دتقاعد یوه ورځ

یکشنبه، د کب ۴، د فبرورۍ ۲۲
دسهار ۴ بجې
اول سبناری:
د غوښت په لویوالي دل شوي دانې دي ، دوی ورته فلاکس سیډز وايي. ددې سره مې دل شوي  اوټس،( زما په  دعوه ګیرې ډکشنرۍ کې، اتمان صیب د سارایي وربشو انډول ورته جوړ کړ) ګډ کړل ، د هغو شودو سره  مې په کا سه کې ورواچول چې دوه فیصده غوړ لري( نورغوړي یې ترې زنځولي چې کو لسترول زیات نشي) د خوند دپاره مې د څلورو مټکو( چارمغزو)  چغزي هم ورسره ولړل. یو ډول بوره چې سپلنډا یې بولي، د شکرې  دناروغۍ مخه نیسي، د هغې څلور واړه ، د ګو تمو په اندازه پاکټونه مې ور ودوړول. په لرګیني  کا چو غې مې ( چې قسم قسم رنګین انځورونه لري، دازبکستا نه چا ر ا استولې) برید پرې خښ کړ. برق شته خو زماد سهارخړه کۍ رڼا خو ښېږي . نه، دا د کبل نه، بلکه دماشومتوب په یاد زما خوښېږي چې مور به مې په تیاره کې لره بره کېده و ابا ته به یې داودا سه کوزه د چرګۍ د نغري له خوګلن(خوږلن) را ایسته، دسهار په خړه کې به مې ابا په پشهاري لمونځ کاوه، او کله به خفیه لمونځ ترې جهر شو.
څلورنیمې بجې: د چایو د ترموز سره دویم پوړ، د کار  او کمپیوترخونې ته وختلم. اوس  د هلکتوب سهارو نه، نه و چې همداسې نا ولی مخ د خپلو لو مو ګشت ته تلم چې د شپې ورکې کوم مړز نه وي نښتی.اوس نو د ولاړې نه بلکه د ناستي ښکار و. خپل ایمېلو نه مې و کتل، ټول تجارتي اعلا نونه  و، یو نیم چې د کوم آشنا له لوري و، هغه هم په پوست کې پا ک نه و، ملګرو کله یوه ،کله بل سایټ ته ور بللم، پو هېدم چې ټول هما غه امپریالستي  اعلا نو نه دي چې دخلقي یارانو غوني ورته زږه و خو اوس هم زه هم مې یاران په کې نښتي یو. ټول مې ډیلیټ کړل. چېټ را ته سترګک وا هه. کاروان صیب و، .پوست پوست را ته لګیاو چې څنګه یې، کارونه څنګه دي،کله راځې. دخدای حکمت و، لکه چې کابل کې برق لاړ که انټرنېټ شلخی و، سړی تری تم شو. یو بل نذیر جان وچې دکابل د حالاتو یې را ته وویل خو په دې خبر نه و چې کرزي او دمسعود ورور سره کپلي دي. نذیر له کور نه کوشش و کړچې د کمپیو تر په تلفون را سره و غږېږي . چندان یې په خبرو سم پوه نه شوم خو زړه کې مې ویل، افتتاح یې هم غنیمت دی، هر څو مره چې پښتا نه د کمپویتر ډېر چلونه یاد کړي  هما غومره ولس او ځا نته ګټه رسوي، فرق نه کوي چې یو نیم نا کاره سایټونه هم ورکې ویني.
د سهار پنځه بجې
دویم سبناری:
یوه دانه چکو تره ( لویه نارنج وزمه، ژېړه مېوه)، یوه جوړه ډبل روټۍ چې په ماشین کې مې ټوسټ (وریته)کړه، د سټرا بېري( پاړسک یې توت زمیني بولي) د مربا سره،مې په تادۍ و نغرل . په یو ګیلاس شنو چا یو مې پرېمینځل.
