په لوګر کې ارسلا جمال د مقدوني سکندر ورک شوی زندان کشف کړ



بيګاه شپه د کرکټ د ډيرې خوښۍ له امله مې سټايل بيخي بدل و، بس ملې سندرې مې اوريدې هم مې خوښي کوله او هم مې ژړل.
په تيرو څو اونيو کې دا دوهم وار دی چې بې اختياره خوښي مې ګوګل را دربوي او له خوښۍ مې په سترګو کې اوښکې راځي، په افغانانو په تيرو څو لسيزو کې اوس اوس د الله رحم شوی دی او څو اونۍ وړاندې فوټبال سخت خوشاله کړو او پرون کرکټ دومره خوشاله کړو چې نيږدې و په دفتر کې نوکري هم رانه پاتې شي.
ماښام ټلويزيون ته ناست ووم لرڅاری( ريموټ) مې يو خوا بلخوا تاواوو ځکه نن د ملي سندرو د اوريدو ورځ ده، خو يوارې مې د طلوع نيوز په يوې خپرونې سترګې ولګيدې ګورم چې د لوګر والي صيب ارسلا جمال پکې ناست و، خپرونه ډيره تيره شوې وه خو ما يي دا وروستۍ برخه ايله بیله ګيرکړه، ما ويل کيدای شي ارسلاجمال به هم لکه ما احساساتي شوی وي، د جمعې ورځ ده کورته راغلی دی او د کرکټ د مبارکي په موخه به په ټلويزيون کې ميلمه وي.
خو داسې نه و بحث ډير تود، چلونکی يي ډير منطقي او له لوګره پوره خبر له والي سره د لوګر پر ستونزو لګيا وو.
په دې منځ کې د ډيرو نورو پوښتنو تر څنګ څو پوښتنې ډيرې عجيبې وې يوه دا چې ارسلا جمال څه موده وړاندې د سلام وطندار په نوم يوې راډيو ته ويلي و چې په لوګر کې زور واکي، جنګسالاران او پخواني جهادي قومندان هغه دغه کوي.
خو په ننۍ خپرونه کې منکر شو، کله چې د ميز چلونکي په پوره وزن او اهنګ سره د سلام وطندار خبر ورته قرأت کړ، نو ارسلا جمال مسکی شو او په نرۍ مسکا يي وويل:(( در ديکشنري مه جنګسالار نيست ولي به سلام وطندار که ګفتم.................)) ډير عجيب والي مو دی خدای دې ژوندی لري ډير زيات يي غوښتل ځان منطقي وښيي خو ناشونې وه.
بله پوښتنه:(( جناب والي صيب در لوګر چقدر زمين های دولتي غصب شده است؟))
والي څه وايي((تا حدود بيست هزار جريب))
کله چې چلونکي ترې پوښتنه وکړه چې دا ځمکې چا غصب کړي دي نو ده وويل زور واکو، کله چې چلونکي ورته وويل په لوګر کې زور واکي څوک دي، نو والي بيا ماشومان منطق را تازه کړ او ويي ويل:(( په لوګر کې د ټوپک زور واکي نشته خو هغه چې ځمکې نلري بس دغه يي غصبوي ځکه اوس د اوبو امکانات د ژورو څاه وو له لارې برابر شوي دي.))
ارسلاجمال هم ښه وايي، ته او خدای غريب سړی د غصب وس لري، ښاغلی جمال راشه زه يي در وښيم په برکي برک کې د خاکې دښته چې نيږدې څو زره جريبه ده ټوله قومي زور واکو چې ستا په څير پخوانيو واليانو ته محترم و دوی غصب کړې او بيا يي خرڅه کړې ياد کسان هم زور لري هم زر.
هلته ډير داسې کسان شته دي چې يو زوی يي د پوليسو افسر دی، تره يي په ملي امنيت کې کار کوي، خو بل يي بيا طالب دی، پيکا ورسره وي او ځمکې غصبوي، که ته يي نه منې نو بيا به يي زه کله مې چې ستا برښناليک پته پیدا کړه نومونه در وليږم او د زور واکو په اړه کوم پيژند چې ته کاروي دا ډير ماشومانه منطق دی، له يو والي سره چې نيکټايي يي کړي وي، پتلون يي اغوستی وي، په مدرسه کې يي هم زده کړې وي او يو شنګ ملا ګوټی هم وي دا ډول منطق کارول ډيره بده خبره ده.
والي بله په زړه پورې خبره دا وکړه چې په خپله خبره کې يي ويل چې تر دې دمه يي د دې ځمکو له منځ څخه يوازې يو زندان موندلی دی ځمکه يي تاييد شوې او بیرته را ګرځول شوې.
