
بلنه:
((را روان دي تور بادونه ))
له زرين انځور سره ادبي ناسته
قدرمنو هېوادوالو،
افغانيک تاسو ته له ښاغلی زرين انځور سره په یوه ادبي ناسته کې بلنه درکوی.
ښاغلی انځور به خپلې څو نوې کيسې تاسو ته پخپله واوروی.
ښاغلی زرين انځور د بيلابيلو ادبي، کلتوري، ژورناليستيکي او ولسي کارونه تر څنګ
د لنډو کيسو ډير تکړه ليکوال هم دی.
د ده د لنډو کيسو شپږمه ټولګه (را روان دي تور بادونه) په دې وروستيو کې د دانش خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوه او په دې محفل کې به هم پرې خبرې وشی.
وخت: پنجشنبه، د ۲۰۰۹ کال د مارچ ۵ د مازدیگر پنځه بجې
ځای: د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک)، د بن ښار، جرمنی
|
آدرس AFGHANIC/Seminar-Raum (im Brunn Autoland, III. Etage) Justus-von-Liebig-Str 24 53121 Bonn, Germany معلومات Tel 0228 - 409 76 30 Mobil 0174 741 73 06 wardak@afghanic.org |