
په افغانستان کې د
ولسمشرۍ او د ولایتي شوراګانو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنو لپاره د ګڼو ګوندونو،
ډلو، شخصیتونو او ان د افرادو ترمنځ د ایتلافونو د جوړیدو او ماتیدو بازارونه ګرم
او د مختلفو ایتلافونو په اړه ضد نقیض خبرونه هره ورځ د خلکو تر غوږونو پورې له
ګڼو رسنیو څخه رسي، تېره شپه مې له یو شمېرتلویزوني رسنیو څخه واوریدل چې د تاجکانو
د جمعیت ګوند، د هزارګانو د وحدت او د پښتنو د حزب اسلامي ګوندونو پر خپلو منځونو
کې د راتلوونکو ټاکنو لپاره سره ایتلاف وکړ چې د لومړنی یاد شوی ګوند څخه ډبل
عبدالله د ولسمشرۍ او له پاتې دواړو ګوندونو څخه اینجنر محمدخان او محقق خان د لومړی
او دویم مرستیالانو په توګه غوره شوي دي، ددغه ایتلاف ترڅنګ نور ګڼ افراد هم په
خبرو بوخت دی چې په خپلو منځونو د ټاکنو لپاره د یومشخص کاندید په راټولیدو سره
ایتلافونه وکړي چې د پردې تر شا ګڼي معاملي او خبري رواني دي خو زه غواړم د یاد
ایتلاف چې ددریو ګوندونو ترمنځ را منځ ته شوي یو څه تم شم.
دغو یادو ګوندونو
پخوا هم په خپلو منځونو کې د واک د لاس ته راوړلو په موخه سره ایتلافونه کړی او
مات کړي هم دي چې د ډاکتر نجیب الله له حکومت وروسته په تنظیمي جګړو کې ښکاره بیلګي
موجودي دی یوه خبره جوته ده چې دغه ګوندونه تل په افغانستان کې د واک په لټه کې دي
او د هېواد د ابادۍ اوترقي فکر هم له هماغه اوله وختونو راهېسي نلري او یادې څېري
چې دوی اوس هم د راتلوونکو ټاکنو لپاره وړاندي کړي د هېواد د پرمختیا کومه برنامه
او فکر نلري چې دوی به څه کوي خو یوازي غواړي چې واکمن او خلک وګواښي.
د تیرو تنظیمي
جګړو پرمهال جمعیت له جنبش، وحدت سره ایتلاف او د حزب په مقابل کې جګیدل چې وروسته
بیا جنبش او وحدت له حزب سره یو ځای او د جمعیت په مقابل کې جنګیدل چې په دغه وخت
کې په مختلفونو نومونو باندي د کابل شپیته زره ښاریان د خاورو لاندې او کابل یې په
یوه کنډواله ښار باندې بدل چې ددغو تنظیمي مشرانو څخه یې ویلې هم ول چې د کابل نقشه
خرابه او باید له سره په نوي نقشي سره اباد شي.
نو اوس مهال هم
دغه تنظیمونه په ټاکنو کې د یو مشخص کاندید په اړه سره سلا شوي دوي غواړي یو ځل
بیا تېر حالت تکرار کړي او د واک پر ویش سره وران او کابل په سرو لمبو کې وسوزوي
ځکه دوی ملت ته ښودلي چې تېر ځل هم د واک پر سر د دوي په منځ کې جنګ وو او اوس به
هم د واک د ناسم ویش پر سر وران او جنګونه به پیل کړي که واک ته ورسېږي خو دا ځل
فکر نکووم چې یاد خوبونه په رښتیاوو بدل شي ځکه.
دا ځل عام ولس په
رایو کې برخه نه اخلي او د زیاترو ولایتونو په ولسونو کې ټاکني هم د ناامنیو له
امله نه کېږي نو که ټاکنې کېږي نو دا ځل به د امنتي ننګونو له کبله ټاکنې یوازې د
ولایتونو په مرکزونو کې ترسره کېږي چې د ولایتو په مرکزونو کې به هم عام ولس په
ټاکنو کې ګډون ونکړي ځکه دوی په تېرو دوه ځلو ټاکنو باندې پېښمانه شوي او دریم ځل خپل
ځانونه نه غولوي او په رایه باندي خپل وخت نه ضایع کوي.
زما په اند دا ځل
ټاکنې ځکه برخلیک بښوونکې دي چې دا ځل د افغانستان باسېواده او ځوان قشر خپله رایه
کاروي چې ددغو ځوانانو رایه فکر نکووم چې د یادو ایتلافونو مشرانو ته واچول شي چې
په تېر کې ازمویل شوي دي. دا ځل ځوانان او رایه ورکوونکې هوښیار شوي که د هر قوم
او یا تنظیم پورې اړه ولري خو رایه به داسی یو شخص ته ورکوي چې له هغه سره د
افغانستان د ابادۍ او یو موټي توب فکر او خیال ورسره وي .
باور نکووم چې ددوی خپل اولادونو به هم دوی ته
رایې ورکړي ځکه هغوي هم د نوي نسل سره ځانونه سیال بولي او له داسي شخص څخه به
ملاتړ وکړي چې هغه د هېواد ټولو قومونو، ولسونو او پرګنو ته د قبول وړ او مناسب
شخص وي چې هم به نړیوال شهرت لري او هم به له ملي شهرت څخه برخمن وي چې په هیڅ
تنظیم پورې به تړلي نه وي.