
پوهنمل محمود نظری
يو وزير بهلول ته وويل:
تبريک خليفه ته د سپيو، چرګانو او سرکوزو امير کړی يې
بهلول ځواب ورکړ: ښه نو ددې وروسته زما امر منې
وزير سره راغلی خلکو وخندل او وزير خجل شو د
***
په بغداد ر کې يو ډير امانت کاره تاجر چې مالونه يې ارزانه پلورل او په خلکو ډير ګران وو اوسیده
د هغه يو سيال چې يو ډير بې رحم او ظالیم او سود خوره یهودي وو چې مالونه يې ډيرګران پلورل او دخلکو ډير بد ترې راتلل.
يو ورځ هغه ښه تاجر څه پیسو ته اړتیا پيدا کړه نو هغه یهودي تاجر ته ورغی او له هغه څخه څه يې پيسې په پور وغوښتې .هغه ورته ويل په يو شرط پوردرکوم چې داسې سند راکړې که په خپل وخت پيسې را وه نه رسوې چې زه حق ولرم ستاد بدن غوښې پرې کړم
دا چې دهغه ابرو په خطر کې وه نو دا شرط يې ومنه او هغه ته يې دا سند ورکړ په سند کې لیکلي وه ،چې که په وخت مې پيسي ور ونه رسولې هغه حق لري زما د بدن له هر ځای څخه چې وغواړي يو رطل غوښه پرې کړي
له بده مرغه تاجر ونه شوای کولی په خپل وخت پيسې ورورسوي نو هغه دا سند کازي ته يووړ او خپل حق يې غوښت.
کازي هغه ته ډير وويل چې له دې کار څخه تير شي
خو هغه خپل حق غوښت
دا خبره په ټوله بغداد کې خپر ه شو او ټولو ورته ته دعا کوله چې له ښه تاجر له دې غم څخه خلاص شي.
بهلول هم دا کيسه واوریده او هغه هم محاکمې ته ورغی
کازي مجبوره تاجر ته وويل: ته باید دا واک هغه ته ورکړې چې ستا يو رطل غوښه پرې کړي
؟ بهلول نارې کړه: زه کولی شم ددې مظلوم وکيل شم
کازي ځواب ورکړ : هوکولی شې
بهلول د تاجر او یهودي تر منځ کيناست
او کازی ته يې ويل :یهود حق لري دهغه يو رطل غوښته پرې کړي خو باید د هغه يو څاڅکی وينه توی نشي او بل باید غوښه داسې پرې کړی چې د يو رطل لږ او زیاته نه وي
که داسې ونه کړې باید قصاص او ټول مالونه يې ضبط شي
یهود د دې کارله ډاره تير شو او کازي فیصله وکړه د پور په اندازه د هغه پيسې ورکړي
***
ظهير الدين فاریابي د وزير دبخيلي په هلکه داسې وایي:
به خواب ، دوش چنان ديد می که صدر جهان
مرا بخواندی وتشريف داد و زر بخشيد
شدم به نزد معّبر ، بگفتم اين معنی
جواب داد که اين جز به خواب نتوان ديد
(پرون مې په خوب وليده چې صدر جهان
زه وغوښتم ډير زر يې راکړه فراوان
نو ملا ته ورغلم چې مانا مې کړي دا خوب
هغه ويل داشیان شتون نه لری په وېښتوب)
***
دپاچا زوی له پلاره ډير ميراث يووړ هغه ډير د سخا لاس درلود او ټوله يې په خپلو سپاهيانو او رعيتو وویشل
نیاسايد مشام از طبله عوده
بر آتش نه که چون عنبر ببويد
بزرگی بايدت بخشندگی کن
که دانه تا نيفشانی نرويد
(د عود د قطی څخه نه راوځي بوی
په اور يې ایږده چې لکه عنبر وکړی بوی
چې لويي غواړې سخاوت کوه
چې بې زڼې نه شنه کیږي ميوه(
يو بې تدبيره وزير په نصیحت د پاچا زوی ته ويل :
ستا پلار په ډيره هڅه داخزانه ټوله کړژ ده دا يې د مصلحت لپاره ساتلې وه دا کار مه کوه چې پېښې تر مخکې او دوښمنان تر شا دي:
اگر گنجی کنی بر عامیان بخش
رسد هر کدخدایی را به رنجی
چرا نستانی از هر یک جوی سيم
که گرد آيد ترا هر وقت گنجی
(که خزانه پر عامو خلکووړیاوېشې
چې مشر انو په ډ ير زیارجوړکړی دا خزانې
ولې د هريوه نه غواړې د زرو ویالې
چې هر وخت درته جوړې شي خزانې(
پاچا هغه وزير ته په ځواب کې وويل :زه خدای تعالی پاچا کړی یم چې وخورم اووبښم نه څوکيدار چی وساتم
قارون هلاک شد که چهل خانه گنج داشت
نوشيروان نمرد که نام نکو گذاشت
(قارون مړ شو چی يې لرله څلویښت کوټې خزانه
نوشيروان چې ښه نوم يې لره ژوندی دی تر ننه(
