هغوته چې له سرطانه رنځ وړي
مرګه زما له خوا به ليرې ګر ځې
زه لا له ژونده وزګار شوی نه يم
تاته مې نه شته تلوسه تر اوسه
لا له دنيا نه بيزار شوی نه يم
زمــــــا د زړه په دالانــونـــو کـــــــې لا
د ښکلا شو نډې په موسکا ښکاري
زما د سر په کږ ليچونو کې لا
د مستۍ شور سر په غوغا ښکاري
لا مې حساب پاتې جهان سره دی
لا مې احساس ځلمی ،جانان سره دی
لا ډير څه پاتې دي د کــــړلــــو راته
لا مې جنګ پاتې له خپل ځان سره دی
لا مې تــر اوسه اور ،سکـــروټه نه ده
لا مې لمبۍ له تنه دارې وهي
ايره خو پريږده چې سکاره لا نه يم
لا مې سپرغۍ د کلو لارې وهي
زما د زده کړې تنده ماته نه ده
خوله مې لا جوړه هيڅ خندا ته نه ده
لا يم تر اوسه د ژړا ټولګي کې
د غم مکتب مې کړی ، شاته نه ده
لا مې د ظلم لاس مات کړی نه دی
لا مې له کرکې سره جنګ روان دی
د عدالت لمر ته لا لاره څارم
لا په و حشت زما غور ځنګ روان دی
زه ددنيــــا د مـــخ دا تــــړمـــې اوښکې
په خـــپل لستـــوڼي و چــــول غــــــواړم
زه دانسان د تـــــــودو وينو سين ته
پاخـــــــه بندونه جــــوړول غـــواړم
د ماشومانو له څيرو او زړونو
د ويرې رنګ او هيبت ورک غواړم
د نيکمرغۍ د اهورا په مخ کې
د بدمرغۍ اهريمن سپک غواړم
ما را بللې فرشته د ورورۍ
زه يې راتلو ته انتظار يمه لا
د مساوات او عدالت زيري ته
سترګې په لار ه بې قرار يمه لا
لا مې د خپل د ستر آرمان د کلي
لار او نقشه تر اوسه کښلې نه ده
لا يې کو څو ته لټوم نومونه
دتهداب کرښه مې کاږلې نه ده
ما مې لا خپله لور په سره ډولۍ کې
د بخت کاله ته استولې نه ده
ما مې د خپل لمسي د ناوې ورا
د کور تر وره بدرګه کړې نه ده
زما ضمير د ماتې ننګ نه مني
زمری ژوند ون د تسليم رنګ نه مني
زه د رزمــــــونــــو د ډګـــــر لاروی
زمـــا ايمان د مــــرګ قلنګ نــه مني
سر مې له ښکلو آرمانونو ډک دی
زړه مې له سترو اميدونو ډک دی
ځــــه د هغـــو ناولـــــو کور ته ورشه
چې يې ژوندون له ګناهونو ډک دی
شومــــه دانه او دام د بــــل ته وسه
خپل دا خبيث مرام د بـــل ته يوسه
زه بـــــــه دې ســــــــټه د آبا وبـــاسم
د زهرو دغه جـــام دې بل ته يوسه
اسدالله زمــــری
۲۰۰۹/۲/۱
وروستي