
منصورا حمد زی
آلمان
۰۵/۱۰/۲۰۱۳
حضرت محمد (ص) هیڅکله دچا غوښتنه ندی رد کړی .خو په هغه شرط چه ناروا غوښتنه به نه وه .
مګر نن دکابل په اداره کی مشروع او حقه غو ښتنو ته رد ا نا مشروع او نا حقه غو ښتنو ته هرکلی ویل کیږی .
د دی لیکنی عنوان می د ښاغلی احمد ضیا مسعود له مرکی څخه چه دښاغلی کرزی په تیره دوره کی د لمړی مرستیا ل وه را اخیستی دی .
احمد ضیا مسعود په یوه تیلویزیونی مرکه کی له خبریال سره ځینی مسلی مطرح کړی چه زه به یی غور چا ڼ دلته راواخلم او له تاسو سر به یی شریک کړم .
داوسنی نظام کی په جوږښت کی د راتلونکی کال تر ټاکنو وروسته سیاسی بد لون را منځ ته شی . اوسنی ریاستی نظام نتیجه ورنکړه باید پارلمانی نظام یی ځای ناستی شی . صلاحیتونه وویشل شی . دافغانستان اداره باید وویشل شی . وا لیا ن انتخابی شی .
داحمد ضیا مسعود دا هغه سندری دی چه دبرلین او پاریس غوڼډو کی د محقق دوستم او نورو په ګډون ویلی دی نوموړی ته دا مهمه ندی چه څوک یی اوری اوکه نه یی اوری عملی بڼه لری اوکه نه یی لری خو هغه ته مهمه دمعلما نو لخوا په شا ټپول او ...... ترلاسه کول پکار دی همدا سندری دخپل خسر برهان الدین ربانی او ورور احمدشاه مسعودڅخه ورته په میراث پاته شویدی دبل لوری دبی روزګاری څخه چه مناسب عاید هم نلری په تنګ شوی .
دافغانستان اداره باید وویشل شی : پدی هکله د کابل څخه خپریدونکی محورورځپا ڼی لیکلی وه چه داو سنی اداری ( ۷۰ ٪ ) لوړ پوړی چارواکی دیوی سیمی اوسیدونکی دی مګر ځینی نوری سرچینی بیا دا شمیره ( ۸۰ ٪ ) په ګوته کوی چه پرون ولسوالی وه(پنجشیر) او نن د کرزی له ځانګړوپیر زوینو نو څخه ولسوالی یی ولایت ته لوړه کړه چه پدی ګام سره داداری تشکیلا تو اصول تر پښو لاندی کول وه .
دملی دفاع وزارت ملی امنیت لوی ریاست دکورنیو چارو وزارت دمحور ورځپاڼی درپوټ له مخی (۶۵ ٪ ) اما نوری باوری سر چینی داشمیره ( ۷۵ ٪ )په شا او خوا کی په ګوته کوی چه دپنجشیر او سیدونکو په ولکه کی دی .
د بسم الله محمدی له کورنیو چارو وزارت څخه په شاکیدل اودملی دفاع وزارت ته بیرته ګرځیدلی دا یوه تاکتیکی لوبه وه ترڅودپنجشیر (برفی زمریان) پردی وزارت منګولی نوری هم ټینګی کړی . ددی بر سیره امریکایی منابعو ویلی دی چه دملی امنیت لوی ریاست کی ډیر نوی کسان دیوی سیمی څخه په دندو ګمارل شویدی .
احمد ضیا مسعود اوس باید ووایی چه نورڅومره ویش ( برخی )غوښتونکی دی...........؟
صلاحیتونه : دموجوده نظام له شروع تر نن پوری دو لسمشر لمړی مرستیالی څوکی دیوی سیمی میراثی دی دسولی دعالی شورا مشر تیا دبرها الدی ربانی په کورکی میراثی شوه کاری وړتیا د پام وړندی علاوه لدی دمخدر ه ټوکو سره دمبارزی وزارت دبهرنیو چارو وزارت دپوهنی وزارت دکورنیو چارو وزارت دولسی جرګی مشری دالمپیک لوی ریاست په پولیسو اوملی اردوکی بی شمیره جنرالان او قول اردو قوماندانان پرون او نن یوی سیمی اوسیدونکوته ورساپارل شوی که د هیوادنورو برخو سره یی پرتله کړو په فیصدی کی نشی راتلای نور ددی غوښنی برخی دپاسه یی ددوهمی سقاوی ارمان هم تر سره شو .
