پښتانه او شمال -لويديزه پوله
پښتنو له لومړي سر نه د هند په سياست كې ډير مهم رول لوبولى دى. د پښتنو د سيمې جغرافيايي موقعيت دوى ته د هند د چوكيدارانو نوم وركړى دى. جواهر لال نهرو ددغې سرحدي سيمې په اړه داسې كښلي: ( تر كومه چې ما لوستي دي، د داستانونو، حماسو، جرئت او بغاوتونو ددغې ځمكې منظره زما مخې ته راځي، بيلابيل انځورونه كاږي چې زما ذهن پرې ډكيږي. زموږ ددغې سرحدي ځمكې ماضي څوك هيرولاى شي او يا يې حال چې د هند لپاره له اهميت نه ډك دى؟
زموږ لپاره چې د هند په نورو برخو كې اوسيږو، مهمه ده، چې ددغې سرحدي سيمې د خلكو په اړه لا زيات معلومات ولرو، دوى څه احساس كوي، څه فكر كوي او څرنګه عمل كوي او د هغې راتلونكې په اړه چې دوى يې په تمه دي. د بيلابيلو عواملو له مخې په ځانګړې توګه د بريتانيا د پاليسۍ په بنا سرحد ايالت او قبايلي سيمې له نور هند نه د ډيرې مودې راهيسې عايق ساتل شوي دي او د رمزونو او خشنو اعمالو ځمكه بلل شوې. يو رواني حصار چې په جهالت او ويرې بنا دى، په قصدي توګه زموږ د بهرنيو واكمنانو په واسطه رامنځ ته شوى او يوه داسې پاليسۍ په مخ بول شوې چې نه يوازې د قبايلي خلكو د دوامداره اذيت سبب شوې، همداراز د هند د پيسو او سرچينو د پراخ لګښت سبب هم شوې ده، تردې نه هم ناوړه دا چې په ټوله سيمه كې يې بدبيني ته وده وركړې.
دغه پاليسۍ تراوسه پورې روانه ده، خو هغه حصار له پخوا نه كنډر شوى دى، دغه حصار د هغو بادونو له امله ټكان خوړلى چې په ټول هند كې اوسمهال چليږي او ولسونه له خوب او بې حالۍ څخه را بيداروي.
ملي تحريك له پراخو دښتو غرنيو درو ته پراخه شوى دى او د خيبر تنګيو او درو ته رسيدلى دى. دغه حصار باالاخره د هماغه برجسته سړي عبدالغفار خان په واسطه كنډو شوى، چې خلك يې او موږ ورته په مينه پاچا خان او فخر افغان وايو. كله چې د نن ورځې تاريخ ليكل كيږي، ښايي يوازې د يو څو تنو چې د عامو خلكو توجه يې ځانته راجلب كړې، پكې يادونه وشي، په دغو څو كسانو كې به هم يوه فوق العاده او مخكښه څيره باچا خان وي. سيده ساده، ايمانداره، ريښتنى، له ښكلى او زړه راكښوونكى مخ سره چې توجه ځانته راجلبوي، داسې يو كركتر چې د اوږدو كړاوونو او سختو ازمايښتونو په ترڅ كې ټوكيدلى، له سختيو ډك او ايمانداره شخصيت، څوك چې په خپل ماموريت پوره پوره باوري دى، خو له دې سره سره حليم، لطيف، له پوره ملايمت سره داسې يو كس چې هر څوك يې د طبعيت ليواله دي. وګورئ هغه د خپلو خلكو په منځ كې، چې چارپيره ترينه راتاوو دي. په تاثر او تحسين سره ورته ګوري او هغه ورته په خپلې محبوبې ژبې خبرې كوي، كه څه هم ښايي اكثره وخت په خپلو خلكو منت وكړي، د خپلو احساساتو لپاره، خو د هغه غږ نرم، ملايم او له شفقت نه ډګ دى. وګورئ هغه يو ځلې بيا له وړو ماشومانو سره، د هغه سترګې ځليږي، ځكه چې له ماشومانو سره لوبې كوي او د هغه په سخت مخ په بيا بيا خندا خوريږي.)
