
پوهنمل محمود نظری
فرعون د انګور واښکی په لاس کې ناست وو ، چې شيطان دربار ته ننوت
شيطان ورته وويل: څوک کولای شي دا د انګورو واښکی په مرواریدو بد ل کړي؟
فرعون وويل : يا
شيطان په کوډواو سحرسره هغه د انګورو دانې په مروارید و بدلي کړې
فرعون هېښ پاته شو او شيطان ته يې وويل: شاباش! ډير تکړه استاذ يې
شيطان هغه یوه کلکه چپیړه وواهه او ورته يي وويل:
زه هغوپه دې استاذي په بندګي ونه منلم او ته احمق د خدایي دعوا کوې
***
بهلول په کوڅه کې ناست او د سروزرو په یوې ايکۍ ( سکې ) يې لوبې کولې ،یو سړي د بهلول په لاس کې دا دسرو زرو ايکۍ ولیده هغه پوهیده چې بهلول لیونی دی نو هغه ته ورنژدې شو او وروريې وويل :
دا ايکۍ ما ته راکه زه به د هغه په بدل کې همداسې لس نوري ايکۍ درکم .
هغه خپلي مسي ايکۍ بهلول ته وښوولې
بهلول ورته وويل: په یو شرط يې بدلوم چې دخره هنګا راته وکړې
هغه شاوخوا وکتل، څوک نه وو ،نو د خره هنګاه يې وکړه
بيا يې بهلول ته وويل:
دخره هنګا مې وکړه، راکه خپله ايکۍ!
بهلول په ځواب کې ورته وويل : ته چې خر يې لا پوهیږې ،چې داايکۍ د زرو ده او ستا هغې د کوټو يا مسو دي زه خو لا انسان یم.
هغه سړی خجل شو او ولاړ
***
بهلول د هارون الرشید سره ښکار ته و تلئ وو ، مخي ته يې یوه هوسۍ وغورځيده ، خلیفه دهغې خواته غشۍ وویښت خو هغه ختا شوه
بهلول نارې کړه: شاباش!
خلیفه په غوسه هغه ته وويل:
پر ما ملنډې وهې؟
بهلول ځواب ورکړ:
زه هوسۍ ته وايم شاباش چې ښه وتښتيده.
***
یو باټک هارون الرشيد ته ځان تجار وپيژاند او هغه ته يې دداسو شيانو بيان کوئ چې خلیفه يې ناديده مین شو
هغه وويل په هندوستان کې يو معجون شته چې سپین
ږيرې بيرته ځوانوي؛ له شپيته کلن نه شل کلن جوړوي.
خلیفه ترې وپوښتل: څومره سره زر ددي جواهرو او معجون د راوړې لپاره په کار دي.
هغه ورته وويل: پينځوس زره دیناره
خلیفه پیسې ورکړې . ډيره مده تيره شوه خو هغه مالوم نشو
يوه ورځ خلیفه دا نکل جعفر برمکی ته وکړ او ويل يې که هغه په لاس راشي د هغو څو چنده پيسې به ځينې واخلم او سر به يې د بغداد پر عمومي وره ځوړند کړم چې نورو ته عبرت شي
بهلول کټ کټ وخندل او هاورن ته يې ويل: دا ستا نکل د ګيدړی اود چرګ نکل غوندې دی
خلیفه وپوښتل : څه ډول ؟
بهلول وويل :
يو چغال د يوې بوډۍ له کوډلې يو چرګ وتښتاوه.
بوډۍ نارې غلبلې وهلې:
چغال زما دومنی چرګ يوور!
چغال له ځان سره ويل: دا بوډۍ درواغ وايي دا خو دومره نه دی
د هاخوا ګيدړه راغله چغال ته يې ويل څه فکر کوې؟
چغال کیسه ورته وکړه.
ګيدړې ورته وويل: ته يې ماته راکړه چی زه يې تول کړم
ګيدر ی چرګ په خوله کې ونيوی او په تښتده يې چغال ته وويل :بوډۍ ته ووایه زما پسې يې په درې منه وشمېره!
هاورن وخندل
***
دوه ټوکيانو خپل ديو ګاونډي سره چې ډير حاضر ځوابه وو مخامخ شول ددې لپاره چې هغه تر اغيزې لاندې راولي
يوه ورته وويل:
ښه شو چې ومو ليدې موږستا په سر شرط تړلی دی . ښه ده ستا څخه خپله وپوښتو:
زه وايم ته ليونی يې او دی وايي يا هغه بيړا(احمق) دی کوم يو يې سم دئ؟
هغه د دواړو په منځ کې ودريد او هغو ته يې وويل:
زه اوس د يو بيړا او يو ليوني تر منځ ولاړ يم
***
مظفر الدين شاه قاجار له شهزاده دارب ميرزا څخه، چې اوږده ږيره يې لرله وپوښتل:
د فتحعلي شاه په پاچاهي کې خوشاله وې که زما په پاچاهی کې ؟
داراب ميرزا ورته وويل: يو هم نه، صایب!
