په افغانستان کی د يوې نوي سلطنتي کورنۍ دور


لکه څرنګه چی معلومه ده په افغانستان کی شاهی نظام ته سردار محمد داود خان د پای ټکی کښیښود، خو  ددی  خاندانی حکومت یوازی نوم بدل شوی وه او په اصل کی بیا هم د سردارانو د کورنی حکومت د دکتاتوری په بڼه کی دوام درلود، که څه هم دا خاندانی حکومت د غویی د ۷ (کودتا/انقلاب) په وجه له منځه ولاړ خو د مونوکرات او دکتاتور نظام لړی د طالبانو د حکومت تر پایه راوغزیده.
د امریکا پر مشری د ایتلافی قواوو له راتلو سره سم ښاغلی کرزی د موقتی اداری ریس تعین شو او د افغانستان د جمهوری ریاست په ټولټاکنو کی یی د ۵۵٪ رایو په لرلو سره ولسمشریزی ټاکنی وګټلی ښایی چی دا ټاکنی یی د خلکو په رایه ګټلی وی خو د ولسمشریزو ټاکنو په دوهم دور کی یی یوځل بیا ځان نوماند کړ او د هری لازمی وسیلی څخه یی د ولسمشیزو ټاکنو د ګټلو لپاره استفاده وشوه او انډول یی په خپله ګټه تغیر کړ. که څه هم په لومړی پړاو کی ګټونکی نه وه خو په دوهم پړاو کی  د ښاغلی ډاکتر عبدالله له تیریدو سره سم یی د قدرت پر تخت خیټه واچوله.
په دی ۱۲ کلنه دوره کی دومره فساد وشو چی د افغانستان په تاریخ یی بیلګه نه لیدل کیږی او دا به ډیره کمزوره خبره وی چی ووایو خپله ولسمشریا دده کورنی په دی فساد کی شریک نه وی.
 د خپلو ګټو د خوندیتوب او دوام لپاره باید اوس داسی هلی ځلی روانی شی چی داسی یو کس ته قدرت وسپارل شی چی د تیرو کلو په فساد کی شریک وی ترڅو د ټولو فاسدانو ګټی خوندی پاتی شی.
د ښاغلی ریس جمهور لپاره ترټولو د اعتبار وړ کس به د هغه ورور وی او ترهغه بریده چی د هغه ورور د سیاست په الفبا هم نه پوهیږی نو قدرت بیا هم کرزی صاحب ته پاتی دی او هرقسم یی چی ډنګوی ډنګولی یی شی. او تر ټولو مهمه دا چی د یوه مستبد نظام جوړولو هلی ځلی روانی دی تر څو سیاسی قدرت یوی ځانګړی کورنی کی محدود شی.
او د کلو په تیریدو سره به حکومت دکتاتوری شی  او د تاریخ په فصلو کی یو بل فصل د کرزیود دور  په نامه اضافه شی او تر هغه بریده چی تجربی ثابته کړی په افغانستان کی هرڅه افراطی وی که کمیونیزم  وه که اسلامی دوران وه او که بیا دا نننی ډیموکراسی ټول یی افراطی پاتی شوی. نو دا نوی استبدادی نظام به په افغانستان کی افراطی وی.
خو د یوه سیاستمدار خبره هیڅکله مه هیروی چی ویلی یی وه \"د خلکو زور د خدای زور دی\". که زمونږ ملت واقعا له خپلی خاوری سره او خپل ځان سره مخلص وی نو هیڅ څوک به د دوی رایه بی ارزښته نکړی او هیڅ څوک به ونه شی کولای چی د یوه ځانګړی کس په ګټه چاته صندوقونه ډک کړی.
د شهید سید قطب خبره په یاد ساتی \"ترڅو چی په یوه ملت کی سیاسی شعور را پیدا نشی هغه ملت تباه دی\".
د یوه آزاده،آباده او سرلوړی افغانستان په هیله
لیکوال: محمد عمر آرین