ولې مره ور یې پسر لیه؟

 د انسانانو، څارویو، ځناورو، مرغانو او د نباتاتو خوابدي او زړه بدي لاڅه ان د دوی تر مینځ مې پخه دوښمني په سترګو لیدلې اوهره ورځ یې اورم او وینم چې سره یې داړي وژني او خوري یې پدې چې دوی ډېر سره نږدی او خوا په خوا کې ګډ اوسی. هو پسر لیه! لمر، سپوږمۍ او ستوري خوله موږ نه په میلیاردو کیلو متره لری واټن لري. هوا چې هره شېبه مو دماغ تازه ساتي او هره ثانیه یې حسه وو خو د انځر ګل په شان خپله ښکلې څېره نه راښیې، ته خو په کال کې یو ځل ځان راباندې تت وینې . دا دې! پوره یو باندی۳۱ کاله تیرشوه چې ته له موږ نه نفرت کوی. هاغه شېبه چې زموږ د وطن پولو ته رانږدې شی پوز دې کوږ نیسې په ښی یا کیڼ لوري مخ ګرځوی یا ځان دومره چاک کړی چې په یوګام زموږ له سره هاغه خوا تېرېږې. او یا واپس په شا ګرځی. ته باید پدی پوه شې چې موږ زښت زیات رند، چالاکه، سپین سترګي، منکر او تېري کونکی یو. خو د بې کسه بې وسه مظلوم او بېوزلو په وړاندی لیکن د زورور، شتمن او قوی په مقابل کې د تمې تر شېبو پورې ترموږ بل غوړه مال، مکار او پوره تابعدار نشته. د تا او تا ته ورته ښاغلو په مخ کې موږ خپل سر ټیټوالی ویاړ ګڼو. زه بیا هم وایم چې زموږ غوره او ځانګړی کمال او جوهر پدی کې دی چې خپله پړه او ملامتی د ځان پرځای په بل واچوو. د دې تر څنګ دا صفت هم لرو چې د زرورو د راخپلولو او ملګرتیا په موخه ان د هغوې ظلم، وحشت او بربریت په انسانیت لوی احسان بولو. زه چې هڅ او ګومان کوم موږ خو د تا په حضور کې هسی هسکه غاړه نده اوچته کړی چې ته پری ازار شوی یې او خدای مه کړه یا مو تا پسې بد، رد یا سپکې سپورې ویلي وی. نه پوهېږم چې په څه او ولې له موږ څخه مرور یاست. ښیه! دا چې مرور شوی یاست د خزان پر ځاې به دی ځای ناستی ژمې کړی وه. ژمي که موږ لوڅ لغړ پخپلو بې رحمو سړو او یخنیو کې غونج منج کولو، نو د واورو او بارانو په اوره ولو خو به یې له وژونکي تندی بچ کړي وای. لدی ښکاري چې مره ور نه بلکې سم سهي غلیم یې او سنګر دې نیولې. ژمی دې هم له ځان سره مل کړی هغه پر موږ ورښت درولې. د اوبو د نشتوالي لامله مو ځنګلونه، بڼونه وچ په بېدیا بدلی شوی او کروندې په دښتو. نور قاتلان موږ په چړو او وسلو وژني. خو ته مو په لوږه، تنده او په سوزنده لمر. قهر او غضب دې ینه دومره پړسولی چې زموږ په ګناه د هوا مرغان دسیندو او ډنډو کبان، په غرو ، رغو ځنګلو او کورو کې څاروي او ځناورو ته هم ورته سزا ورکوی. د نوي ژوند بښونکیه! ستا نوم پورې خو هیله، مینه، پخلاینه، وده او پرمختګ غوټه دی. له ځنګلونو، بڼونو، بوټو، ګلڅانګو او شنو فصلونو نه ښکلا لوټه ول اوعمر لنډول د خزان کاردی. ته خو د احساس، قوت او رڼا راوړونکې یې د تا په راتګ سره سملاسي ورځی اوږدې او شپې لنډیږي. د خوبونو وخت کم د کار او فعا لیت وخت زیاتیږي د تیارو او تورتم ځای رڼا ته ور پرېږدی. ولې د خزان کړنه دې وکړه او لا کوی یې؟ ای د ځمکې خلیفه: ته هم قاتل یې هم قاضی. هم یې کری او هم یې رېبې. واوره! په نړۍ کې د عدل او انصاف تله دوه پلې لري د دروغ او ریښتیا د ظالم او مظلوم د حق او ناحق د معلومولو لپاره د شاهین کوچنې او نرۍ ستنه شاهدي وایې. په دنیا کې د ټولنیز ژوند قانون حکم کوي څه اندازه متاع چې له چانه اخلې په بدل کې به څه ورکوې چې د انساني مینې او محبت د ځنځیر کړی ټینګې او د حیات ماشین په حرکت راشي. په وینا باندې عمل نکول داسې ده لکه بې ورښته ورېځ اسمان یا لکه په ځنځیر لوېدلي بایسکیل پېښې تاوول چې د پښو د ستړیا سربېره ذهن هم ستومانه کیږي. رښتیا به وایې پدې کور کې چې ژوند کوی دننه په انګړ کې کومه ثمر لرونکې یا بې ثمره نیالګی مو کښېنولی، څه شنه ګیاه او کوم شین بوټی دې کرلی د جومات د څاه په غاړه د کلي او بانډې د لارې ترڅنګ د کبرو ترخوا د هدیرې په چار چار پیر چې هره ورځ پدې ځایو کې ته او نور په لس ګونو او په سل ګونو خلک ښکته او پورته کیږي لاره وي او مسافر پرې تېریږي د ستړیا د کښېنولو او دمې په خاطر دې کله کوم نیاګی نهال کړی؟ که بل حق پېژندونکی غاړه خلاصه کړی وي تا کومه ورځ اوبه ورکړي؟ که دې په کور، کلي او سیمه کې څه ونې او بوټي کښینولي وای اوس به خړ دیوالونه په شنو پاڼو پټ، سپېره ځمکه زرغونه، سوزنده اودوړنه هوا به سړه او پاکه وه. مرغان او بلبلان به په کې ناست خوږې نغمې او سندرې به یې ویلې. ونو به هوا ته ګازات خوشې کول په فضآ کې به ترې ورېځې جوړېدې ژمي به در باندی پریمانه واورې او بارانونه وره ول. ما به هم په رنګینو وږمو اومستو بادنو د ونو څانګې نڅولې او بلاربه ولې. پنډک به مې ورسپړل چې نوې پاڼې او څانګې زرغونه کړي. ته هفته پام (فهم) کال پام لاڅه ان چې قرن پام هم نه یې. اوس خلک د سل کالو د را تلونکي د نوی تخنیک او هوسا ژوند ازموینې او تجروبې کوی خو ته د زرو کالو ازمایل شوی تجروبو نه همداګړی هم ښه استفاده نشې کوای. هوښیارانو ښه ویلي نور شرم صحرا ته با سی بې غیرت یې کورته راوړي . تا ۳۱ کاله پخوا لومړی ځل د ثور په ۷مه پخپل لاس پخپل کورکې د پردیو د خوښې لپاره د شب برات اور لوبه پیل کړه. په وچ او لمدو دې د اور بلې لمبې تازه وساتلې. دوهم ځل دې په ۸تم د ثور په بل شوی اور تیل وپاشل. د صر صه رهکۍ په شان دې اور هرلوري ته خپور کړ. دومره په نشه کې وی کوم مظلوم به چې د خپل عزت، آبرو او ژوندي پاتې کېدو په هیله څاه ته پناه یوړه هاغه به دې ورپسې ونړوله. یا که به یې شنو فصلو، د مېووباغو اوځنګلو کې ځان پټه وه. بیا به مو د خمار د کرختولو لپاره ټوله شنه سیمه د باروتو داور تومه کړل . په بغلان، سمنګان او بادغیس کې د پستې، په کنړ او نورستان کې د نښترو، په لویه پکتیاکې د څېړی او ارچې او جلغوز ځنګلونه مو آره کړل. هغه لرګي چې پڼد، ښوی او اوږده وه تختې مو ورنه جوړې د څو ټنګو لپاره مو په بهرنیانو وپلورلې. نور مو په اوسېدونکو باندې د تنرو د سره کولو لپاره د بوسو او خوشیو (سرګین) په بیه وپلورل. بیا مو د لاسو په تڼاکولو کندې وکندلې جرړې مو وایستلې چې دوباره شنې نشی. نور وګړي که یوه ونه غوڅه وی په بدل کی یې څلور، پنځه څانګې کښنوي د هغوی روزنه، پالنه، اوساتنه د ځان دنده بولي هغوی په درنښت راته ګوري. لومړي یو څه راکوی بیا مجبور یم چې مجرا یې ورکړم . تاسو د ورښت د جوړښت منبع او عامل د خپلو د څو شېبو د خوښیو په خاطر ایرې کړه. زما بلونکي (ځنګلونه او بڼونه) او پالونکې مو ووژل په حقیقت کې مو زما ځای پخپله خزان ته وسپاره. پاې محمد نقیب بلجیم ۲۰۰۹/۳/۷ عزتمند بزګر صیب ! لورېنې او پېرزوېنې مې ومنه. څښتن تعالی مو له درنې کورنې سره تر ډېره،ډېره روغ رمټ اوبریالي لره . وروره ،ما د لیکني په لومړۍ کرښه کې د حیواناتو د یادولو تر څنګ د نباتاتو یادونه هم کړی نه پوهېږم چې د پوهنې له وجې سره اړخ خوري اوکنه .هیله ده چې د غلطي په صورت کې یې اصلاح کړی . په درناوې.