له لاسه یې مه ورکوه!

 د اکتوبر یوولسمه


لیکوال: جان سي مکسویل
ژ:روکیان
ډیر خلک له نورو سره د اړیکو جوړولو، اړیکو ساتلو پُل نشي جوړولی ځکه چې دوی پخپل ذات کې نه غواړي چې وصل شي!
زما دا خبره تل په یاد ولرئ: "هغوی جوړ کړئ!" نورو ته رسیدن د نورو زړورتیا او د نورو په ویره او شرم ډیر اغیز نشي کولای! نورو ته د رسیدن لومړی اغیز پخپله په تاسو پریوځي!  نورو ته رسیدن په برخه کې باید په دې کار وکړې چې څنګه د نورو په وړاندې خپل اجراات ترسره کړې او څنګه وکولای شې چې نورو ته خپل پیغام ورسولی شې.
 کلونه پخوا ما یو شی لیدلی و"د ځان جوړولو هنر!"
نن وي او که سبا یو سړی په دې پوهیږي چې ژوند د بریا او ماتې؛ د ښو او بدو ورځو؛ د راکړې او ورکړې یوه ټولګه ده.
که چیرې دغو ښو او بدو ورځو؛ بریا او ماتو ته وار له مخې تیار نه وي نو باوري یم چې ډیر شیان به لاسه ورکړي. هغه چې ډیر غوسه کیږي او زر جدي کیږي، لوبه بایلي! ډیر زر به یو څوک په دې پوه شي چې خلک هومره لایق او وړ دي څومره چې دی دی! په دې به هم پوه شي چې خلک هغه ډول ارزوګانې او هیلې لري چې دی یې لري! په دې به هم پوه شي چې خلک هغه ډول ماغزه لري چې دی یې لري! په دې به هم یو څوک پوه شي چې بریا په چالاکۍ کې نه بلکې په سخت کار کولو کې ده!
دی وروسته په دې پوهیږي چې سړی به میدان ته په یوازې سر راځي خو که غواړي مخکې لاړ شي نو د نورو همکاري باید خپله کړي. په دې هم وروسته پوهیږي چې دده بریا ۹۸ سلنه دده پخپل چلند، کار او خوی پورې اړه لري.
که غواړې نورو ته ورسیږې او له نورو سره توافق حاصل کړې نو خلکو سره اساني کوه!
له Winning with People!کتاب څخه!
آیا غواړې چې صمیمي واوسې؟!
دغه ليکنه په روکيان کې هم خپره شوې: http://rokyan.com/October-eleventh