زما په اند دا زندان کيدای شي د سکندر مقدوني د وخت وي ځکه ارسلاجمال لوګر ته د کشفياتو په خاطرتلی دی نه د بيارغونې، ښې حکومتولۍ، او فساد سره د مبارزې په موخه، نو دا نوی کشف يي چې کړی دی او دا دومره ډيره يانې څو بسوې ځمکه يي موندلې په مډال ارزي او هیله من يم چې مرکزي دولت دی هم د نورو په څير په يو مډال ونازوي او زه د لوګر د خلکو په استازيتوب ورته مبارکي وايم او دا کشف ډيره د وياړ خبره ده.
بله په زړه پورې او نوې ناولده يي دا وکړه چې په سيمه ايزو پوليسو سخت مين و او ده ته سیمه ايز پوليس د نجات ملايکې ښکاري، خو دی خبر نه دی چې سيمه ايز پوليس چيري دي څه کوي.
ښاغلي جمال په خپلو خبرو کې وويل: چې سيمه ايز پوليس ډير ښه مديريت لري او يوازې شمېر يي کم دی چې بايد شمېر يي زيات شي ځکه دوی کليوال خلک دي او دښمن ډير ښه پيژني.
خو ښاغلی والي: په برکي برک کې جوړ شوي سيمه ايز پوليس ټول پوډريان، قماربازان او د شمال ټلوالې پخواني ټوپکسالاران، پاټکيان دي که نه يي منې ورشه د برکي راجان تر څلور زرو هټۍ لرونکو بازار وګوره اوس پکې سپي انګولي او په سلګونو هغه خوار لوګريان چې ورته پکې کاري موکه وه په کور ناست دي، د کوچني اختر په ورځ دوی په ولسي خلکو باندې د ملک کلا په روغتون کې ډزې وکړې او يو تن يي و واژه او بل يي ټپي کړی، همداسې د کال له پيل څخه تر دې دمه دوی په لسګونو کسان ويشتلي چې ټپيان او يو نيم پکې مړ شوی هم دی، همداسې په سلګونو نور چې ږيرې لري، پټکي په سر کوي د دوی له لوري بې عزته شوي دي، په برکي راجان کې له شته ښونځي څخه په لسګونو زده کونکي د ښونځي پريښودو ته اړ شوي دي چې ډير يي په کور ناست دي او د ګوتو په شمار يي ښونځي ته ځي.
همدا سيمه ايز پوليس و چې د دوی له لاسه ازره اته مياشتې کلابنده شوې وه او تر ننداره ايزو عملياتو او يو بل ته د مډالونو په ورکړې سره پای ته ورسيدل او نن هم ازره بيا کلابنده شوې، په لسګونو محصلين پکې بند پاتې دي، خوراکي توکي نشته دي، مشران ګواښل کيږي او ډير ژر به د وحشي طالبانو وحشيان بيا پرې حاکم شي.
څو مياشتې مخکې به دې ياد وي کنه(( ځکه ته په لوګر کې تر ډيره ويده يي او تل درنه د سنځل ګل مشاعرې په څير پرتمينې غونډې تيرې شوي وي او ته خبر نه يي)) په پادخواب شانه کې طالبانو د بهرنيو سرتيرو په پوځي بيس شينګ کې اته تنه کارکونکي چې د کلنګار و وژل، همدې سيمه ايزو پوليس په کلنګار کې لاره بنده کړې وه او د يادې سيمې خلک يي را کوزول وهل يي ټکول يي، له ځان سره يي بيول څو د خپلو وژل شويو کسانو غچ د طالبانو پر ځای له همدې مظلومو لوګريانو څخه واخلي.
په لوګر کې ستا په شتون کې د برکي برک په ولسوالۍ کې شخصي عقدې دومره ډيرې شوي دي چې کور په کور بدې شوې، څو ورځې مخکې به دې ياد وي په شاهمزار سيمه کې يو تن د شخصي عقدې له امله امريکايانو ته قومنده ورکړې وه څو د غازي ګل علم خان په کور چې په ياده سيمه کې  د ستانکزيو مخوره کورنۍ ده د انګريز په جګړه کې يي ډغرې وهلي دي، انګريزان يي تر لندنه ځغلولي دي او تاريخ پرې ډک دی په دې نوم چې کړوسی يي طالب دی پوځي بيس جوړ کړي، چې د دې بيس د جوړيدو له امله د ياد کور تور سرې بې عزته شوې، څاروي او غواوې يي سرتيرو حلالې کړې او غوښيي وخوړې، له غنمو څخه يي سنګرونه ته بوجۍ ډکې کړې وې او په لسګونو د مڼو نيالګي يي هم امريکايانو وسوځول او ته هم د هوا له لارې د دې کور د يو غړي سره يو ځای هلته ورغلې او بيا دې قومنده ورکړه چې له دې کوره و وزي.