شپږبجې :
وړین کمیس، نورستاني خولۍ( چې ډېرکله یارانو د مسعود خولۍ بلله ، ملامتولم یې)، دریشي کړی، بهر ووتلم ، مو ټر مې چالان کړ. څه شېبه لر بر شوم چې ماشین تود شي( غږ یې د خره د نړا نه د پېشوخرهاري ته را کوز شي) و بیا نو پنځه میله لرې د میرویس کورته لاړم. دغسې لارې خو په وړکتا به کې ما د اونۍ شپږ ورځې ، د ښوونځي په تګ را تګ وهلې.اوس هم کله وایم چې پلی ورروان شم خو دا نا مرده پښې نا غېړي کوي.کله لا وایم جوړوم چې امریکا کې امنیت نشته ، په کوم پوډری وا نه وړم، خو زړه را پورې خا ندي چې ها ها ها، اوس ځانته هم درواغ ویې!هر بنیادم زړېږی، چې د شپېتو شي، د ویشتو شی، ته خو لا د اویا نه اوړې او پښتانه ستا د پاره ځکه قا فیه نه لري چې ایله یو نیم به وي چې اویا ته ورسېږي ، که د نري رنځ نه بچ شي، د تربور نه یې رغېدن نشته که هغه هم نه وي نو بیا خو د طالب او القاعده سره یې ابدي وروري د جنت مرغۍ ورنه سازوي، او یا کلني پرېږده چې مرا هق شي مرګ یې مباح دی.
لر بر په لار کې پېشو لا نه ګرځېده،د يکشنبې په سهارامریکایان، ته وا په ابدي خوب وېده ديږ په نورو ورځو دوی د افغاني بزګرو نه هم لا وختي پا څثږي، مثلا د سهار په درونیمو بجواو نر هغه دی چې درتافیکي ؛ڼه ګوڼې نه مخکې خبل مو ټر کار ځای ته ورسوي، سبناری نه کوي، بس په کا غذي ګیلاس کې د مکدا نالد  یا سیون ایلیون( اوه- یوولس) کافي د موټر په ګړونج کېږدي، په لار کې غوړپونه ترې کوي. خو په یکشنبه ایله څاښت مهال را پاڅي، په ماړه نس کوریا رستوران کې سبناری او غرمنۍ دواړه سره ګډوي، برنچ ورته وايي، مانا برېکفاست او لنچ(سبناری او غرمنۍ). په دې ورځ  لکه چې ټوله امریکا نیمه پرچاوه  او غړنده وي.
دمیرویس د کور کړکۍ تیارې وې. زنګ مې و نه واهه، چې هلک دی وېده به وي د یکشنبې ورځ وه ، بیګا په دملګرو سره په بنډارو. یو څو نا آشنا ګاډي  یې هم د کا له مخې ته چو و. زما دا زوی لیونی که نه وي ،لیونغرتی خو ضرور دی. بس د هفتې په رخصتیو کې، شپه او ورځ د رفیقانو سره ورک وي.کله کله چې په جمعې لاړشي ، په دوشنبې د ښکار د ځنګله نه مخا مخ دفتر ته ځي. که هره اونۍ نه وي نو هفته تر مینځ یې خا مخا یوه غرڅه  په ټرک کې بار کړې راوړي چې زه او دی( هسې زه هم ځان ورسره شریکوم، ټول کار دی کوي) یې دګاراژ مخې ته ورسره د پوسته او ونډی کړو. مور یې وايي« لرې که زموږ دکورنه، دا ناولی شی» چې میرویس هر څه ورته وايي چې هما غلته یې ځنګله کې په تکبیر سره حلال کړی خو هغه وايي« ته به څه یې حلا لول به دې څه وي. زه دا مردار شی خپل کورکې نه پرېږدم ته لا غواړې چې فریزر کې یې و سا تم؟.» زما ملګري د میرویس نه سر ټکوي. ایمل پسرلی حو کا له دمخه را غلی و، میر ویس را ته زارۍ کولې چې  د ایمل مېلمه پالنه به دی کوي. یوه ورځ یې لکه چې چېرته بیولی و، ما ښام ایمل ګوښی را غی او قسم یې یاداوه چې نور په د میرویس سره قدم هم نه اخلي، درسته ورځ یې یبلې پښې ګر  ځولی و.
