
دويم څپرکی
ل. برین ټریسي
ژ. روکیان
"پلان له ګاندې څخه نن جوړه وي څو تاسو یې په اړه یو څه همدا اوس وکړای شې!" الن لکین
تاسو به دغه پوښتنه اوریدلې وي چې پوښتي: فیل څنګه خوری؟ یوه مړی په یوه وخت کې!
پوښتنه دا ده: خپله بد شکله او لویه چونګښه خورې؟ ځواب یې هماغه دی: په مرحله وارو فعالیتونو یې وویشه، بیا کار ترې له لومړی مرحلې پیل کړه. ستاسو ماغزه، ستاسو د فکر کولو وړتیا چې پلان او تصمیم نیسی، ستاسو له مهمو او غښتلو ابزارو څخه حسابیږي چې له تاسو سره مرسته کوي څو "د کارونو د ځنډولو" مخه ونیسی او خپل مثمریت زیات کړی. ستاسو د موخو د تعیین وړتیا، د هغوی پلانول او په هغوی اقدامات کول ستاسو د ژوند د مسیر د ټاکلو سبب ګرځي. د فکر کولو او پلان نیولو هر اقدام ستاسو د ذهن د غوړیدو سبب ګرځي؛ ستاسو خلاقیت تخنوي؛ ستاسو عصبي او فزیکي انرژي زیاتوي.
الیکس مککینزي لیکي: "هره ناکامي له بې عمله پلان نیونې څخه رامنځ ته کیږي!"
ستاسو شایسته ګي ستاسو په ښې پلان نیونې چې د کارونو له پیل څخه د مخه یې نیسی، اندازه کیږي.
څومره چې غوره پلان ولری، هومره تاسو زر په دې توانیږی چې د کارونو ځنډول مهار کړی؛ ښه پیل ولری؛ خپله چونګښه وخوری او کارونو ته ادامه ورکړی.
د کار کولو پرمهال، ستاسو تر ټولو لویه پانګه چې باید ترلاسه یې کړی هغه باید د عصبي، احساساتي او فزیکي انرژۍ په برخه کې وي.
په یاد ولره، هره دقیقه چې تاسو په پلان تیره وی، د اجرااتو پرمهال د لسو دقیقو د بچث ضمانت کوي. د ورځې د کارونو د پلانولو لپاره که تاسو کم تر کمه لس دقیقې وخت وباسی، نو دوه ساعته وخت به مو له ضیاع څخه ساتلی وي.
تاسو به د شپږو پي په اړه اوریدلې وي چې وایي:
Proper Prior Planning Prevents Poor Performance!
مناسبه وار له مخه پلان نیونه د غریبو اجرااتو مخه نیسي!
که چیرې خلک په دې پوی شي چې پلان د کارونو په اغیزمنتیا کې څومره مهم رول لوبولی شي نو هیڅ یوه ورځ به هم پرته له پلانه پیل نه کړي. یو ځل بیا یې در یادوم چې پلان نیول سخت کار نه دی! یوازې قلم او د کاغذ یوه ټوټه را واخله او بس! نوموتی کمپیوټري پروګرام Palm Pilot په همدې اصل بنا شویدی. دغه پروګرام ته د وخت پلانوونکی هم ویل کیږي. هورې هم ته پروګرام ته د کمپیوټر په مخکې کینې او د ټولو هغو شیانو لست برابروی چې غواړې کار پرې وکړی. تل د یوه لیست له مخې کار کوه. که له کوم نوي کار سره مخامخیږې، نو خپل لیست ته یې ور اضافه کړه مخکې له دې چې کار پرې وکړې.
په دې ډول سره کولای شی چې خپل مثمریت او کاري نتایج ۲۵ سلنه او یا له دې هم زیات له هماغې لومړی ورځې چې تاسو کار پیلوی زیات کړای شی.
د سبانۍ ورځې د کارونو لیست د نن کاري ورځې په پای کې ورځ دمخه جوړ کړه. ټول هغه فعالیتونه دې چې د نن ورځې لپاره دې پلان کړي و او نه دي ترسره شوي، سبا ورځې ته یې انتقال کړه؛ نوي کارونه هم مه هیروه.
کله چې ته په خپل لیست د شپې لخوا او یا هم ماښام کار کوی نو ټوله شپه به دې د خوب پر مهال ذهن په هماغو کارونو کار کوي. کله چې ته له خوب څخه را پاڅې، نو ته به د خپلو کارونو د اجرا کولو لپاره له ځان سره نوي سوچونه او د ستونزو لپاره یې نوې حل لارې ولرې. اوس به ته خپل کارونه له پخوا هم تیز وکړای شی ځکه چې ذهن دې نوې حل لارې درته په ګوته کړیدي.
څومره ډیر چې خپل وخت د کارونو په لیستولو تیره وې او په پاڼه یې لیکی، هومره تاسو په خپل ژوند کې له مثمریت او موثریت څخه خوند اخلی. د مختلفو کارونو د لیستولو لپاره بیلابیل لیستونه شتون لري. غوره به وي چې ماسټر لیست ترتیب کړې او ټول هغه کارونه چې تاسو یې غواړی په راتلونکې کې ترسره کړی، په دې لیست کې ځای پر ځای کړی. دغه لیست ځان ته د خپلو کارونو په حوض بدل کړه. هر کار دې چې ذهن ته راځي چې ته یې غواړې ترسره یې کړې، همدلته یې ولیکه. بیا وروسته ته کولای شی چې له دغه لیست څخه کارونه غورچاڼ او په نورو فرعي لیستونو کې یې ځای پر ځای کړې.
دویمه خبره دا چې د هرې بلې میاشتې لپاره میاشتنۍ لیست د روانې میاشتې په پای کې ترتیبوه.
