
(۱)لومړۍ برخه
په کال ۱۳۷۱ه ش کي چي حضرت صاحب صبغت الله
مجددي د ټولو جهادی تنظیمونو په موافقه د افغانستان ولسمشر وټاکل شو په اول ځل له
کمونستانو څخه مجادینو ته قدرت لیژدول ډیر ستونزمن او له خطره ډک کار وه، چي غیر
له حضرت صاحب څخه یو رهبر هم دغه کارته په جرئت غاړه نه کيښودله، مګر حضرت صاحب په
پوره میړانه د افغانستان واګې په لاس کي واخیستلې، کله چي حضرت صاحب د مجاهدینو
لمړي رئس جمهور شو، د متباقي تنظیمونو رهبرانو تر منځ د چوکیو پر سر ورځ به ورځ
اختلاف زیاتیدو، په خاص ډول د جمعیت اسلامي د نظار شورا چې احمد شاه مسعود يې مشري
کوله، د حزب اسلامي ګلبدین ترمنځ چریکي حملې پیل شوې، د حضرت صاحب چي د جمهوریت
دوه میاشتې وخت لانه وه پوره شوی چې د جنرال دوستم ملیشې د حضرت صاحب په هغه طیاره
چي له اسلام اباد څخه کابل ته راروانه وه، د کابل د میدان په شاوخوا کي يې پرې
راکيټي بريدونه وکړل، او د طیاري یو وزرئي زیانمن کړ. حضرت صاحب او په طياره کې
سپرو کسانو ته په کې کوم زیان ونه اوښتی. مګر طیاره له منځه تللې وه. حضرت صاحب د ګلبدین حکمتیار په ډلې دعوه وکړه، بالاخره
ټولو تنظیمونو نه غوښتل چی د حضرت صاحب د جمهوریت دوره له دوه میاشتو اوږده شي،
هغه وه چي د نظار شورا له خوا په حضرت صاحب ډیرفشار راغئ، او حضرت صاحب نه غوښتل
چي د مسلمانانو په منځ کي ویني تویي شي، د جمهوریت له چوکۍ څخه یي استعفا وکړه، او
د جمعیت اسلامي مشر برهان الدین رباني د ریاست جمهوري قدرت په خپل لاس کي واخیست،
دا چي د نظارشورا او حزب اسلامي تر منځ له پخوا څخه اوبه خړې وې، حزب اسلامي ته چي
یي په دولت کې د کومو څوکیو ورکولو وعده کړې
وه، د نظار شورا يې مخالفت وکړ. بالاخره د حزب اسلامي او د نظارشورا تر منځ چریکي
جګړي شروع شوي.
دا مهال په نظار شورا سربیره د دوستم ملیشې ،
د استاذ سیاف د تنظیم غړي او د خلیلي او محقق ډلې د خپلو ټولو قوتونو سره د کابل
په بیلابیلو سیمو کې واکداران وو او هرې ډلې د اختلاف اور ته لمن ووهله، او په
کابل کی کورنۍ جنګونه شروع شول، چی د افغانستان ګاونډیانو هر یوه لکه پاکستان حزب
اسلامي ته مرستې شروع کړې او ایران حزب وحدت او نورو ډلو ته نغدي او لوژستکي مرستې
شروع کړې، چي له څه مودي وروسته د حزب
اسلامي او د نظار شورا تر منځ منځګړی هیئت وټاکل شو،تر څو دغه پیل شوي جنګ ته د
پای ټکی کيږدي چې وروسته له ډیرو هلوځلو د
حزب اسلامي د صدراعظمي څوکۍ د لپاره انجنير فريد کابل ته راولیږه.