***
نوشيروان عادل په ښکار وتلی وو يوه هوسۍ يې ښکار کړه هغه يې پوست او کباب کړه خو مالګه يې نه لرله نو يو مریي ته يې وويل:
ورشه له کلي څخه په بیه مالګه راوړه ، چې د بې بيې مالګې دود کلی وران نه کړې
وزير يې له هغه څخه وپوښتل : دا دومره لږ شی او دومره ډير خلل ؟
هغه ځواب ورکړ: په نړۍ کې لومړی ظلم لږ وو هر يو چې راغی هغه يې لږ زیاتوی چې په اخير کې دومره غټ شو چې ښارونه وران کړل
اگر ز باغ رعيت ملک خورد سيبی
بر آورند غلامان او درخت از بیخ
به پنج بیضه که سلطان ستم روا دارد
زنند لشکریانش هزار مرغ برسيخ
(که پاچا د رعيت له بڼه وخوري، يوه مڼه
لښکریان يې دبیخه باسي هغه بڼ له بنه
که پاچا پينځه هکۍ اخلی په ستم
لښکر يې زر چرګان وريت کړی په هغه چم(
***
يو ه ناپوه له يو ه پوه څخه وپوښتل : که د رعيتو دکورونه په ورانولو د پاچا خزانه ډکه کړ م څه پروا لري؟
هغه يې په ځواب کې وويل: هر څوک چې د خلکو زړونه ځو روي خدای به پر هغو داسې خلک وګماري چې د هغو روزګار هم خراب کړي
آتش سوزان نکند با سپند
آنچه کند دود دل دردمند
(سپلنيو په اور نه کوی څړیکې
هغه دې ددرد مند د زړه له دوده)
***
وایی د ټولو ژويو پاچا زمری دی او تر ټولو خوار بیا خر دی خو باروړنکی خر تر خلک داړنکي زمري ښه دی
مسکين خر اگر چه بی تمیزست
جون بار همیبرد عزیزست
گاوان و خران بار بردار
به ز آدمیان مردم آزار
(خوار خر که بې تمیز دی
داچې بار وړی عزیز دی
غویي او خره چې وړي بار
ښه دی د خلکو مردم ازار)
***
يو پاچا خپل يو بد اخلاقه وزيرله ځورولو وروسته بندي کړ
حاصل نشود رضای سلطان
تا خاطر بندگان نجویی
خواهی که خدای بر تو بخشد
با خلق خدای کن نکویی
(خدای کله راضی کیږی
چی نه يې غواړی خاطر د بند ګانو
که غواړې تا وبښی الله
ښه کوه د خدای له خلکو سره)
***
وایي يو مظلوم په لاری له ځان سره ويل :
نه هر که قوّت بازوی منصبی دارد
به سلطنت بخورد مال مردمان به گزاف
توان به حلق فرو بردن استخوان درشت
ولی شکم بدرد چون بگيرد اندر ناف
نماند ستمکار بد روزگار
بماند برو لعنت پايدار
(نه هرڅوک لری دمټو زور،یا واک
پاچاهان خوری د خلکو مالونه زیات
اسانه دی خوړل د غټ هډوکي
ولې نس يې پرې شي چې د نو شی لاندې نوکي
نه پاته کیږی د ظالیم بد کار
تل لعنت به پرې کوی خلک بیشمار)
***
يو پاچا ناروغ شو حکیمانو ورته وويل :
د دې درد درملنه بيله دی چې د يو انسان زهر ه چول په سترګو ونه وينې نشته
درباریانو ديو هلک پلار او مور ته ډير شته ورکړه اوکازي هم د پاچا د ژوند لپاره د هغه د وژلو فتوا ورکړه
کله چې جلاد غوښتل د هغه هلک سر پرې کړې. هغه په ناهيلي اسمان ته وکتله او موسکی شو
پاچا ترې وپوښتل : په د ی وخت کې ولې خاندې؟
هغه ځواب ورکړ:
د زامنو ناز په ميندواو پلرو وي او دعوا کازي ته يوسي او داد د پاچا وغواړي
اوس پلار او مور د مال په خاطر ما وژني او کازي دوژني امر ورکړ او پاچا خپله سلامتيا زما په وژنه کې ويني نو بېله خدایه بله پناه نه وينم
پیش که بر آورم ز دستت فرياد
هم پیش تو از دست تو گر خواهم داد
(چا ته ستا د لاسه وکړم فرياد
ستا مخی ته ستا دلاسه له چا وغواړم انصاف )
د پاچا سترګې له اوښکو ډکي شوې او ویي ويل:
«د بې ګناه وينو له تويدو نه ښه دا ده زه مړ شم ».
پاچا دهغه هلک سترګې يې مچ کړی او ډير مال يې هغه ته وبښی او ازاد یي کړی
وایی هغه ته په هغه اوونۍ کې خداي (ج) شفا ورکړه.
همچنان در فکر آن بيتم که گفت
پيل بانی بر لب دريای نيل
زير پايت گر بدانی حال مور
همچو حال تست زير پای پيل
(دهغه شعر په سوچ کې یم چې وايي
پيلو ان د نيل د سيند پر غاړه
که د پښو لاندې ميږي په حال پوه شي
دهغه حال دی د پيل د پښو لاندژ د ميږي )