کولای شی دغه لیست ته ځینې کارونه له ماسټر لیست څخه انتقال کړی.
دریمه خبره دا چې د هرې اونۍ لپاره اونیز لیست له ځان سره ساته. دغه لیست ته به تاسو کارونه د روانې اونۍ په جریان کې ټولوی. دغه سیستماتیکه د وخت پلانونه به د موخو په لاس ته راوړلو کې ډیره مرسته درسره وکړي.
ډیرو خلکو له ما سره د مخامیدو پرمهال دا خبره شریکه کړله چې د اونۍ په پای کې د بلې اونۍ لپاره د کارونو پلانولو په موخه څو ساعته وخت تیرول ددې سبب شویدي چې له دوی سره د کارونو په مثمریت کې مرسته کړې او د دوی په ژوند کې یې بدلون راوستی دی.
کله چې زمونږ مشوره دغو خلکو لپاره ګټه کړې نو تاسو ته هم ګټه کوي.
په پای کې له میاشتني او اونیز لیست څخه خپل کارونه ورځني لیست ته انتقال کړی. د ورځني لیست فعالیتونه هغه کارونه دي چې تاسو یې په هماغه ورځ ترسره کوی. د ورځې په جریان کې چې کوم کار ختمیږي او ترسره کیږي نو خط پرې کشوه او یا یې هم "ص" صحیح کوه یې.
دغه کار ددې سبب کیږي چې تاسو د لاس ته راوړنو او کړنو ځانګړی انځور له ځان سره ولرئ. د ترسره شوو کارونو "ص" صحیح کول ددې سبب کیږي چې تاسو د بریا احساس وکړی، او مخکې ګام پورته کړی.
څومره چې خپل لیست مرور کوی او ترسره شوي کارونه "ص" صحیح کوی په هماغه اندازه ستاسو انرژي ډیریږي؛ کله چې تاسو ګوری چې کارونه مو ترسره کړیدي نو عزت النفس مو ډیریږي او د خوښۍ احساس کوی. ثابته، او لیدونکي انکشافات مو پرمخ له ځان سره کش کاږي او درسره مرسته کوي چې د کارونو د ځنډولو مخه ونیسی.
که کومه پروژه مو تر لاس لاندې وي، نو په پروژې کې د هر ګام او هرې مرحلې لپاره د کارونو او فعالیتونو لیست ترتیب کړی. دغه کارونه د پروژې له پیل څخه د پروژې تر پایه پورې باید پلان شي. دغه لیستول به تاسو ته د یوې نخچې رول ادا کړي. خو د فعالیتونو او کارونو پلانول مو باید د اولویتونو پر بنسټ وي. دغه کارونه په کاغذي پاڼه او یا هم د کمپیوټر په پاڼې باندې سره تنظیم کړه څو په سترګو یې ولیدلی شی او فزیکي بڼه خپله کړای شي. که ته پوی شی چې له دې لارې څخه څومره لاس ته راوړنې درلودلی شې نو حیران به شی.
څومره چې په خپل لیست کار کوی، هومره به ستاسو په بدن کې د غښتلتیا او موثریت قدرت پیدا کیږي. ځان به یو ډول په کنټرول کې احساسوې. په طبعي دول به هوسیږې چې نور کار وکړې او نوره لاس ته راوړنې ولرې. دید به دې لا پسې مثبت شي او فکري قوه به دې غښتلې شي څو کارونو کې ښه سرعت ومومی.
د فردي موثریت یو تر ټولو مهم قانون عبارت دی له 10/90 اصل څخه. دغه اصل وایې چې که تاسو د خپل وخت لس سلنه په پلانولو او د کارونو په تنظیم تیر کړی، نو نوي سلنه کار به مو هغه وخت چې یې پیلوی ترسره شوی وي.
یو ځلې خو یې وازمایه چې کار در ته کوي او کنه! ځان ته یې په ثبوت ورسوه.
کله چې تاسو کارونه په سر کې تنظیم کړی نو تاسو به خپل ځانونه هم روان کړي وي او کارونه هم! خپل کارونه به ومومی چې له پخوا ډیر تیز او ارام شوی دي. ځان به درته غښتلی او وړ ښکاري. په پای کې در څخه "نه دریدونکی" جوړیږي.
بد شکله چونګښه وخوره: همدا نن تصمیم ونیسه چې د هرې ورځې، اونۍ او میاشتې کارونه به دې پلانوې. د کاغذ یوه پاڼه او یا هم کتابچه له ځان سره واخله او د ټولو هغو کارونو لیست برابر کړه چې ته یې غواړې ترسره یې کړی. نوي شیان چې دې ذهن ته درځي ور اضافه کوه یې. د خپلو ټولو پروژو لیست دې تنظیم کړه. واړه او غټ کارونه یې په بیلابیلو وختونو وویشه.
خپلې لویې موخې، پروژې، او دندې دې د اولویتونو په اساس تنظیم کړه؛ په دې ځان پوی کړه چې لومړی باید څه وکړی، بیا باید څه وکړی او بیا. مطلب دا چې یو تسلسل ورکړه. ضرب الاجل د کارونو لپاره ساته او پای د کارونو مه هیره وه. کله چې پای ته ورسیدلې، او کارونه دې تمام شول، بیا پروسه له سره پیل کړه.
پاڼه دې د نخچې په توګه وکاره وه! تل له لیسته غږیږه! کله دې چې دغه کار ترسره کړ، نو پوی به شی چې د موخو لاس ته راوړل سخت نه دي؛ بدشکله چونګښه په اسانۍ سره خوړل کیدای شي.
دغه او ځينې نورې ليکنې په روکيان ويبپاڼه کې هم لوستلی شی: http://rokyan.com/