ښاغلی والي، ته په ولايت کې د شته ښاروال احمدخان الفت د چم کيدو وس نلرې، نو له زورواکو به څنګه ځمکې واخلې، ښاغلی والي، ته له مقام څخه د باندې له ډاره وتلای نشې تاته به څنګه معلوم شي چې سيمه ايز پوليس په لارو او بانډو کې څه کوي، ښاغلی جمال ته ځان ډير منطقي بولې خو ستا منطق ماشومانو ته ورته دی، په کور کې چې ماشوم سهوه وکړي داسې انې بهانې کوي چې هيڅ چاته د منلو وړ نه وي خو څه وکړي خلک اړ دي ستا منطق ومني ځکه ته نه په خدای باور لرې، نه هم له وطن سره مينه.
په پای کې د لوګر متدينو خلکو د دې خلکو پر ضد تر پاڅون، لاريون، اعتصاب پرته بله لار نشته، طالب مو وژني، سيمه ايز پوليس مو وژني،امريکايان مو وژني، چارواکي مو تجارت در باندې کوي خو تاسو لا هم لاس تر زنې ناست ياست.
که چيرې لوګريان والي ارسلا جمال، د خاموشۍ پادشاه علي محمد ته چې په ملي شورا کې ستاسو وکالت کوي، وکيل او د امريکايانو په ډالرو مست ښاغلي اکبرستانکزي ته ناست ياست او يا هم د ولايتي شورا له ژيړ پټکي عبدولي وکيل څخه د خدمت تمه لرۍ په تاسو قرآن ده چې ويي نه وينۍ، ځکه چې والي مو لا هم ماشوم دی، او ماشومانه خبرې کوي، استازي مو داسې دي چې يو بيخي خبرې نشي کولای او بل مو يوازې په دې فکر کې دی چې په لوګر کې به امريکايان کومه پروژه اعلانوي چې دی يي واخلي.
ښه مې ياد شي کله چې ارسلا خان د لوګر والي شو همدې اکبر ستانکزي د تير شوي کال د واورو پيسې پرته له دې چې واورې يي پاکې کړي وي پیسې د لوګر د ټول ګټو له رياست څخه و ويستې او په خپل جيب کې يي واچولي، که والي دا خيال کوي چې ما څوک نه ويني هرڅوک او تر ټولو ډير دې الله تعالی ښه ويني او له خدای دې شرمينده غواړم، که اکبر ستانکزی وايي چې د ده په نوښت په جوړه شوې اونيزه(( ملي هيلې)) کې د ده د انځورونو په خپرولو او لکسس موټر به مې خلک غلط شي هيڅوک در باندې نه غلطيږي، که علي محمد وايي چې پټه خولو نيول هم يوه لار ده داسې نه ده ځکه پټه خولو......... نيولې چې....کوي نو ستا خولو هم لکه..... داسې ده، که صاحب خان صيب دا وايي چې په ولسي جرګه کې يوازې د ږيرې په ښورولو سره به مې خلک ومني والله که دې ومني ځکه ډيرو ږيرورو، لونګۍ دارو او نورو موږ خوړلي يو، که شکيلا هاشمي وايي چې خلک به مې د سيدې او ال پيغمبر په نوم ومني والله که دې ومني ځکه اوس ډير سيدان تيرو ته په درناوي سره يوازې جاسوسان او سوداګر دي، که عبدالولي وکيل وايي چې ژيړ پټکی به مې خلاص کړي والله که خلاص شوې، ځکه له ولايتي شورا د ازرې اډه جوړه ده خو په ازره کې خوراکي توکي نشته، په ولايتي شورا کې د ازرې په نوم شورواوې پخيږي خو ازرکيان د خوراک ډوډۍ نلري، په ولايتي شورا کې مزې او چړچې دي خو په ازره کې خلک يوازې د خدای هيلې او کومې معجزې ته په تمه دي.
په پای کې د والي ارسلا جمال دا کشفيات به د تاريخ زرينو پاڼو ته وسپارو، د ملي شورا غړي به هم خدای ته وسپارو ګوندې چيرې يي پر موټر د وحشي او وطن ورانونکو وسله والو طالبانو ماين ور برابر شي.
ومن الله توفيق
صمدخان غر
samadkhanghar@gmail.com