
ليکوال: صمدخان غر
samadkhanghar@gmail.com
په ټول هيواد کې
تر حکومته طالبان په تبليغاتي برخه کې ډير مخکې دي، په کابل کې هم په هغو سيمو کې
چې نوې نوې پراخې شوي دي، طالبان يو ډول کوښښ کوي څو خپل ذهنيت په خلکو کې خپور
کړي.
د لوی اختر په
لومړۍ ورځ د احمدشاه بابا مينې سره نيږدې د سيدجمال الدين افغان په مېنه کې يو جومات
ته د لمانځه لپاره ولاړم، ډير نور ملګري هم راسره و، په جومات کې ملا د قربانی په
مسايلو ډيرې ښې خبرې وکړې او ډيرو خلکو ورته پوره غږ نيولی و، خو تر پایه خبرې
داسې نه وې، لمونځ وشو او ملا په دعا پيل وکړ، په دعا کې ملا يو دم په ژړا شو او ويي ويل: ټاکنې هم را روانې
دي........ له دې خبرې سره ملا سم د ملا د ژړا آواز نور هم پورته شو او په لوډ
سپيکر کې يي په ډيرو واوراوو.
زما هم زړه ښه شو
چې ملا به اوس په ژړا کې له خلکو غوښتنه
وکړي چې کارتونه دې واخلي، رايي دې ورکړې، خپل راتلونکی دې وټاکي خو کيسه
داسې نه وه بلکه ملا يو دم چې سختې اوښکې يي له سترګو روانې وې او په وينا کې يي
مکارتيا له ورايه ښکاريده وويل: ټاکنې را روانې دي او بيا به را باندې صليبیان
مسلط شي................ يا الله ته مو له دې سرو کفارو او دوی له مزدورانو خلاص
کړې.
دې خبرو مې يو ډول
پام ملا ته را واړاوو، تر لمانځه وروسته مې ملا ګوښې ته کړ او ورته مې وويل:
ملاصيب رايه ته نه ورکوې، ځان ته نه نوماند کوې، روغ سړک او پل ته نه پريږدې، په
سړيتوب ته نه پوهيږې، کار ته نه کوې، خو خلک څه وکړي، رايه ورنکړي، خپل راتلونکې
ونه ټاکي ته چې رايه نه ورکوې، د هيواد فکر درسره نشته دی د خلکو ذهنيت خو مه
خرابوه.
خو ملا يوازې همدا
ويل چې د خدای له لويي ورځې وډار شه نور ځواب ورسره نه و. ما ډير ورته وويل چې د
خدای په لويه ورځ به له هغه چې رايه ورکوي، خپله راتلونکې ټاکې له کومې سزا سره مخ
شي ځواب يي ورسره نه و نور زه هم چپ شوم خو سخت مې ورته اعصاب خراب شوي و.
زموږ په سيمه کې
په هر کور باندې د مياشتې يو نيم سل افغانۍ کيښودل شوي دي چې ملا ته به يي ورکوي
او ملا به ماشومانو ته درس وايي، خو په تیرو څو کلونو کې جومات ته زموږ ماشومان د
څو دقيقو لپاره او تر اوسه يي يوازې لمونځ هم نه دی زده کړی.
په دې سيمه کې چې
ډيری اوسيدونکي يي له نورو ولايتونو راغلي دي ډيری د رډو سترګو ځوانان، اوږدې څڼې
لرونکي ببر سری او د طالبانو ترانې اوريدونکي پکې تر سترګو کيږي، دلته په لويه
لاره کې ولاړ پوليس کله هم کوڅې ته نه دي را کوز شوي، د جوماتو وزارت يانې حج او
اوقاف کله هم دې سیمې ته نه راځې څو جوماتونه وڅاري چې دلته شته ملايان څوک دي، څه
کوي او څه وايي.
په ياده سيمه کې
چي کله هم واده يا بله خوشالي وي په هر کور کې شته وسلې دومره پکې ډزول کيږي چې تر
سهاره ما غوندې له ډزو را تښتيدلي خلک خوب ته نه پريږدې او بیرته مو د خپلو سيمو
يادونه پرې را تازه شي، شته پوليس چارواکي چې په دې سيمو کې يي کورونه دي يوازې ځي
راځي او نور څه نشته.
بله ډيره د
حيرانتيا خبره خو يي لا داده چې شته چارواکي د دې ځای په کوڅو کې دولتي موټر ځغلوي
او خپلو ماشومانو ته موټر ور زده کوي، په دولتي موټرو کې لرګي راوړل، خاورې پکې
ويستل، پخې خښتې او ريګ پکې را بارول، د جنراټور لپاره له رينجرو د تيلو غلا بله
هغه ستونزه ده چې ما رنګي يي يوازې ننداره کوي.
