د نفوذ قانون-دويمه برخه

 ل. جان سي مکسویل
ژ: روکیان

ریښتونی مشر څوک دی؟
زه د نفوذ په قانون په ریښتوني مانا سره هغه وخت پوه شولم کله مې چې د انډیانا په یوې کلیوالې کلیسا کې دنده واخیستله. زه له خپلو ټولو اسنادو سره کلیسا ته تللی وم. دلته یې ما ته د کلیسا د مشر ملا په توګه دنده راوسپارله. د پوهنتون سند هم را سره و. د مشر ملا په توګه دنده را کول هغه څه وو چې زما له شخصیت او په رهبرۍ کې یې زما له بودن سره لا مرسته کوله. پلار مې هم د کلیسا مشر ملا تیر شوی و. له هغه مې هم ځینې زده کړې اخیستې وې چې دا کار هم زما لپاره یو کریډټ ګڼل کیده. زما سي وي ښکلې وه خو زه رهبر نه وم. اصلي رهبر یو بل څوک و چې زه به یې کیسه درته په E.F.Hutton کې وکړم.
درې کاله وروسته ما د رهبرۍ مقام ترلاسه کړ ځکه زه پوه شولم چې د رهبرۍ اخیستل سخت او جدي کار ته اړتیا لري. مولا مې وتړله او د نفوذ ترلاسه کولو لپاره مې کار پیل کړ.
 