فتحعلى شاه ږيره لرونکي خوښ وه او ما هغه وخت ږيره نه لرله اوستا بې ږيرې خوښ دي او زه ږيره لرم
***
ناصر خسرو وايي:
گفت سوزن با رفوگر وقت شام
شب شد و آخر نشد کارت تمام
روز و شب، بيهوده سوزن ميزنی
هر دمی، صد زخم بر من ميزنی
من ز خون، رنگين شدم در مشت تو
بسکه خون ميريزد از انگشت تو
زينهمه نخهای کوتاه و بلند
گه شدم سرگشته، گاهی پایبند
گه زبون گرديدم و گه ناتوان
گه شکستم، گه خميدم چون کمان
چون فتادم يا فروماندم ز کار تو
همی راندی به پیشم با فشارتو
میبری هر جا که ميخواهی مرا
میفزائی کار و ميکاهی مرا
من بسر، این راه پيمودم همی
خون دل خوردم، نياسودم دمی
گاهم انگشتانه ميکوبد بسر
گاه رويم ميکشد، گاه آستر
گر تو زاسایش بری گشتی و دور
بهر من، آسایشی باشد ضرور
ژباړه
ستنې ويل پينه دوز ته ماښام
تياره شوه کار دی لا نه دی تمام
نه شپه ګورې نه ورځ کار، کار
په رفوکې سل ټپو نه راکوی هر وار
زه دی په لاس کې په وینه سور شوم
له بسه چې ستا د ګوتې وینې څښم.
کله لنډ او کله اوږده تارونه ګالم
کله پښه تړلې کله سربداله شم.
کله اسکيرلی ،کله ناتوانه شم
کله مات ،کله کوږ لکه کمانه شم .
کله چې نشم کولی کاريا لویږم
په زور ه زوره په مخ تيله کیږم
هر چيري چې غواړې ما بيا يې
کا ر ډيروي او ما خوار کموې .
زه چې په سر دا ټوله لاره وهمه
وینې خورم يو ګړی دمه نه لرمه
کله مې انګشانه وهی په سرسر
کله رویه ګنډمه کله بيا آستر
داچې ته خلاص يا نه غواړی دمه
خو ماته ضرور ده اخيرڅه دمه
گفت در پاسخ رفوگر کای رفیق
نیست هر رهپوی، از اهل طریق
زین جهان و زین فساد و ريو و رنگ
تو چه خواهی ديد با اين چشم تنگ
روز میبینی تو و من روزگار کار
میبینی تو و من عیب کار
تو چه ميدانی چه پیش آرد قضا
من هدف بودم قضا را سالها
ناله تو از نخ و ابریشم است
من خبردارم که هستی يکدم است
تو چه ميدانی چها بر من رسيد
موی من شد زين سيهکاری سفيد
سوزنی، برتر ز سوزن نیستی
آگهی از جامه، از تن نیستی
من نهان را بینم و تو آشکار
تو يکی ميدانی، اما من هزار
من درینجا هر چه سوزن ميزنم
سوزنی بر چشم روشن ميزنم
من چو گردم خسته، فرصت بگذرد
چون گذشت، آنگه که بازش آورد
ژباړه
بېزوني يې په ځواب کې ويل رفيق
هر پينه هم نه ده اهل د طریق
څه غواړې ووینی په دې سترګه کوشنۍ
فساد او حيله او رنګ که نړۍ
ته ورځ وینې زه روزګار
ته کار وینې زه عیب د کار.
ته څه پوهیږې څه غواړي قضا
چې نښه يې يمه زه له کلنو پخوا
ته له تار او ورېښمو وهې بغارې
زه پوهيږم د ژوند په چارې
څه پوهيږې په ما څه شوي چارې
تور وېښته مې سپین شوی واړې
ستن يې خو د ستني برتر نه يي
په کالو پوهيږې په ځان خبر نه يې
زه پټ وینم ته سم ښکاره
زه په زرو پوهيږم ته په يوه
زه چې هر څه پينې ګنډمه
په روښانه سترګو يي وینمه
که دمه شم فرصت له لاسه ځي
چې تير شی څوک بيا هغه راستنوي