
اوس دا خبره له هیچا پټه نه ده چی په افغانستان د امریکا یرغل یوه د دروغو بهانه وه چی د ۱۱ د سیپتمبر د پیښی په پلمه یی په افغانستان یرغل وکړ ، د طالبانو اسلامي امارات یی وپرځاوه او افغان دوښمنه شمالي ټلواله چی د مرګ په تابوت کی یی د مرګ اخري سلګۍ وهلی یو ځل بیا د افغانستان په برخلیک حاکمه کړه.
که ۱۱ د سیپتمبر پیښی ته نظرواچول شي نومعلومه به شي چی دا حمله د عربو او مسلمانانو د علمي او تخنیکي استطاعت نه اوچته وه او نا ممکنه وه چه څو تنه عربان جټ طیارې په عالي مهارت سره له مسیر نه وګرځوي او په برجونو ئې اېغ نیغ برابرې کړي دا د ډېرو مجربو خلکو کار وه چه د امرېکې د استعماري هدفونو د پاره ئې دا کار وکړ ، چه د دې هدفونو په سر کښې د مسلمانانو تباه کول ، په پټرولي منابعو باندې حاکمیت لرل د عیسویت خپرول، د چین سره د ډېر احتمالي جنګ د پاره تیاري نیول ، په نادرو معدنونو باندې کامل تسلط لرل ، د افغانستان پر ژوند قبضه آچول چه د نام ون نګ خبرې پکښې نوي. قید او نظارت نه بهر په آزادۍ سره د افغانې جامعې فاسد ول، فاحشه خانې د خپلو لښکرو د رضا د پاره پرانیستل ؛ د اخلاقي اضمحلال په ذریعه ئې افغانستان جسدي تجزیې ته آماده کول
د نوي استعماردا پلان چی په ډیر تدبیر سره طرح شوی دی او هدف ئې د افغانستان د اصالت او هویت محو کول دی . دا ځکه چه افغانستان د تاريخ په اوږدو کښې د هر استعمار مخه نیولې او غربي استعمار د افغانستان په تاریخي دریځ ښه خبر دی نو ځکه غرب پخپل ګډ استعماري تړون کښې دې فیصلې ته رسیدلی چه هغه درې هیوادونه چه د غرب د استعمار پر ضد درېدلي ـ افغانستان، الجزائر او عراق ـ یا باید مهار کړی شي او یا محو شي . او پدې هم پوهیږي چه په خلاف د الجزائر او عراق ، افغانستان مهار کولو ته غاړه نږدي او د محو کولو نه پرته بله چاره نشته اویا افغانستان د اخلاقي اضمحلال په ذریعه جسدي تجزیې ته آماده کړي
دا هغه ګډ هدف وه چه ناټو او امريکا ورته چمتو شوي افغانستان ته راودانګل چی د افغان کور له اساس نه نسکور کړي
د سپټمبر د يوولسمې پی پیښی په باره کښې زښت زیات کتابونه لیکل شوي خو د ژوندي ضمیرخاوند ( آلان صابروسکی) چی د امریکې په عسکري او نورو مشهورو پوهنتونو کښې استاذ دی او یهودی هم دی ، او په ډېر شدت سره دا کار د اسرائیلو د جاسوسۍ د مؤسسې کار ګڼي او ډیر قوي اسناد او دلائل هم وړاندې کوی
که د افغانستان اوسنی حالت ته وګورو چی څرنګه اقلیتونه د خپلو بهرنیو حامیانو په مټ د افغانستان او افغاني هویت د له منځه وړلو او د افغانستان د مطلق اکثریت په ضد د ستراتیژیک تړون په نامه د بهرنیو هیوادونو په سفارت خونو کی نسکور ودريږي او هیڅ دشرم احساس نلري ،په ډیره بیړه دتړون دلاسلیک کیدا غواړي ولی چی همدا اقلیتونه د خارجي مداخلتګرو لخوا د طبعي ائتلافیانو په صفت پیژندل سوي دي. دا پښتون اکثریت دئ چي تل به هر یرغلګر ویره ځني احساسوي او په سیمه کي د ځان د بقاء لپاره به دپښتانه پایمالول خپله لمړنۍ دنده بولي.
اقلیتونه په دې پوهیږي چي کوم درانه امتیازات چي دوئ ته ورکړل سوي دي او ورکول کیږي هغه یوازي تر هغه وخته پوري به وي تر څو پوري چي امریکایان پښتنو ته د خپلو ستراتیژکو دښمنانو په سترګه ګوري او د پښتون سیمي د جګړې په اور کي سوزي.