رهبري عبارت دې له ...
رهبري نفوذ ته ویل کیږي  او بس! کله چې ته زما په څیر د رهبرانو شاګرد شې نو بیا د خپلو شاوخوا کسانو د نفوذ کچه درته مالومیږي. زه به یوه کیسه درته وکړم. په ۱۹۹۷ز کال کې زه د جورجیا انټلانټا ته لاړم. په همدې کال ډن ریوز د انټلانټا فالکن NFLمربي مقرر شو. زه ‌ډیر خوښ شولم ځکه ریوز یو لایق او وړ مُربي و. له یوې خوا یې په دې وروستیو کې د New York Giants د مربي په توګه لاسته راوړنې درلودې او له بل پلوه یې د Denver Brancosد سر مُربي په توګه هم نوم درلوده.
له ۱۹۸۲ز څخه تر ۱۹۹۲ز پورې یې د ۱-۷۹-۱۱۷ ښه ریکارډ هم جوړ کړی و.
د کال د NFL د مُربي لقب یې هم ګټلی دی. که څه هم په ډینور کې یې هم نوم او لاسته راوړنې درلودې خو بیا هم په ټیم کې له جان ایلوې (John Elway)او مایک شنهان (Mike Shanahan)سره په ستونزو کې لاس و ګریوان و. داسې ویل کیدل چې د ۱۹۸۹ز پرمهال به مایک او ایلوې د لوبو پرمهال د حملې او دفاع خپل ځانګړي پلانونه په لار اچول او د ریوز هیلو ته به يې ډیر پام نه کاوه. زه دا خبره نه منم خو مهمه هم نه ده ځکه که وی منم او یا نه خو خبرې حقیقت درلوده او د ډینور لپاره پلانونه، ددې باوجود چې ریوز لایق، وړ، نوموتی او مشهور و، پلانونه مایک جوړول!
زما دا خبره یو ځل بیا په ثبوت رسیږي چې رهبري تجربه، لیاقت، وړتیا، شایسته ګي او ... نه بلکې یوازې او یوازې نفوذ دی!
بې نفوذه رهبري:
زه د بیل هیبلز رهبرۍ ته د زړه له کومۍ درناوۍ لرم. بیل هیبلز د ویلو کریک کمیونیټي د کلیسا مشر ملا دی. د ویلو کریک کلیسا د ایلیونایز د برینګټن په جنوب کې پرته کلیسا دی چې په شمالي امریکا کې تر ټولو لویه کلیسا بلل کیږي.
بیل وایي چې دغه کلیسا په سیمه کې تر ټولو با نفوذه کلیسا ده خو سوداګر ددې خبرې په اوریدلو سره حیرانیږي. زما په باور د بیل خبره خورا ریښتیا ده. په داوطلبو او د رضاکارو په ادارو کې مقامي رهبري کوم اهمیت نه لري ځکه په دې ډول ادارو کې مشر کوم نفوذ نه لري. کله چې یو څوک نفوذ ونلري نو د هغه اغیزمنتیا به څه وي؟
په نورو ادارو کې خلک له مقامه کار اخلي او د خپل مقام څخه په استفادې خپل نفوذ غځوي.
په فوځي ادارو کې خو فوځیان د خپلو ستورو، رتبو په زور پخپلو لاس لاندې کسانو کارونه ترسره کوي.
په سوداګریزو ادارو کې مشران ځکه نفوذ لري چې د تنخواوو، رخصتیو، مقررۍ او برطرفۍ قدرت یې په لاس کې دی.
زیاتره پیروان په دې ادارو کې هغه وخت لا زیات همکار کیږي کله چې ددوی ګټې مطرح وي.
په داو طلبو ادارو کې دا ډول کارونه نشته. یوازینی شی چې په داو طلبو ادارو کې کار کولای شي او پایلې ورکوي هغه رهبري ده. Harry A. Overstreet  وایي: "د نفوذ اصلي موخه په کارونو کې د نورو ګډون ته هڅول دي!" په داوطلبو ادارو کې سړی نشي کولای چې پخپلو مامورینو فشار او یا هم زور وارد کړي ځکه چې هغوی ته تنخواه ورکول کیږي او نه هم کومه بله معاوضه. په دې ادارو کې یواځینی شی چې نور کار او د موخو لاسته راوړلو لپاره هڅوي هغه نفوذ دی!
"که غواړئ چې خپل خلک وپيژنئ چې د رهبرۍ وړتیاوې لري او کنه نو خپلې ټولنې ته د داوطلب په توګه یط ولیږئ.  که خلکو ورڅخه په سره صلیب، یونایټیډ وی شیلټر—United Way Shelter او په سیمه ایزه کلیسا کې پیروي وکړه نو پوه شه چې د رهبرۍ وړتیا لري" کله مې چې دغه خبره د ګاډو جوړولو کمپنیو ۱۵۰ اجراییوي رییسانو ته وکړله نو د تالار ټول ګروپونه روښانه شول او د رییسانو په څيرو کې یو ډول برښنا وځلیدله!
له قوماندانه تر سپاهي او له سپاهي تر ستر درستیزه!
زما هغه کیسه ډیره خوښیږي چې د ابراهم لینکن د رهبرۍ د نفوذ په اړه ده. په ۱۸۳۲ز کال کې، کلونه مخکې له دې چې لینکن د هیواد مشر شي، یوه ډله خلک راټول کړل ترڅو د تور باز په جګړې کې وجنګیږي. دغه مهال به چې هر چا خلک د جګړې لپاره په ځان راټولول نو په اتومات ډول به یې د فوځي مشر رتبه هم خپلوله او د هغوی سرلاری کیده به! ابراهم لینکن د خپلې ډلې جګړن غوره شوی و خو لینکن بیا د یوه جګړن په توګه یوه ستونزه درلوده او هغه دا چې نوموړي د یوه فوځي په توګه هیڅ تجربه نه درلوده او په هیڅ هم نه پوهیده. له ده به ډیر ساده فوځي پروسیجرونه هم هیریدل. یو ځلې یې غوښتل چې خپله ډله له دروازې وباسي او د باندې یې یوه میدان ته رهنمایي کړي خو هر څه ترې ګډوډ شول. ددې پیښې په اړه بیا لینکن وروسته ویلي وو:"زه په دې نه پوهیدم چې خپلې ډلې ته څنګه ووایم چې د دروازې په لوري یو د بل شا ته منظم ودریږي. خو کله چې دروازې ته نږدې شولم، خپلې ډلې ته مې وویل چې د دوو دقیقو لپاره موقوف یاست ترڅو ځانونه د دروازې په آبل پلو کې منظم کړئ."
په فوځ کې نورو خلکو وده کوله او مخ په پورته تلل خو لینکن ځای پر ځای ولاړ و. نور نو لینکن پوه شو چې په فوځ کې د مخکې تګ وړتیا نه لري، هماغه و چې په فوځ کې یې د سپاهي رتبه وغوښتله.
په فوځ کې له بې نومه شهرت څخه وروسته سړی د استازو کور ته لاړ (House of Representative). دلته د خپلو هڅو، منډو او کارونو له کبله په دې وتوانیده چې په یوه تکړه او فوق العاده شخصیت بدل شي.

 
زه به تاسو ته خپل د رهبرۍ یو متل تیر کړم: "هغه څوک چې بې له پیروانو رهبري کوي، هغه چا ته ورته وي چې یوازې قدم وهي!"


info@rokyan.com
- See more at: http://rokyan.com/the-law-of-influence-pashto2#sthash.fUf4XTQk.dpuf