تريخ حقيقت !

 ډیره جالبه دا ده چې په افغانستان کی په ځنی حالاتوکی مونږډیرژرتورسپینولی شواوځنی توربیاتوربولواوکه ضرورت پیښ شی سپین هم تورولی شو.چی ښه مثالونه یی دکمونستانوله دوره راونیسه تردی دمه.
کمونستانودبل چاپه لمسون دشهید سردارمحمد داودخان پرضد را ولاړشول اوزمونږجوړاوقانونی جمهوریت یی پدی خاطررا ړنګ کړچه ویل به یی مونږنورپه افغانستان کښی شاهی نظام نه غواړواودا دشاهی خاندان پاتی شونی دی اوناری به یی وهلی چه مرګ پرامپریالیزم خون آشام امپریالیزم سره له دی چی پرخپل ځای وه بلکه ډیره وده یی هم وکړه خوزمونږدهیواد دبدبختی تهداب له همدغی ځای راشروع شواود اورا دشعارونوپه ورکولوسره یی روغ نظام را نسکورکړ.
همدا زمونږیوشمیرافغانان ورسره وو، شعوری اوغیرشعوری موحمایه کړل، له همدغه ځایه نوداشراراوکمونیزم په نامه موخپلوکی ښه ډیرسره ووژل په پایله کی کمونستانوماته وخوړه اوجهاد کامیاب شوخودیاد وړده چی زمونږډیروهیوادوالودجهاد په لاره کي یی بی ساری قربانی ورکړی دۍ.
خوله یادی کامیابی سره سم جهادی تنظیمونوپه خپلو کی دقدرت لپاره دخپلوبادارانو دفرمایشونو په اساس داسی جګړۍ پیل کړی چی په لمړیو کی دجمیعت اسلامی،اتحاداسلامی،جنبش اسلامی،حرکت اسلامی اووحدت اسلامی ګوندونه یوخواه اوحزب اسلامی بله خواه یوشمیرنورګوندونه هم کله دیوی اوکله دبلی خواه پلوی کوله چی په پایله کی درانه ځانی اومالی زیانونه هیواد،هیوادوالواوښکیلوډلوته له ځان سره درلودل خودیوڅه وخت په تیریدوسره بیاجنبش له حزب اسلامی سره ایتلاف وکړځنی خلکو به پوښتنه کوله چی دا ایتلاف څه ډول وشوپه ځواب کی به دواړوخواو په یوه خوله ویل چی زمونږترمنځ هیڅ خبره نه وه صرف یوسؤتفاهم وه خوپدی سؤتفاهم کی په زرګونوبی ګناه اوبی دفاع خلک شهیدان شول بیاهم جګړه روانه وه دیوڅه وخت په تیریدوسره حزب وحدت هم له حزب اسلامی سره ایتلاف وکړچی هغه شعارمی اوس هم په یاد ده چی ویل به یی هزاره واوغان براراست دشمن شورای نظاراست له دی جګره اوایتلافونو ورسته دکابل په شمول نورښارونه وران شول زمونږډیرمظلوم هیواد وال شهیدان، زخمیان، بی پته،بی کوره اومهاجرشول. دهیواد ټولی شتمنی تالا اوولا شوي لنډه داچې زمونږدهیوادزړی اوسپنی هم ګاونډي هیواد ته ولاړی هیڅ هم پاتی نشول.بیاهم مونږخوش باوره افغانان وه چی ددوی داشعارونه اوایتلافونه ته موتمه دا وه چی ګوندی جګړۍ پای ته ورسیږی. همداوخت وه چی دطالبانواسلامی تحریک رامخکی شو خلک څرنګه چی دجهادي تنظیمونونه ډیرستړی شوی وو طالبانوته ډیرخوشحاله وونوطالبانودخلکوسترحمایت ترلاسه کړنور نودجهادی تنظیمونوشتون په ډیری ولایاتوکی ناممکن وه نودوی بیادخپلی بقآء په خاطربل ایتلاف وکړیعنی حزب اسلامی له شورای نظاراوجمیعت سره ایتلاف وکړاوټولی وژنی، ورانۍ، جګړې اودښمني هیری کړی اویوځای پنجشیرته ولاړل.طالبانوته خلکو ډیره خوشحالی کوله مګرد دوی راتګ سره هم جګره پای ته ونه رسیده دخلکوستونزی حل نشوی.خودومره وشول چی پاټکونه، غلا ،چوراوچپاول اوایتلافونه چی خلک تری ستړی شوی وو ورک شول اودمجاهد نوم په شراوفساد بدل شو.ددوی دواکمنی په خلکوباندی دفروعات په منلواو جګړوتیریده چی په پایله کی دطالبانوواکمنی هم دغرب اوډیری نړیوالودمستقمی مداخلی په نتیجه کی پای ته ورسیده.
