غــــــــــزل

کلــه کلـــه ديــــادونه پام ته را شــــــي
 بعدادی غوندې کوتره بام ته راشــي

چی ګورم به چک چکو مې زړګـــی شي
سيل تری ولاړشی دی زما سلام ته راشي

په ښا يست کې يې حکمت دلوی ذات دی
کافــر زړه ورتــه دستــــي په اســــلام راشي

زه چې غواړم مخامخ يې صفت وکـــــړم
ډيرتر وروسته می زبان په کلام راشي

چی دستا دښکلي مخ په ديدن موړ شي
مجنون تللی وي خو بيرته امام راشي

او چی ورياده يو ناڅاپه ليونی شي
پښتون زړه احمده هم په سلام راشي

         احمد پښتون  اديسه