ته لړم يې

زه ښځه يم. ته نارينه...ليکن خبر يې چې ته څنګه نارينه شوې،که ته فکر وکړې نو يوه زمانه وه ،داسې زمانه چې ته هيڅ نه وې...هو! ته هيڅ  نه باالکل په نشت حساب وې ما تا له د خپل زړه غوښه او د ځيګر وينه درکړل ، لوی انسان مې کړې،نارينه مې درنه جوړ کړ ،ليکن نن چې ته نارينه شوې ،ستا مټو کې زور پيدا شو ،نو ته زما حق شوکوې،زما مرۍخپه کوې او ما خورې ولې صرف په دې چې زه ښځه يم ،کمزورې يم او دخپلو مټو زور مې د زړه غوښې او د ځيګر د وينې په شکل ستا مټو ته درکړې ايا دا نرتوب دی!دا انصاف دی؟دا انسانيت دی؟نه دا نرتوب دی نه انصاف نه انسانيت دی.
دا دلړم فطرت دی ،ليکن ته لړم نه يې انسان يې او زه ستا مور يم.نو دې دپاره ته د خپل انسانيت ثبوت ورکړه او خپله مور مه خوره!