
دزړه ټوټې : د هيچا ډيوه تر سهاره نه وي لګيدلي ،له خپله قدرته څخه ناوړې استفادې مه کوه ،کله کله دې خوا ته هم ګوره! ستا به په زړه وي چې ما به تل د اوښکو څاڅکي د لمنې په غيږ کښي راغونډول او تل به مې ويل چې له دغو نه يو ښکلی اميل سازوم چې ستا پر ګريوانه يې وځړوم ،اما روغو وګړو به راته د ليوني خطاب کاوه. اوس هم دا ليک په هسې حال کښې تا ته ليکم چې ګوتې مې د يوه سوي پتڼ تودې ايرې شني،او ليمه مې د اوښکو اميلونه د بريالي پتڼ پر مزار ږدي. ها ،ها، ته مه خوابدی کيږه مخ راستون کړه !ما ته د اوښکو ﻻړونه لږ نه دي . که وايې تا ته به بل روغ کړم اما زه…زه…زه د مينې او محبت په نړۍ کښې دا وړ نه بولم چې ستا د ګريوانه له پاره د څو سړو اوښکو ﻻړ وړاندې کړم نور نو ته پوهيږې که ما ته نه ګورې اوس به د اوښکو ﻻړونه سره وشلوم او په تور خاورو کښې به يې دانه دانه کړم بيا به ته پسې ګرزې او په زيږو شګو کښې به يې پلټې . زه به ستا له پاره دسوځنده تڼاکو ﻻړونه وپييم ،هر کله چې ما ته وليدې ،ستا په غاړه کښې به يې درواچوم ،اما ستا دې وي که به يې نه قبلوې ځکه چې دلته زما په وس کښې تر دې ګران بل شی نسته. زما لمن د اوښکو په اندازه قيمت لري او کوګل د داغونو په ميچ .ښه مې را په زړه سول چې هلته پر سدو خلکو ويل: مينه د ميړو او مړونه د ميړانې
په قدر ارزي ستا رشاد