دښاغلی ولسمل په وینا چه ویلی وه پنجشیر یو کلی دی چه له یوه سره یی اواز وکړی بل سرته یی اواز رسیږی داحمدضیامسعود له نظره کوم صلاحیتونه چه دښاغلی کرزی له لوری ورکړل شوی لږدی نور څومره صلاحیتو نو ته اړتیا لری .............؟ چه با صلاحیته شی .
ریاستی نظام نتیجه ورنکړه باید پارلمانی نظام را منځ ته شی : احمد ضیا مسعود فکر کوی چه دا موضوع دبهرنیا نو تر لار ښوونی لاندی په ځیرکی سره رامخته کوی چه پایله کی به د بالکان په شان افغانستان ټوټه کړودا ډول څرګندونی او خوبونه د نوموړی بی خبری دافغانستان له تاریخ څخه دی که نه داسی اپلتی به یی نه ویلی پارلمانی نظام په هغوهیوادونو کی پلی کیدای شی چه سیاسی ډګر کی پوه متجرب تعصب یی خاورو ته سپارلی وی دښځو حقوقو ته درناوی وی بد اخلاقی بچه بازی پر(۴) کلنو ماشومانو جنسی تیری قمار انسانی قصابان نه وی کار اهل دکار ته وسپارل شی مکافا ت او مجازا ت موجودوی قانون حاکم وی دافغانستان په شان قانون په ارشیف کی ونه ساتل شی قانون د زوروا کانو په کنترول کی نه وی قانون دمصلحتونو او سازشونو قربانی نه وی په ملک کی زور او زر حکومت ونکړی مثال د المان هیواد کله چه دوهمه نړیواله جګړه مخلفینو وګټله بیا دالمان دنورنبرګ ښارکی دجنګی مجرمینو لپاره محکمه جوړه اوجنګی مجر مین په سزاورسیدل هیواد کی قانون حاکم ولسونو یی دسولی اوامن په فضا کی دخپل جنګ ځپلی هیواد دبیا ودانولو لپاره مټی را ونغښتی مګر ډیر په خو ا شینی سره باید ووایو چه غربی اشغالګرو دخپلو شومو مخو ته درسیدو په خاطر تر هر څه تیر هغه زاړه جنایتکاران قصابان ددی پر ځای چه محکمه شی بیا یی دواک پر ګدی کښینول لدی څخه افغانانو ته دا روښانه شوه چه غربی اشغالګر دیموکراسی دځان لپاره غواړی دنورو لپاره یی دشعار په بڼه غواړی .
لویدیز فیدرالیزم زموږ هیواد کی په هغه بڼه چه هغوی یی غواړی دپلی کیدو وړ ندی ځکه هلته کار اهل دکار ته سپارل کیږی او زموږ هیواد کی کار بی سواده بی مسلکه متعصبو قاتلانو جاسوسانو او دوطن پر سر تجربه کارو معامله ګروته ورکول کیږی نور لدی امله خو د (۴۵ ) هیوادو دپوځو نو په موجودیت کی یوازی امنیت هم ټینګ نشو دا چه دغلا فساد مخه یی ونشوه نیولی بلکه خپله هم غلا او فساد کی ښکیل شول چه په سلهاوو بیلګی یی دملل متحد له نمایندګی نیولی بیا تردیپلو ماتیکونمایندګیو پوری چه اخری سرحد یی ترعادی عسکروپوری رسید لی دی .
اوس قضاوت داحمد ضیا مسعو پلاس چه څه ډول ریستی نظام غواړی ................؟
والیان : زموږهیواد کی والیان ډیر لږتر سترګو کیږی چه دکاری وړتیا له مخی په دندو ګمارل شوی وی ډیره برخه دګوندونوغړی د مخکښو کسانو په سپارښتنه اویوه برخه تجاری بڼه لر ی مثالونه توریالی ویسا د قندهار والی هغه څه چه دنوموړی په هکله رسنیو کی خپاره شوی دحیرا نتیا وړ دی دهرات موجوده والی وحیدی وایی چه دا ولایت دښاغلی اسماعیل خان ولایت دی دهغه خواهش سره به سم اداره کیږی لدی څخه نوموړی په ډاګه کوی چه دپخوانیو مجاهدینو قوماندان او ننی داوبو او بریښنا وزیر چمچه او دهغه ملاتړ ورسره دی که دسیمی استوګن هرڅومره ستونزی ولری پر والی صاحب تا ثیر نشی کولای لکه درحما ن بابا شعر چه وایی ( لکه ونه مستقیم پر خپل مکان یم که خزان را باندی راشی که بهار)
عطامحمد نور دبلخ والی دشمالی ټلوالی مخکښ غړی چه دنوموړی په اړه رسنیو کی ډیر څه تر سترګو شویدی داسی ویل کیږ چه دری لسیزی مخکی یی دری بسوی ځمکه دپلار په نوم سره مزارشریف کی در لوده مګر دجهاد تر نامه لاندی نن د یو میلیاردډالرو څخه زیاته شتمنی او چوکی ګټلی دی او دمعتبرو منابعو له قوله چه د (ای اس ای ) خاص استازی هم دی تر دی چه یو ه مصاحبه کی دای اس ای په لار ښوونه وویل چه د ډیورند کرښه دی په رسمیت وپیږندل شی اوس غواړی په راتلونکو ټولټاکنو کی د زور زر او دبهرنیانو په ملاتړ ولسمشری اویا مرستیالی پر څوکی ګونډی ووهی .