د میرویس کور د یوه تا لاو سره لنډ پروت دی. دا یو لوی ډنډ دی چې له یوې خوا اوبه ورته راځي او چې ډنډ ډک شي نو بله خوا ته تېرېږي ، خو ما یې سر او بر نه دی  موندلی، د میرویس د قراره په شپږو سا عتو کې سړی دوره پرې کولی شي. وایی کله چې د غرڅې د ښکار نه ستړی شي، نو دلته کبان نیسي ، یو ه وړه ماشین لرونکې بېړۍ یې هم د کورمخې ته په ارابو سپره ولاړه ده چې کله کله یې په خپل ټرک پسې تړي او چساپیک بې( د چساپیک په نا مه ستر جهیل کې ورباندې کبیان نیسي.
شپږ نیمې بجې:
باران د واورې سره، د ننګرهاریانو په وینا، پشم پشم را پرېوځي، ما میرویس وېده پرېښود او د ډنډ په غاړه د یوې ورستې ګرګې په ډډ کښېنا ستم. نور نو ډنډ کنګل نه و، د پسرلي نری بړاس تر خوت. د باران څا څکو د ډنډ رڼو او بو کې بوړبوکۍ جوړولې.هما غلته د حمزه په یو څو غزلو کې د «بوړبوکۍ» استعمال را یاد شو، لکه چې هغه ګردباد ته دا توری کاراوه.
نورستاني خولۍ مې په سررا کوړۍ کړه او افغانستان را یاد شو. دا څه چل دی چې دا میرات مړی نوم په هېڅ خبره رایا دیږي. لکه حکمتیار چې د مسعود نه سر ټکاوه ،ویل یې چې که جنګ په لوګر کې وي هم خبر یال وایی چې د لوګر ماد آغه کې، چې د پنجشېرجنوب ته په دوه سوه میلۍ کې پروت دی جنګ وشو. هغه ورځ په یوه جومات کې فاتحه وه. قاري لکه د هرې فاتحې په شان په ، فانصرنا علی القوم الکافرین ختمه کړه خو یوه پښتون ور غږ کړ چې ملا صیب د عا وکه چې زموږ افغانستانګی دې هم خدای آزاد او آباد کي. افغانستان  زما او ودې شي چې د ټولو یا زیاترو  افغانانو د   پوزې پېزوان، د غاړې غور ګرزېدلی . لکه له پېړیو را هیسې چې سرګردان یهودي بل ویني، د خدای پامانۍ په وخت وایی« کال ته به بیت المقدس کې سره وینو» زما فکر او تخیل آرام ته نه پرېږدي.
سپین چکي سمندري مارغان ټیټ ټیټ الوزي ، دلته هلته یې مشوکې په او بو کې ټونګه وهي، بیا بېرت او چتېږي، لکه چې واړه کبان نیسي. ډېره شېبه همدا مر غان څارم ، او داسې ښکاري چې غیر له دغو بې غږ او غوږه الوتنو بل شی حرکت نه کوي، خو نا څا په درې هېلۍ شغنده تېرې شيي. ولې درې، دا خو باید جوړه واي، په همدې چرت کې   وم چې  ، یوبل  قسم برګ ما رغه د اوبو په سر څښنده تېرشو. زه یې نه پېژنم خو د هېلۍ نه وړوکی او خړ و. د ډنډ په سم مینځ کې څو ډاکې درېدلې وې چې فکر کوم د اوبو د زورواأي د اندازه کول د پاره دي. په یوې باندې یې یو تور، اوږد لینګی، اوږد غاړی مرغه په یوه پښه نېغ ولاړ، تیار پنجابی ملاو چې درګرده یې ښۍ او کیڼ لور ته سلامو نه ګرځول . لکه چې دا هماغه د وطن د ډنډونو ډینګ و چې ما د سالنګ دسر په ډنډ کې لېدلی و.د چاپېریال آرامۍ
 بیا خپلو زړو آشنا چرتو نو ته ورښکلم چې پاس د بتو یوګڼ سېل په کړاغ کړاغ د ډنډ په اوږدو الوتّو او کوز د ځنګله په یوه پنا ځای کې لکه چې په اوبو کې کښېناست. (سېل کښېناست که بتې کښېناستې؟ مو لینا حفیظ الله  به چې موږ پښتو ټولنه کې پشې شا، مولانا چرمښکۍ باله ویل چې مذکر تر مو نث نه مرجح دی نو که سره یوځای شي اعتبار مذکر لره دی. ښځې که یو لښکر وي ، خو چې یو نارینه ورسره وي نو په جمع کې مذ‌کر راځي او وایو چې په ډله را غلل).