چی ورپسی دافغانستان په تاریخ کی یوه نوی صفحه دډیموکراسی دلسیزی په نوم پرانیستل شوه. پدی لسیزه کی بیاهم دهغو زاړو جهادی تنظیمونوډیری مشران دغرب په واسطه دلمړنی اودوهم بن په کنفرانس کی قدرت ته ورسیدل دغرب اونړیوالوداډیره ستره تیروتنه وه چی دبن په کنفرانسونوکی اصلی ښکیلی ډلی چی هغه حزب اسلامی اوطالبان وودځنیوپه غوښتنه یی له منځه ویستل دموقتی اداری له جوړیدوسره دوی داسی انګیرنه چی ګواکی طالبان اوحزب اسلامی پدی منطقه هیڅ وجود نلری.بیاانتخابات ترسره شول دا نوهغه وخت وه چی طالبانواوحزب اسلامی کرارکراردخپل نظامی اوسیاسی قدرت دثابتولوپه هڅه کی وو.
بیاهم هیچادروغی جوړی لپاره هیڅ ونکړل.بیانوډیرورسته چی کارله کاره تیروو حکومت دصلحی خبری هغه هم زړه اونازړه رابرسیره کړی ددی صلحی په خبرویی کلونه کلونه تیرکړل هیڅ نتیجی ته ونرسیدل.دوی ته تراوسه هم له روغی جوړی اوصلحی څخه له جګړه مارانوسره ایتلافونه ډیرارزش لری چی ډیره ستره تیروتنه ده.
فقط مونږافغانانوخپل ټول ژوند په تور،سپینواوببولالوتیرکړیوواریوه ته ښه اوبل ته بد وایو بیایوڅه موده چی تیره شی هم هغه ښه ته بیا بد وایو اوبیا دهمدغوموضوعاتوپرسريوبل سره جګړی هم کوومختلفی ټاپی هم یوپربل لګودتأسف اودتشویش خبره دا ده چی دا سپینی اوتوری ټاپی بل څوک مونږته په لاس راکوی اومونږیی یوپربل لګواوبیایی داسی پخلی کوچی په اوسنی شرایطوکی ملی ګټی مهمې دی اویادهیوادسیاسی شرایط داسی ایجابوی داملی ګټی موصرف دیوه خائن دقدرت ته درسولوپه وخت کی راپه یادیږی چی دا ډیره ستره ناپوهی اوتیروتنه ده. خپل مقدسات اوملی ګټی موباید تل دژوندانه په لمړیتوبونوکی وی اوباید په کلکه تری ساتنه وګړواو ورته ژمن واوسو. هدف دا ده چی که یوچاملی خیانت کړی وی، خپل هیوادوال یی پدی اوپه هغی نومونووژلی وی، دهیواد سیاسی اواقتصادی بنسټونه اوپه مجموع کی دنظامونومنظم جوړښتونه یی له منځه وړی وی، دخپل دقدرت په وخت کی یی ټولی ملی ګټی ترپښولاندی کړی وی، ددی بیوزلی هیواد نسلونه یی دعلم اوسواد له نعمت څخه محروم کړی وی یاهم دخپلومقدساتو، کلتوراوعنعناتو ته یی په سپکه کتلی وی نومجرم اوخائن ده. ولوکه هرڅوک وی باید خائن اومجرم وبلل شی. اوکه خبره داسی وی چې د دغسې کسانو شمیردومره ډیروی لکه اوس. اوپرمونږحاکمان وی داحاکمان که دکلووی اوکه د ښارونو، اومونږاوتاسوهغه خواوی چه په ډیرۍ کلوحاکمیت لری هغه هم پیژنواودښارونوهم، ټول پرمونږظالمان دی نو حداقل دومره خوکولی شوچی ددوی په پل خپل پل کی نږدواویاد دوی لوډسپیکرونه جوړنشو. بله دا چی هغه کس یا کسانوچی ټول عمریی دهیوادپه ورانولوکی تیرشواوزمونږپه زرګونوهیوادوال یی شهیدان کړل هغه کسان زغملی شواوهغه کسان چې د دوی په پرتله په ورانولواووژنوکی شاګردان یی هم نه حسابیږی هغه نشوزغملی ولی اوس که خبره دملی ګټووی ،اویاسیاسی شرایط داسی ایجابوی نو ټولی ښکیلی ډلی دی په ټول مسائیلوکی برخه واخلی. ترهغی چی په افغانستان کی صلحه رانشی دا ټولی منډی اوترړی به فایده اوبی نتیجی دی.
امان الله ترین