یوه برخه والیان دراکړی ورکړی کسان دی علاوه لدی دامنیی قوماندانی دملی امنیت مسولین ښاروالان تر ولسوالانو پوری څوکی په پیسو رانیول کیږی چه دا په دولتی ادارو کی دشفا فیت ښکارندویی کوی ..... ؟
او س داحمد ضیا مسعود څرګندونو قضاوت لوستونکو ټه پریږدوله کومی چه زه احمدضیا مسعود پیږنم او په ۱۹۸۲ میلادی کال کی مو دشهید قوماندان عبدالحق سره یوه میاشتینی ګډ سفر درلوده په اروپایی هیوادونو کی مو ګډ و کنفرا نسو او غونډو کی ګډون در لود تعلیمی او سیاسی پوه یی دوزارت دندی اپاره هم کافی ندی .
نن ورځ هیواد کی د(۵۰۰۰ ) شهیدانو چه دثورد کودتا اتلانو په شهادت رسولی وه فاتحی اخلی اود مسولینولپاره یی له دندولیری کول او دسزا غوښتنه کوی در حال چه ( ۸۰ ٪ ) دپخوانی خاد او پرچم غړی چه دیو میلون څخه زیاتوافغانانو په وینو یی لاسونه سره دی مګر دشمالی ټلوالی سره ایتلاف لری په دندو ګمارل شوی یو شمیر یی دولایتونو دامنیت دمسولینو په توګه هم ګمارل شوی چه بیا همغه خرک اودرک دی او نه هم غله په غلو نیول کیږی .
دشمال بیلتون پاله ټلواله چه ژبنی سیمه ایزاو ګوندی تعصب یی تګلاره دی ژوند ی او مړه مشران یی پدی رنځ اخته دی وایی چه داسرا یلو پو ځیان ملکی وګړی نه وژنی پدی شرط چه فلسطینیان نه وی همدا ډول افغانستان کی یو متل دی چه وایی دسپو کور په کور بدی دی مګر فقیر ته ټول یو دی . دملی امنیت پخوانی مشر چه او س دسیاست ډګر کی غور ځنګونه وهی په خپله جاسوسی دامریکی لپاره په ډیر ویاړ ویلی وه چه زه امریکایانو ددی دندی لپاره خوښ کړم تریننګ یی کړم بیرته یی دندی (جاسوسی) ته را واستولم ددی نه علاوه یی د سی ان ان تیلو یز یون سره په مرکه کی په ډیر افتخار سره ویلی چه ما په خپلو لاسو نوپه سلهاوو پښتانه وږلی دی .
په هیواد کی دتړلودروازو تر شا لوبی له ملت څخه پټی ساتل کیدی په واک کی جنګی مجرمینو قصابانو جاسوسا نودخپلوګټو او واک خوندی توب لپاره پردی پری غوړولی وی مګر ولس پدی پوهیده چه ددرواغو منزل لنډ دی او ددوی په منځ کی به درزرا پیدا کیږی ترڅو واقعیتونه رابهر شی هغه ورځ نن راورسید ه له پټو اسرار وپرده پو رته شوه (یوه بلا بلی بلا ته وایی بو ) رسنیود ملی امنیت پخوانی ریس امرالله صالح او حاجی محمد محقق دوحدت ګوند مشر پراحمد ضیا مسعود رښتینی نیوکی وکړی په ځواب کی امر الله صالح هم په رښتیاویلو پیل محقق ته وو یل چه د تیلفون بیل د تیلویزیون ن انتن بیل دکارکونکو معاش له بهرنیو هیوادو څخه اخلی اودهری پریکړی دعملی کولو لپاره دری بهر نیو هیواد و نو ته سفرونه کوی ددوی څرګندونی سل په سلو کی پر حقیقت دی دواړو ته دلا ډیرو بریاغوښتنه کوو چه داسی نورحقایق هم رابر سیره او ملت سره یی شریک کړی .
