادت رسيدلى،په خوست ولايت كې دسفما دسيمه ايز دفتر دمشرتابه غړي، دخداى بخښلي( جاويد احمديازمي) روح ته دمغفرت دعاګانې كوي اوكورنۍ ته يې دجميل صبر غوښتنه كوي.اوله افغان امنيتي ځواكونوهيله كوي،چې ددغه پېښې دعاملينوپه نيولوكې جدي پلټنې ترسره كړي،ترڅو دبيالپاره ددا ډول پېښومخه ونيول شي،
فيض الله غمخور په جنوب ختيځو ولايتونوكې دسفمارئيس