
د اتل ژباړه
سړي غوږۍ پورته کړه. شمېرې ته يې وکتل. هغه يې غوږ ته ونيوه.
ښځې په ټېلېفون کې وويل: سلام. وخت لرې چې خبرې وکړو؟
ـ سلام
او د سترګوله کونج څخه يې هغې ښځې ته چې ترڅنګ يې ناسته وه وکتل: اوس نه.
ـ مېرمن دې درسره ده ؟
سړي د ښځې په غاړه کې لاس واچوه: هو.
ـ ښه، بيا وروسته زنګ درته وهم. خدای پامان.
ـ ښه ده . خدای پامان.
غوږۍ يې پر مېز کېښوده. لاس يې د ښځې له ملا را تاو کړ.
هغه يې د ځان خواته راکښېکاږله: ښه ګرانې چېرته وو؟
ښځې په دواړو لاسو ټېل واهه: څوک و؟
ـ يو ملګری مې.
ـ نو ولې دې رنګ وتښتېده؟
ـ نه، نه کومه خاصه خبره نشته .
ښځې خپل مخ د هغه مخ ته ورنږدې کړ.
ورويې پوښتنه وکړه: مېرمن دې وه؟