هیوادکی چه دټولټاکنو وخت په رانږدی کیدو دی دایتلا فونو بازار هم په درز اوغپ کی روان دی وینو چه دویش پر سر بیګاه له یوه سر سبا دغوړی ګولی په لیدو بل سره قسمونه کوی چه په اصل کی ځینی دافغانستان قسم خوړلی دښمنان دی ځانونه دقومونو مشران بولی درحالی چه مربوطه قومونه دهغوی په موجودیت او تیروکړنو شرمیږی مګر دکرزی په مرسته یی بیا هم خپل قومونه برمته کړیدی یو وایی چه زه دری میلونه رایی لرم بل وایی زه څلور میلونه رایی لرم په ډالرو دولسوالیو ولایتولوړول اوپه حکومت کی دوزارتونوڅوکیو پر ویش یی پلورم اوس به انتظار شو چه کوم دولسمشری کاندید ( که ټیکه دار ) ددوی غو ښتنو ته هرکلی وایی .
دولسمشری ټاکنی دنیواک په حالت کی ګرانی تر سترګو کیږی ځکه چه نیواک ګر به خپلو ګټو په خاطر مشروع ته به نا مشروع او نا مشروع ته به مشروع رنګ ورکوی .
دانتخاباتو کمیسیون دکار شفافیت ډیرارزښتناک رول لوبوی وبه لیدل شی چه دجنګی مجرمینو دکاندیدانو سره څه ډول چلند کوی دکاندید ید وحق ورکوی دبل لوری دزور واکانو او بهرنیانو دمداخلی په وړاندی به یی دریځ څرنګه وی .
دولسمشری څوکی ته نوماندان دری ډلی دی لمړی ډله د ملی یوالی مل ګټو ساتونکی او ابادی توانمندی ولری لکه علی احمد جلالی ډاکتر اشرف غنی احمدزی پخوانی دکورنیوچارو او مالیی وزیران څرنګه چه دوی دملت دمشروع غوښتنو دپوره کولو وړتیا لری ملت هم پردوی باور اوددوی هرډول ملا تړ کوی که دواړه سره ایتلاف وکړی نور به هم دهیواد او ملت په ګټه تمام شی دویم هغه کسان دی جه دملی یوالی دښمنان دملی ګټو دښمنان او دورانی (بربادی ) دوستان په تیرو دری لسیزو کی ملت ازمایلی ( ازموده را ازمودن خطااست ) چه د واک قوم پالنی په لټه کی دی علمی سطحه او کاری وړتیا یی ډیره ټیټه اخلاق کمزوری او رسوایانی یی ډیری لوړی چه د خپلو ګټو او ژوند دبقا لپاره هلی ځلی کوی بیسوادان جنګی مجرمین او قصابانو بغیرنور څوک ور سره دایتلا ف لیوالتیا نلری خو د خواشینی ځای دلته دی چه حزب اسلامی ته یی څرنګه فریب ورکړی لکه پښتو کی چه متل دی (داوښ جلب یی په خره پسی تړلی دی ) دریم دا ځلی دتیر ولسمشری له نوماندی څخه شرایط لږڅه ګران ښکا ری ګرانی یی دپیسو ضمانت او دمختلف سیمو څخه دکارتون را جمع کول دی بیا هم امکان لری چه ځینی اشخاص دشهرت په خا طر دسیالی ډګر ته وړاندی شی .
امید چه زموږ غیرتی ځوریدلی او په وطن مین هیوادوال وړشخصیت ته خپلی درنی رای ورکړی چه په راتلو نکی کی یوه داسی اداره را منځ ته کړای شی چه کار اهل دکار ته وسپاری اود مصلحتونو او سازشونو حکومت ته دپای ټکی کیږدی د جنګی مجرمینو او د زر او زور قانو ن سره مخه ښی وکړی دملت ارادی ته درناوی وکړی. د جګړی دپای ته رسیدو امکان درښتینی عدالت په پلی کیدو(مجر مینو محکمه ) سره د سولی ورورولی یوالی اوځلانده را تلونکی فضا هیواد کی را منځ ته کیدای شی .
دسر لوړی با ثباته او ودان افغانستان په هیله .
په درنښت