دجنرال ايوب سالنګي هوښیارتيا

 دجنرال ایوب سالنګي هوښیارتیا او دجنرال ظاهر خامه تمه !
ل : رزاق مامون
ژ : فیصل واک
دکابل امنیه قومندان جنرال ظاهر له مافیايي کړیو سره د پولیسو او قضاييه ارګان نارسمي اوربند په یو اړخیزه توګه ماتوي .
دا دحبیب استالف انځور دی ،چې تازه نیول شوې دی او هغو پولیسو ،چې دنوموړي په نیولو کې یې برخه درلوده اوس دخپل ژوند په اړه اندېښمن دي . دا څه بده ورځ ده ،چې پولیس له جیانتکار څخه تښتي ؟
دکابل امنیه قومندان ښاغلی جنرال ظاهر تر اوسه دې حقیقت ته متوجه شوې نه دی ،چې دسړي خورو او قاتلینو ترمنځ دهمغږۍ په پېر (عصر) کې سړیتوب بسنه نه کوي ان ،چې له ځان سره لوبې کول دي . جنرال ظاهر غواړي ،چې دزړو ګیدړانو لکۍ دخبري رسنیو درسوا کونکو کمرو پر وړاندې غوټه کړي او بیا یې ګومان دا وي ،چې قانون او ولس به له ده ملاتړ وکړي . نوموړی پردې ډول کړنو ځان دمافیا له بریدونو سره مخامخوي .
دمافیا ددویمې درجې له ډلې څخه د(حبیب استالف ) راغورځول دجنرال ظاهر ستره تېروتنه ده دا خونړی سړ ی دحکومت دلومړۍ درجه چارواکو له ملاتړ څخه برخمن دی . کټ مټ هماغسی لکه څرنګه ،چې دمشرانو جرګې دغړۍ فوزیه سادات دورور عبدالصمد نیول یوه تېروتنه وه ،چې بایدبیا ترې ډډه شوې وه او تکرار شوې نه وه .
حکومت ،چې په ویاړ یو شمېر ځانمرګي او جلادان ازادوي دا به ناشونې وي ،چې دیو شمېر جیانتکارانو مخه ونیسي ،چې قانون مات نه کړي او په هېواد کې دقانون دحیثیت ساتنه وشي .
جنرال ظاهر ولې د(حبیب استالف ) او نورو جلادانو دپيژندنې او اړیکو په اړه ځان ناګاره کړې دی ، نوموړی پردې ښه پوهیږي ،چې حبیب استالف په حکومت او قضا کې له کوم جلالتماب سره اړیکې لري پردې سربېره دکابل ګردچاپیره یوه پراخه ورانکارې او ترهګره شبکه دحبیب استالف تر قومندې لاندې ده .
جنرال ظاهر،چې ښه نیت او مسلکي پولیس دی که چیرې پردې سربېره نوموړي دنن ورځې له مشهورو جیانتکارو سره د چلند او سر وهلو په اړه لږ مالومات هم درلودل دا عملیات به یې داسې برابر کړي وای ،چې اصلي جیانتکار به دعملیاتو پرمهال وژل شوې وای .
نن ورځ ډیری وژنې او سړی تښتونه په زندانونو کې پلانیږي ، جنرال باید دجیانتکارو کلیدي غړي ځای پر ځای له مخې لیرې کړی وای . په دې هېواد کې ،چې هره ورځ سلګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي دیوجیانتکار وژنه دا ګټه لري ،چې خلک دجیانتکارو دپرلپسې کړنو له شره خوندي شي . دجیانتکارانو له وژنې وروسته پولیس کولای شي په قانوني توګه داادعا وکړي ،چې دوی دوسلوالې سړغړونې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړې دی .
