
ځینو کسانو
فکر کولو چې د کمونیستانو وروستنی مشر ډاکتر نجیب په ناحقه ووژل شو! ځکه چې هغه څه
ګناه نه وه کړې! نوموړي له ملت او ولس سره مینه لرله! روسان او شورویان یې د افغان
ولس د آرامۍ اوهوسایۍ لپاره راوستلي او یا ساتلي وو!
دا هغه خبرې دي چې تر
ننه پورې ځینو کسانو کولې! خو د طالبانو په لوري زما د زړه د ورتګ یو لوی
لامل دا و چې ډاکتر نجیب یې په دار کړ! که څه هم چې هغه وخت زما عمر داتلسو کلونو
په شاوخوا کې و! نه چا د طالبانو لوري ته دبلنې دعوت را کړی و! او نه یې کوم
امتیاز راته منلی و! او طالبانو زما په څېر د یو نوي ځوان ور سره یو ځای کېدو ته
کومه اړتیا او ضروت هم نه احساسولو! هسې مې زړه غیر اختیاري هغه وخت د طالبانو په
لوري ورغی کله یې چې درې کارونه وکړل:
لومړی د ډاکتر نجیب په
سزا رسول! دوهم د ساز، فحاشۍ او بد اخلاقۍ مخنیوی! دریم په بې بندو باره ښځو
پابندي لګول!
کېدای شي بلکې یقینا چې
طالبانو تر دې ډېر لوی لوی کارونه وکړل! ولس ته یې امن او ډاډ راوست! هېواد یې له
تجزیې وژغورلو! اسلامي نظام یې پلی کړ! خو زما زړه په دغه درې شیانو ورباندې ورغی!
او دا هم غیر ارادي او غیر اختیاري! که څوک پوښتنه را نه وکړي چې طالبانو خو نور
هم ډېر ښه کارونه وکړل ستا ولې دغه درې خوښ شول! یقینا چې په هغه وخت کې خو له ما
سره داسې کوم قانع کوونکی ځواب نه وو چې د نوموړې پوښتنې ځواب مې ویلی وای!
خو یو څه اوس ویلی شم، او زړه ته مې په شعوري او اختیاري ډول معقول ځواب ور کولی
شم، که څه هم چې مخکې مې هم زړه ډاډه و، خو په غیر ارادي او غیر شعوري ډول!
څه وخت
مخکې کله چې د هالینډ حکومت د هغو پنځو زرو شهیدانو لیست خپور کړ، کوم چې د وخت
کمونیستي نظام په شهادت رسولي وو! یو په یو مې زړه ته دا خبره کوزه شوه چې هغه د
ډاکتر نجیب په وژلو دې چې زړه خوشحاله شوی و، او له وجې یې دې طالبان خوښ شوي وو
علت یې دهغو زرهاوو شهیدانو د پاکو او مظلومانه وینو اغیزه او اثر و! کوم چې نن یې
ټولې نړۍ ته خپل مظلومیت ثابت کړ!
د ځینو معلوماتو
له مخې ډاکتر نجیب الله د ۱۳۵۸ کال د جدي په میاشت کې
د اګسا رئیس وټاکل شو! او دغه لیست هم دهغو شهیدانو دی چې په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کې په شهادت رسول شوي
وو! د هالینډ د څارنوالۍ د څرګندونو په اساس یو بل ۱۲ زره کسیز لیست هم شته
چې لا نه دی خپور شوی!
په نړیواله کچه د
د هر حکومت او نظام اداري جوړښت، او په هغه کې د اشخاصو او افرادو ارتقاء او تنزل
ته په کتو سره یو کس که هر څو ښاغلی، نابغه او غښتلی وي نشي کولی او نه یې څوک مني
چې په یوه مهم پوست پرته له دې چې تجربه او وړتیا یې ولري وګومارل شي، په ځانګړي
ډول دا کار د کمونیستانو په نظام کې ددوی تر خپلو منځو یو څّه مشکل غوندې و، ځکه
خو دوی اوس هم هر وخت د وړتیا او مسلکي توب خبرې کوي، دا چې ډاکتر نجیب د
اګسا رئیس ټاکل کېږي او تر اوو کلونو پورې په همدې مهم او حیاتي پوست باندې پاتې
کېږي! او هغه هم د کمونیستانو او روسانو په نظام کې! څه فکر کېږي چې لامل یې څه
کېدای شي!!!
له دې کبله چې ډاکتر
نجیب ښه ځواني لرله؟ له دې کبله چې جراره ژبه یې لرله؟ له دې کبله چې لیک او لوست
یې زده وو؟ له دې کبله چې په سیاست پوهېدو؟ له دې کبله چې پښتون و؟ که فرض
کړو چې ددې ډول لاملونو له کبله به دومره مهم او لوړ پوست ته رسېدلی وي! نو بیا خو
ډېر داسې کسان شته وو چې د ډاکتر نجیب ځواني! ژبه! لیک، لوست او سیاست یې هغه د چا
خبره په ګرد پسې هم نشوای رسېدای! هغوی ولې ددې پوست لپاره نه غوره کېدل؟
دوهمه مهمه خبره دا چې
اوه کاله د استخباراتو د رئیس په توګه پاتې کېدل بل هغه څه دي چې ګڼې اندېښنې را
ولاړوي!
د پای خبره دا راوزي چې
دومره لوړ اومهم پوست ته د ډاکتر نجیب رسېدل! او بیا اوه کاله په همدې پوست پاتې
کېدل! په څرګند ډول ښيي چې سړي په خوند قصابي کړې وه! ډېرې میندې یې ژړولې وې! په
ډېرو کورونو کې یې د ویر ټغر غوړولي وو! د ډیرو ماشومانو له سرونو یې د هغوی د
پلرونو د مهربانۍ او شفقت سیوری لیرې کړی، دوړو، ګردونو، ګرمیو او د پردیو منت او
سوال ته یې اړ کړي وو! د ډېرو ناوکیو دنویو هیلو تازه ټوکېدلې غوټۍ یې
مروړلې وې! په ډېرو کلیو او ښارونو کې یې د خوشحالیو او خنداوو ریباران په
دار کړي وو! هو هغه څه یې چې کرلي وو هغه یې ورېبل!
کمونیستانو داسې
لوی جنایتونه وکړل چې دا دي د افغان ولس په ډېرو کلیو او کورونو کې یې هیر شوي
دردونه او غمونه، او یو څه جوړ شوي پرهرونه له څه باندې دیرشو کلونو وروسته یو ځل
بیا را تازه کړل! خو دا چې افغان ولس نېږدې شل کاله وړاندې د نوموړو
جنایتونو یو مرتکب، په خپلو سترګو په دار ځړېدلی ولیدلو! یقینا چې اوس به یې زړونه
ډېر درد نه کوي!
د پاتې جنایتکارانو د
ورته برخلیک په هیله.
زلمی هېواد وال