ټولټاکنې او د پښتنو نامالوم سیاسې برخلیک

 په کابل کښې سیاسې بازار ښه ګرم دي له پوسټونو استعفاوې سیاسې ایتلافونه د ولسمشرۍ نوماندان د مرستیالانو ټاکنې د مختلفو توکمو خوشحاله ساتل د شمال څخه نوماند ولسمشر لومړې معاون یې پښتون د پښتون ولسمشر لومړې معاون یې پاړسیوان دوهم یې ازبک ، تاجک  اویا هم هزاره د نوم لیکنې تر وروستئ ورځې پوري اوولس تنو رسما ځانونه کاندید کړي او خپل مرستیالان یې هم معرفي کړي .
پښتانه د تل په څیر یو ځل بیا له یو داسې حالت سره مخ دي چې مرکزې مشرتابه نه لري دپښتنولویه ستونزه د یو متحد او داسې یو نوماند نه شتون دي چې ټول پښتانه پري راټول شې او په ټولټاکنو کښې د هغه برې باورې کړي د ګڼو پښتنو نوماندانو نوماندې به د پښتنو د رایو دپاشلو په مانا وي کوم داسې عمل چې به د پښتنو لپاره په سیاسې ډګر کښې یو ستر زیان وی مطرح پښتون کاندید ډاکټر اشرف غنی احمدزی دي چې د ډیرو پښتنو ورته سترګې دي خو د هغه د کور سړي ورور یې حشمت غنې احمدزی ورسره سم ځان کاندید کړي په یوه کور کښې سره یو نه دي بیا د ټول افغانستان په کچه سره په یونوماند راټولیدل خو ناممکن دی د رایو ویش او د یومرکزې نوماند نه شتون به ددې لامل شې چې د پښتنوسیاستوالو سیاسې خلا رامنځته کړي.
 له بل لورې د تیر ځل په څیر طالبان چې ټولټاکنې یو غیر مشروع عمل او دا یوه امریکا یې دسیسه او پروژه ګڼې یو ځل بیا به د ټولټاکنود ګډودۍ او نه ترسره کیدو پراخه هلې ځلې وکړي او حتی خپل ټول وس  اوتوان به دټولټاکنو د ګډوډۍ لپاره وکاروي د اندیښنې خبره داده چې طالبان اکثریت یې په پښتون میشتو سیمو کښې واکمن دي او په  خلاص مټ به دخپل کنټرول لاندي سیمو کښې  د پښتون رایه اچونکو مخنیوي وکړي  همدا راز هڅه به وکړي چې  خوندي ځایونه چې نسبتا هوسا او ارام دي د مختلفو لارو نا ارامه او خپل هدف وګرځوي ترڅو دټاکنو جریان ګډوډ او مشروعیت یې تر پوښتنې لاندي راولي کوم چې له شک پرته د ګڼ شمیر پښتون میشتو پښتنو د رایو له منځه وړل دي.
  ویل کیږي چې دهیوادپه شمال پښتون میشتو سیمو کښې د شمال ستمیانو داسې وسله والې غیر قانونې ډلې زیږولي چې موخه یې د پښتنو  سیمو نا ارامې او د پښتنو د رایې داستعمال  له حق څخه بې برخې کول دي دا خپل سرې وسله والې ډلې ټپلې د اربکیانو محلې پولیسو او په نورو ګڼو نومونو سره د پښتنودسیمو ناارامې غواړي دوۍ  مختلف نومونه اورنګارنګ لارې چارې په کار اچولې چې د افغانستان تر ټولو لوې ټبر له ټولټاکنیز بهیره وباسي.یادې او دي ته ورته نورې ستونزې د پښتون ټبر د سیاسې تخلف او وروسته پاتي کیدو لپاره لوي خنډونه دي پښتانه په پراخه پیمانه په ټولتاکنو کښې د ګډون په وسیله کولاي شې چې دا ټولې ننګونې او ستونزې له منځه یوسي او یو داسې نوماند ته رایه ورکړي چي ددوۍ د درد دوا شي . که چیرته دولت د ټولتاکنو د امنیت په ساتنه او د ولس په خوندیتوب کښې پاتي راغي کوم چې د ډیرې رایه اچوونکو په مخ کې ستر خنډونه دي نو پرته  له اړنګه د ټولټاکنو قانونې مشروعیت به له منځه ولاړشې او هیواد به یو ځل بیا د سیاسې بحران پر لور رهي شي.