کله چي حزب اسلامي د صدراعظمي څوکۍ ونيوه، نظارشورا
صدر اعظم ته هیچ صلاحیت نه ورکولو او کوم حکم به چي صدراعظم صادر کړهیڅ چا د هغه
امر ته غاړه نه کیښودله، نو ځکه يې د صدراعظمۍ څوکۍ پریښودله او يو ځل بيا د نظارشورا او حزب اسلامي تر منځ د کابل د ښار
په شاوخواکي جنګونه پیل شول، د کابل غرب
ته د هزاره ګانو د تنظیم او استاذ سیاف او شورای نظار تر منځ جنګونه شروع شول، او
د کابل د پل ارتن څخه تر پغمان او د دارلامان پوري منطیقي د هزاره ګانوتنظیمونو په
ځانګړې توګه حزب وحدت اسلامي او د حزب اسلامي ګلبدین او استاذ سیاف د تنظیم او
شورای نظار تر منځ د کابل ښار وران او ښاریان یي ووژل شول او د کابل ښار ته چي کوم
مزائیل راتلل هغه د حزب اسلامي له خوا له شیوه کیو او چاراسیاب څخه توغول کیدل، چی
هلته د قوماندان چمن، قوماندان قلم، قوماندان زرداد فریادي، قوماندان غفار، او
قوماندان لیوني مرکزونه موجود وه، چي له دغو مرکزونو څخه په کابل مزائیل اوریدل، په
ځانګړې توګه د قوماندان زرداد فریادي په مرکز کي چي هدایت الله احمدزي یي معاون او
نصرالله احمدزي يي مالي او لوژستکي مشران ول، په شیوه کیو کي يي تعرضي مرکز وه، او
پدی مرکز کي یي درنې وسلې لکه ټانګونه او
د مزائیلو د ستګاګاني موجود وي، د کابل په ښار پخپله هدایت الله احمدزي د بي ایم
چهل په واسطه د کابل په ښار مزائیل ویشتل، چي د پل ارتن څخه شرق خوا ته ټول ښار
هدایت الله احمدزي او نصرالله احمدزي چي دواړه سره ورونه هم دي، له خاورو سره
خاوري کړل، او ښاریان یي شهیدان کړل، مګر پخپله قوماندان زرداد ډیر ښه سړی و، هغه
ډیر ترحم درلود او ډیر مهربانه شخص وه، قوماندان زرداد پخپله هیچا سره ظلم او
زیاتي ندی کړی، مګر د قوماندان زرداد نوم چي چا ډیر بد کړی وه، هغه دا دواړه ورونه
وه، نصرالله احمدزی او هدایت الله احمدزی چي یو یي معاون او بل یي مالي او لوژستکي
کارونه کول، د قوماندان زرداد نوم یي بد کړی و، حال دا چی پخپله قوماندان زرداد
ظالم نه و، او همیشه به یي هدایت الله او نصرالله او نورو سرګروپانو ته دا وینا
کوله چی د کابل ښار باندي د توغندیو ويشتل بند کړي، مګر کله به چي قوماندان زرداد
له مرکز څخه بل ځای ته لاړ. نو هدایت الله او نصرالله به يي سرګرپانو ته امر کاوه
چې په ښار توغندي وداغي.
یوه ورځ هدایت الله احمدزي چي پخپله بی ایم
چهل ته ناست و، او د کابل په ښار یي مزائیل وشړل. د کابل د ښار څخه د هدایت الله
په بی ایم چهل باندي د نظارشورا له خوا بريد وشو، او د هدایت الله بی ایم چهل یي له
منځه يوړو او هدایت الله پخپله پکی زخمي شو، چې اوس په يوه پښه ګوډ دی، یعني د کابل ښار هدایت الله
چي په هغه وخت کي د زرداد معاون وه، او اوس په مشرانو جرګه ګي د لوګر د خلکو استازی
دی، د کابل ښار یي وران او ښاریان يي شهیدان کړل، چي ټول تنظیمونه او د تنظیمونو
قوماندانان او مشران د دې خبري شاهدان دي، چي په سروبي کی به یي لارویان چور کول، د
دوي د ناوړو کړو او وړو پر سر قوماندان زرداد بد نام شو، او هغه بي چاره اوس په
لندن کي بندی دی ، او هدایت الله احمدزي چي د کابل د ښاریانو قاتل او د ښار د
ورانولو لوي مسوول دی، هغه د مشرانو په جرګه کي ناست دی او لګيا دی قانون جوړوي.
هغه بل ورور یی نصرالله احمدزي لندن ته
تښتیدلی دی، هغه مجرم هلته پټ ناست دی، مګر د بشر حقوق داسي مجرمانو ته هیچ هم نه
وایی، ایا چي یو قاتل او مجرم د مملکت قانون جوړوي او پخپله یي په زرګونه خلک وژلي
وي هغه ته هیڅوک د انتقاد ګوته نه نيسي، ایا پدي دولت به څوک باور وکړي؟ او نصر
الله احمدزی چی د قوماندان زرداد ټول واک او اختیار ور سره وه، په زرګونو خلک یي
شهیدان او وژلي ، هغه ولي نه نیسي اصلي مجرمان دا دواړه دی .
نور بیا
ولی خان حکمتيار