اخترتېر شو، خو ياد به يې راسره تل ژوندی وي.

 اختر مو مبارک شه!
د روان لوی اختر په لومړۍ ورځ مې د ملي تلويزيون په خبرونو کې يو راپور وليد، چې پکې راغلي و (په ارګ کې د اختر لمونځ اداء شو، ولسمشرحامدکرزي يوځل بيا پروسلوالو غږ وکړ، چې سولې ته راشئ او نور... ) دوهم راپور دا وچې (په کابل کې مېشته خلکو په ډېره مينه او لوالتيا اخترولمانځه، د قربانۍ لپاره یې څاروي حلالول، مبارکۍ يې په ورين تندي کولې، او د خوشحالۍ ځانګړی احساس پکې پروت و).
راپور زياتوله، چې د کابل اوسيدونکي ځکه پدې اختر کې ډېرې خوشحالۍ کوي، چې تر راتلونکي اخترونو پورې به هېواد له سترو ننګونو وتی وي، نوی حکومت به وي او نړيوال ځواکونو به په بشپړ ډول له هېواد څخه پښې سپکې کړې وي، د دوی په اند چې اخترونه او ملي ورځې بايد همېشه په خوښۍ ولمانځل شي)، د دې راپور وروسته دريم راپور د کابل ګاونډي ولايت لوګر په اړه و، راپور کې ويل شوی و، چې د اختر دلمانځه پرمهال د لوګر والي ارسلاجمال شهيد شو.
ارسلاجمال په يوه عيدګاه جومات کې لونځ کوونکو ته خبرې کولې، چې ځای پرځای شوی ماين پرې وچاودېده او هماغه ځای کې يې د شهادت جام نوش کړ، خو د نورو ولاياتو په اړه ویل شوی و، چې (اخترونه پکې په پوره جوش او ولولو سره ولمانځل شو، يو شمېر واليانو د ولس په منځ کې د عيدګاوو په صفوفو کې ولاړ ول او د خلکو په منځ کې اخترونه ولمانځل، او په ارامه فضاء کې اخترېزې شېبې رنګېنې شوې).
د ملي تلويزون له دوهم راپور سره موافق پدې يم، چې رېښتيا هم هېواد به تر راتلونکو څو میاشتو پورې له سترو ننګوونو سره مخ شي، نوی نظام به منځ ته راشي، نړيوال ځواکونه به په بشپړ ډول له هېواد څخه ووځي، امنيت ساتنه به يوازې افغان سرتيري په غاړه واخلي، او په ټوله کې به افغان د افغان خدمت کاندي، ولې سوال دلته پروت دی، چې د تل په شان د کابيني یو شمېر وزیران، د ولسي جرګې غړي، واليان او نور چارواکي تر ننه پورې د ولس په منځ کې ندي ناست او نه یې هم د اختر دا تېرې درې ورځې د دوی په منځ کې تېرې کړي، آیا دا به د دې معني نه ورکوي، چې همداء مشران له هغه چا څخه نفرت لري، چاچې خپل مشران ټاکلي، د همدې بيچاره ولس په سر د نړۍ له نورو مشرانو پرتله زيات امتيازات اخلي او بيا هماغه مظلوم ولس ځانته نږدې نه پرېږدي، د هماغه ځورېدلي ولس له ځورونې خوند اخلي او اخترونه په نورو هېوادونو کې د خپلو بچو سره يوځای تېروي.
د کابل ترڅنګ د ولاياتو اوسيدونکي پدې هيله وه، چې مشران به يې د دوی په منځ کې اخترونه ولمانځي او هغه ويره، چې د ۲۰۱۴کال په اړه لري، يو څه تيته شي، ولې داسې ښکاری، چې د داسې مشرانو په لرلو به دا ويره نوره هم زياته شي، او دومره به وکړېږي، چې د نړۍ له مثبت يودرجه کړيدلي هېواد څخه به وشمېرل شي.
محب الله مدثر