زه چې دا ډير وخت
وينم او هر جومات ته د لمانځه لپاره ورځم ډير وارې د وسله والې مبارزې د بريا دعاوې
پکې اخيستل کيږي، يو ډول د خلکو جوړ او په کليواله کچه جوړ ذهنيت ډير لږ کار غواړي
او دا کار سر له اوسه شروع شوی دی او زه په دې ډاريږم چې د لمدو خټو لږې اوبو دارو
متل ته په کتو سره داسې نه وي چې دلته هم غميزه را منځ ته شي.
تر دې وړاندې به
مو پرون په ډيرو رسنيو کې اوريدلي وې چې طالبانو ټاکنې تحريم کړې دي او وايي چې
ياده پروسه به ګډه وډه کړي، د طالبانو د مجهول الهويت مشر په دې پيغام کې ويل شوي
دي چې په دې برخه کې بايد د جوماتونو امامان پوره رول ولوبوي چې زه په سیمه کې تر
پيغام مخکې د دې پروسې د تخريب شاهد يم او اندیښنه مې داده چې د دولت دا بې غوري،
د پوليسو د سړک د سر تلاشي به هرڅه ناسم لوري ته بوزي.
نن د عملې موټر ته
ولاړ مې په خپلو سترګو وليدل چې دلته د ملي اردو پر موټر چاودنه وشوه، ياده چاودنه
له لوی سړک څخه ډيره لرې نه وه بلکه له سړک سره نيږدې ماين ښخ شوی و او پر موټر
وچاوديد.
يو ځل بيا وايم که
پوليس کوڅو ته نه شي، په دې سيمه کې د ملي امنيت څار پياوړی نشي، او په سيمه کې
سيمه ايز خلک يو ډول له پوليسو سره مرسته ونکړي او پولیس هم د خبرتيا په صورت کې
ژر تر ژره ځانونه دې سيمې ته ونه رسوي له خاکجبار، چارآسياب او ډيرو نورو سرحدي
سيمو سره د دې سيمې د پولې لرلو له امله به د شته وضعيت له امله د غميزې وړاندوینه شونې وي.
په پای کې څو
وړانديزونه لرم هیله ده چې چارواکي پرې غوږ وګروي:
۱ـ دښمن په لويه
لاره کې ماين نه جوړوي بلکه په همداسې سیمو کې کورونه نيسي او هلته خپل کار کوي،
له ملي امنيت څخه غوښتنه کوم چې په دې سيمه کې خپل څارګر ډير کړي او څو تنو يوازې
د څو روپو معاش په بدل کې کولای شي دا سيمه يو ډول خوندي کړي.
۲ـ پولیس چې په
لارو کې ولاړ دي ښه به وي چې په کوڅو کې هم د شپې پټ وګرځي او په دې ډول ډاکه
مارانو د دوی د کومې وړاندې ډاکه واچوي.
۳ـ د حج له وزارت
څخه مې غوښتنه داده چې دلته شته امامان بايد تثبيت، رسمي ثبت کړي او د دې ډول
پارونکو ويناوو د کولو له امله ورته خبرداری ورکړي، کنه دا پروسه به نوره هم چټکه
شي، او دوی هره ورځ د خلکو کورونو ته د ذهنيت په ورکولو سره به خپل ځان ته لاره
پرانيزي.
۴ـ له اړوندې حوزې
مې غوښتنه داده چې د دې سيمې ټول اوسيدونکي بايد تثبيت شي، څوک، د کوم ځای، څه کار
کوي چيرې کار کوي، څوک ورکړه ډير ځي راځي او که چيرې مشکوک کس ويني بايد کور ته
پسې ورشي او پوښتنه وکړي چې ياد کس څوک دی.
دا څو وړانديزونه
هغه څه دي چې په ټولو دې ته ورته سيمو کې يي پلي کول کولای شي د ملکي وګړو ژوند
تامين کړي، هغه چې له جګړې کابل ته را تښتيدلي دي دوی ته د ساه اخيستو موکه ورکړي،
هغه چې ماشومان يی په ښونځي کې درس وايي دوی ته ډاډ ورکړي او هغه چې ښځينه يي په
ښونځيو کې ښونکې دي، يا په دولتي ادارو کې کار کوي د دې احساس ورکړي چې د دوی
ميرمنې کولای شي په خوندي ډول سره له کوره و وزي او بیرته په امن کې راشي.
خو په ټول کې د
شته جوماتونو څارنه او د ملايانو رسمي ثبت او دوی ته خبرداری ډير اړين دی، دا خبره
د دې لپاره نه کوم چې زه د جومات يا تبلیغ پر خلاف يم د دې لپاره يې کوم چې جومات
مو په عزت کې پاتې شي، سپکاوی يي ونشي او یو ډول ترې خلک زړ تورې نشي.