بیا کراري وه، بس بوړ بوکۍ  وې چې جوړېدې او سمندري مار غان و چې پاسته پاسته لکه بڼکه د ډنډ په سر  ښویېدل. چې ما غزه مې بیا د لټۍ ژۍ ته نژدې شو، خو بجن شوم، دا ځل د شمه تورو یو بېدرکه ستر سېل په چغو  په ډنډ را شېوه شو . زه فکر کوم چې که لمر وای نو رنګینو وزرو نو به یې  هوا کې غزونې کړې وای ، تور، په  کې چڼیا، زرغون . د خدای قدرت دی چې دا ښکلوکې شمه تورې چې وولې، بیا یې رنګو نه ورک ، د مړز په شان خړه کی شی ترې جوړ شي. دا حکمت  د اوړي د شپو په اور اوره کي ، یا داور چینجي کې هم وینو چې یو ځل سا ترې لاړه شي بیا رڼا نه کوي.زه ځان همداسې وینم. الهام په وطن کې په سیا لانو کې شمار سړی و، چې دلته و مړ نو په ډېرو خواریو او د ورځو ورځو د تېرېدو وروسته  مو ایله وطن ته د دده د تا بوت د وړلو بند وبست وکړای شو. مو لوي عبدالوکیل صٌدا قت هم د خپل وخت یوه کله وه. چې په روغتون کې ومړ دوه هفتې یې په کنګل خو نه کې ایښی و، خپلوان یې لا درکه و. حبیب تږی هم همداسې در واخله( دهغه کیسه مې پخوا لیکلې ده)
پوهېدم چې پسرلی را کولېدلی دی، کوز د ځنګله مځکه د پښو لاندې لکه ربړ ډډّ لګېده، چې روانېدم د پښو پل مې د اوبو ډنډ و. زه د آره کلیوال بزګر یم، په موږ لس ورځې د مخه پسرلی کېږي. یو قسم د خیشتې خاورې بوی را ته. ونې لاوېدې وې خو د ځینو ونو د څانګو زخې را پړسېدلې وې. نه واوره سړه لګېده ، نه باران.
۱۲ بجې:
خیشت پیشت د میرویس کور ته را په څټ شوم. ما ویل اوس یې نو اک ناک را ویښوم، خو که ګورم نه دده موټر و نه یې د مېلمنو.دا لیونی زوی بیا په دې حال را باندې ګران هم دی. یو څه په لېونتوب کې سره شریک یو. په ده هم بېدرکه ګران یم. دمور یې رخه راځي او راته وایي« خدای دې د تا او میرویس سره نه د چا کور کړي نه کلی. په تا باندې تر ما بهیر ګران دی او په میرویس غرڅه. تل پېغور را کوي چې هېڅ ملګری دې روغ نه دی: یو کل دی، بل کور( تکل –ټګور) یو کاڼی دی بل مجبور، بل رنځور دی که انځورو یو کاروان بل څاروان خو ته ګرم نه یې ، د شپا نه نه ( دلته ورنه قافیه تل خرابېږي ) ښادي حرامه.
چې کورته راغلم، د غرمې مړۍ تیاره وه ، په بیړه مې وخوړه او دالیکنه مې پیل کړه. د شپې لس نیمې دي ، همدا اوس تابیه نیسم چې د کمپیو ټر تڼۍ ته کړچ ورکړم، د خوب خونې ته لاړ شم.
پرخ پرخ واوره ورېږي،