جنرال ظاهر دحبیب استالف د محاکمې او مجازاتو په اړه دقانون دتطبیق په اړه ډېر ساده فکر کړې دی یوسړی ،چې ځای پر ځای دېته چمتو وي ،چې دخپلې ازادۍ درې میلونه ډالر ورکړي دا نو دجنرال ظاهر او نورو هغوزیارکښو پولیسو لپاره دګواښ خبره ده او دا ګواښ په اسانۍ له منځه نه ځي .
ښاغلي ظاهر ،چې خپله اعتراف کوي او وايي : دعملیاتي ډلې هغو افسرانو ،چې دحبیب استالف په نیونه کې برخه درلوده دحبیب استالف دافرادو دانتقامي برید د ډار له کبله خپل کورونه پريښي او تښتیدلي دي ، څرګنده ، چې وضعیت څه ډول دی .
ښاغلی ظاهر باید دا له یاده ونه باسي ،چې په افغانستان کې دقانون حکومت تر اوسه نه دی رامنځته شوې ، زورسالاران او عجیبه او غریبه مافیا په هېواد کې راج چلوي . یو څوک ،چې لس کاله پخوا له څرخي پله څخه تښتیدلې و دکورنیو چارو او دنظامي پولیسو قومندان څخه لږ ډېر مهارت او واک لري او دا یې له وسه پوره ده ،چې دتورو پیسو پر وسیله خپل سیالان له پښو وغورځوي .
کره مالومات وايي : جنرال ایوب سالنګي دټولو هغو کسانو داستوګنځای په اړه ،چې دمافیا او مخدره موادو او ترور کې ښکیل دي پوره مالومات درلودل ، خو د (لویانو / بزرګانو ) دمصلحت او ګټو په موخه یې دجنرال سالنګي او مافیا ترمنځ یو ډول اوربند رامنځته شوې و .
دلیل یې دا و ،چې جنرال سالنګي د(لویانو / بزرګانو) ورغوی لوستلې شو او پوهیده ،چې په حکومت کې دحبیب استالف اویا عبدالصمد ځنځیر له چا سره دی ؟
دتعجب او حېرانتیا خبره ده ،چې جنرال ظاهر له جیانتکارانو سره دمبارزې پراخه او بډایه تجربه لري څنګه یو ناڅاپي دواکمن ټیم له قضايي ارګان څخه دا تمه لري ،چې حبیب استالف محاکمه او مجازات کړي . ښاغلی ظاهر ولې نه دی قانع شوې ،چې همدې خداناترسه ارګان دسحرګل شکنجه کونکي ازاد کړل ، عبدالصمد ،چې دخپلو یرغمل شوو غوږونه او پوزې یې ورغوڅې کړې وې دمحاکمې پر ځای ازاد شو ، دترور اووحشت ځناور همداسې ازادګرځي ، حبیب استالف به څوک دخپلو کړنو په سزا ورسوي ؟
دجنرال ظاهر خپل اعتراف دی هغو افسرانو او عملیاتي کارپوهانو ،چې دحبیب استالف په نیولو کې برخه درلوده دانتقام له ډاره خپل کورونه پرېښي او تښتیدلي دي . دحبیب استالف نیول خپله جنرال ظاهر او دپولیسو افسرانو ته یو ډول داوطلبه ځانوژنه ده .
ښاغلی ظاهر ! راځه دترکیې د(پولاد علمدار ) په رول کې راظاهر شه او کنه ډېر ژر به پېښمانه شئ که تاسې لږ هم واقعي سوچ کړې وای ، حبیب استالف مو بایدژوندی دې کافرو او بډې خورو قاضیانو ته نه سپاره ،چې (بزرګان ) بیا دا زمینه پیدا او ازاد یې کړي .
دا هم د اندېښنې او پوښتنې ځای دی ،چې جنرال ایوب سالنګي په څو کلونو کې حبیب استالف او نور ونه شو نیولای او جنرال ظاهر په یوه میاشت کې دا کار وکړي .
جنرال ظاهر ته بریا او اوږد عمر غواړم (ژ)