
په دې ورځو کې د
ولسمشریزو ټاکنو خبرې ډېرې ګرمې دي، هغه که په تلویزون، رادیو، اخبار، جماتونو او
یا په پتاوو کې اورې ټول همدې ته سترګې په لاره دی چې څوک به ټاکل کېږي او پردوی
باندې به څه کوي؟
زما یو ملګری یو
لوړ پوړی چاوراکی دی، کله نا کله زه ورسره کېنم نو دی همېشه په نورو ولایتونو کې د
ځمکو په رانیولو پسې ګرځي، ما ورته وویل چې ددې پټ راز راته ووایي، دی وايي چې که
په بانکونو کې پیسې واچوم کېدای شي، هلته یې هم څوک تعقیب کاندي او که په خپل
ولایت کې ځمکه واخلم نو بیا هم کېدای شي څوک خبر ترېنه ولري، غواړم همدا اوس پیسې
ټولې کړم، او کله چې بل ولسمشر راغی او زه یې له دندې څخه لرې کړم، نو ځمکه به
خرڅه کړم او په بهر کې به ځان له یو ښه ژوند جوړ کړم.
له دې څخه تاسې
زموږ د لوستو خلکو چې اوس په لوړو څوکیو باندې کار کوی د هېواد پالنې او هېواد سره
د مینې کچه لږولی شئ!
په هر صورت دا یو
عادي شخص نه وه چې د خپل راتلونکي په اړه دومره بې باوره ښکارېده، هر یو په دې هڅه
کې دی چې تر خپله وس پورې هېواد چور کړي ګټې یې بهر ته یوسي او د ځان لپاره یو ښه
ژوند جوړ کړي، موږ چې خپله داسې کړه وړه لرو نه له بهرنیانو نه به د څه هیله لرو؟
د تېرو دولس کالو فرصتونه چې افغانانو ته برابر شول او لا هم یو څه دروازه د دوي
پرمخ خلاصه ده، دا زمینې ډېرو کمو ټولنو لاس ته ورځي، خو بد بختانه موږ په هغه ډول
استفاده ورځینې ونه کړه لکه څنګه چې لازمه وه.
په هر صورت اوس چې
بیا د افغانانو ته یو بل طلايي جانس لاسته ورغلی، بیا هم زیاتره لوستي کسان ملي
ګټې د شخصي ګټو قرباني کوي، غواړي په هر ډول چې وي د خلکو زهنیت ته تغیر ورکړی په
کوم ډول چې د دوی شخصي ګټې ورپکښې خوندي پاتې کېدای شي.
کله نا کله فېسبوک
ته سر وښکاره کوم، هر ځای په خبر پوه خلک وینم چې د یو او بل د وزرونو لاندې یې
پنا اخیستې وي، او هغه لپاره یې خپل وجدان، دین، ایمان، رسم او رواج هرڅه له پښولاندې کړي وي، دا البته ټول
هغه کسان دي چې زه یې له نژدې پېژنم پوهنتونونه یې ویلي دي، له ډېره درده د هېواد په حال باندې خندا راشي چې دی د لوستو
کسانو په تمه دی، چې ګوندې یو څه به ترې جوړ شي او د ده په زخمونو باندې به پټۍ
ولګوي، دا سمه ده چې د پوهنې وزارت په خپل تعلیمي نصاب کې له هېواد سره د مینې په
اړه غواړی کوم مضمون اضافه کړي، خو فکر نه کوم چې کومې پایلې دې ولري، ځکه دې
پوهنتونکیانو ته چې ګورم، نو ټول غواړي د یوه ټوپکي د سیوري لاندې خپل قلم وچلوي،
هر څه یو تدریجي حالت لري موږ یو په یو له دې لعنتي نوم څخه (ټوپک) ځان نشو
خلاصولی خو دومره کولی شو چې حیثیت یې یو څه یې راټېټ کړو.
د ولسمشرۍ په
ټاکنو کې له اشرف غني وروسته عبدالله عبدالله ځای لري، او کرزی هم غواړي چې تاریخ
کې یې نوم په روښانه کرښو ولیکل شي نو له همدې امله غواړي یو داسې څوک رامنځ ته
کړي چې په ده او دده په دورې باندې شکر وباسئ.
ټولو هغو ځوانا نو
ته چې د خپلو شخصي ګټو په نظر کې نیولو سره غواړي افغانستان بیا د یوې ولويې
بربادۍ په لور بوځي لرم نور له دې کار نه لاس په سر شي، که نو نه شرمېږي اقلا له
خپل وجدان سره مو پرېکړه وکړئ، چې په تېرکې دې ټوپکیانو بدون له دې نه چې زموږ
مورګانې یې رابورې کړي دي، نور څه لاسته راوړنه لري؟
موږ کدرونه لرو،
داسې خبره نه ده چې بدون له ټوپکیانو نه نور څوک نشته، زموږ له پوهانو نه په
نړیواله سویه کار اخیستل کېږي، د سوريې منځني ختیځ په بحران کې د دوی له نظریو نه
کار اخیستل کېږي، د روسیې د اقتصادی سیستم فعالونکي بلل کېږي، د مسؤولیتونو انتقال
یې په کوم ډول چې لازم وه په هماغه ډول سرته ورساوه، دا سمه ده چې ده زموږ قاتل
خپل مرستیال ټاکلی ده، خو دا هم یاد لرئ چې پر موږ باندې هېچا هم زړه خوږی نه ده
کړی د هر یو چې هر څومره لاس رسېدلی ده هماغومره نا دودې یې سرته رسولي دي، چې د
مجاهدینو خپل منځي جنګونه یې بېلګه یادولی شو، چې زما د استاد په قول یو میاشت یو
نوی زېږدلی ماشوم چې مور یې ورته په خپله پوسته کې وژلې وه په ونه کې يې ځړولی وه(البته دا د هغه د
سترګولیدلی حال وه) او دا هم مه له یاده باسئ چې داسې کسان شته چې وايي زه دې ته
ضرورت نه لرم چې بښنه وغواړم او که چېرې دا توپکسالار نه وي نو تاسې پوهېږئ چې د
نوي حکومت لپاره شمالي ټلواله یو ستر سرخوږی جوړولی شي.
نو قدرمنو!
په دې وخت کې تاسې د کومې معجزې تمه مه لری داسې کوم څوک فکر نه کوم چې له اسمانه
ر ا ولوېږي چې زموږ او ستاسې ولسمشر دې شي او موږ دې له دې بحران څخه راوباسي، یو
داسې ولسمشر لپاره کمپاین وکړئ چې زموږ هېواد له سیاسي او اقتصادی بې ثباتۍ څخه
وژغوري، د ځوانانو د لارې مشال وګرځي او زموږ ویاړلی تاریخ بېرته راژوندي او له
سیالانو سره مو سیال کړي.
د خوشال قدر که اوس په هېچا نشته
پس له مرګه به یې یاد کا ډېر عالم
د یوه لوی ودان او په خپلو پښو ولاړ سوکاله افغانستان په هیله
نوراغا صدیق زی
۲۰۱۳ اکتوبر ۲۸