ضيا مسعود:

ژ. نعيم نسيم، کابل
اکتوبر۲۰۱۳،۱۳
د دوستم، ضیا مسعود او محقق ټلواله چې د خپل ځان د خرڅولو لپاره یې جوړه کړې وه، د ټاکنیزو منډو ترړو څخه مخکې ماته شوله. ضیا مسعود چې د جامعه باز په نامه خپرونې سره یې خبرې کړې وایي چې د دوی د ټلوالې په ماتولو کې اصلي رول استاد عطا نور ادا کړیدی. "محقق یې مزار ته دعوت کړی و او هڅولی و چې له عبدالله عبدالله سره یو ځای شي!"
"اصلاً کې ما هیڅ نه غوښتل چې د ولسمشرۍ لپاره نوماند واوسم خو دا عطا و چې دغه بې اعتمادي یې رامنځته کړله." عبدالله ته د محقق د ورتګ په اړه وایي چې هغه غوښتل چې د جبهې د غونډو، منډو ټول لګښت دده پرغاړه واوسي چې ده یې هم وس نه درلوده او نه یې شوای کولای چې هر څه دی ترسره کړي.
ضیا مسعود په دې هم اعتراف کوي چې د عطا لخوا د محقق او دوستم او د هغوی ترمنځ د ترسره شوو بحثونو په اړه یې تر پایه مالومات نه درلودل.
د مرکې پرمهال مسعود وایي چې د ډیرو خبرو اترو په پای کې یې خپله پایله د ملي ایتلاف مشرانو ته واوروله او له هغوی یې وغوښتل چې د عبدالله په ځای په قانوني توافق وکړي خو هغوی بیا هم دا خبره ونه منله او صالح او ذکي ته چې له عطا او قانوني سره د محقق په کور کې جرګه شوي وو، ویلي وو چې ځي او له ما (مسعود) بښنه غواړي خو زما په فکر په سیاست کې عذر، عاطفه او دې ته ورته نورې خبرې وجود نه لري.
جامعه باز له مسعود پوښتي چې ولې چا په ده توافق ونکړ وایي: "عطا له عبدالله ملاتړ کاوه او ټول تأکید یې په عبدالله و خو که عطا بېطرفه پاتې شوی وای نو ددې امکان و چې د یوه مصلح نقش ادا کړي خو داسې ونشول!"
مخکې له دې چې جنګسالاران ځانونه د ولسمشریزو ټولټاکنو لپاره نوماندان کړي، داسې اوازې وې چې عطا به د شمال ټلوالې نوماند خو مسعود وایي: "له عطا مو وغوښتل چې نوماند شي خو هغه وویل چې زما پښتو نه ده زده!"
مسعود د محقق د هغه لیک په اړه چې په فیسبوک کې خپور شوی وایي چې محقق په دغه کار سره خپله سیاسي ناپوهي وښودله.
کله چې امرالله د محقق له دې لیک خبر شو نو د عطا په واسطه یې له محقق وغوښتل چې بخښنه وغواړي خو محقق عطا ته ویلي وو: "هر څه دې چې له لاسه کیږي، ترسره یې کړه!"
که څه هم د ملي جبهې په نامه نور څه شتون نه لري خو مسعود بیا هم پخپله خبره ټینګ ولاړ دی او وایي "موږ یوازې دوه کسان له لاسه ورکړیدي—محقق او دوستم—نور افغانستان له موږ سره دی!"
دی پخپلو خبرو کې جامعه باز ته وایي چې اشرف غني د ارګ نوماند دی خو د همدې خبرې په لړ کې وایي چې دی هم ارګ ته تللی او له ولسمشر کرزي سره یې لیدلي دي!