دغه سرحدي ځمكه د هند د تير تاريخ د مهم مطلب په توګه ښايي له بيلابيلو لارو بيا هم د اهميت وړ رول ولوبوي. دا په تيرو زمانو كې د اسيا د دريو سترو كلتورونو د اتصال سيمه وه، د هندي، چينايي او عربي. دلته يونان له هند سره په كلتوري ملګرتيا او فلسفي همراهۍ كې يو ځاى شوى دى. له همدې نفرت انګيزې او تراوسه پورې د هند له دروازې، خيبر درې ډير خلك او نژادونه راځي، دوى په هند كې خپله مشخصه ونډه اخلي او تراوسه پورې د هند دانسانيت په سمندر كې ځانونه ډوبوي. د پيړيو پيړيو راهيسې د هندي كلتور مركز، دغه سرحدي هيواد په ټول هند كې خورا مشهوره وو، كله چې زړورې لښكر كشۍ له جنوبي هند نه راپورته شوې، چې د ختيزو سمندرونو جزيرې او مجمع الجزاير مستعمره كړي او ماليزيا احاطه كړي، نو د كابل د سيند له درې څخه يې ډير څه اخيستې دي.
خو دا د ډيرې پخوانۍ زمانې خبره ده، موږ يو ځلې بيا د اوس لپاره هم همداسې فكر كوو، دا ځمكه ښايي ډير ژر د سترو هيوادونو او غورځنګونو د اتصال ځاى وګرځي. ددې د جدايۍ ورځې تيرې شوې. كه څه هم دا سيمه د صنعت او تعليم له پلوه اوس هم وروسته پاتې ده، خو يو نوى ژوند پكې په راټوكيدو دى، خلك يې راويښ شوي او په غورځنګ راغلي.
ددې سيمې جنوب ته خو يې خپل د هند هيوادوال دي، لويديز ته يې ايران او افغانستان دى، شمال ته يې شوروي اتحاد د نوي تمدن له پيل سره او شمال ختيز ته يې چين دى.
كه له روانو طوفانونو او انديښنو تير شو، راتلونكې لا له پخوا نه ځليدلې ښكاري، يوه داسې راتلونكې چې هند له چين، شوروي اتحاد او د لويديزې اسيا له هيوادونو سره له نږدې تړي.
زموږ سرحد ايالت به د دوى د اتصال ځاى وي او په دې توګه به تاريخ يو ځلې بيا تكرار شي، خو لكه د معمول په شان له يوې مختلفې لارې او پر يوه مختلف پلان .
غفار خان چې د سرحد په ګاندي مشهور دى Man of god و، چې خپل ټول روح يې د خپل مقصود لپاره وقف كړى و. نوموړي له هغه څه نه مختلف وو چې پيښ شول. دا به كافي وي چې درك كړو، پښتنو ته هغه د عدم تشدد په بشپړه توګه له منلو پرته نور څه ورنه كړل. هغه په دې حقيقت افتخار نه كاوه، چې پښتانه ډير ښه جنګيالي دي، هغه د پښتنو د زړورتيا قدرداني كوله خو دا فكر هم ورسره و، چې پښتانه له حد نه زيات د تشويق او تحسين له امله تباه شوي دي. هغه په دې باور و، چې له پښتنو ګټه اخيستل شوې او په جهالت كې ساتل شوي دي.
هغه غوښتل چې پښتون دې له هغه نه چې اوس دى، نور هم زړور شي خو په خپلې زړورتيا دې ريښتينې پوه هم علاوه كړي. او دا د هغه په نظر يوازې د عدم تشدد له لارې ترلاسه كيداى شي.
په ذهن او فكر مستقيم، صادق، ساده، مهربان او نجيب، زړور، ايمانداره او ريښتينى، برجسته شخصيت له دوستانه او زړه راكښوونكي مخ سره، يو داسې كركتر چې په په اوږدمهالو كړاوونو او دردوونكو ازمايښتونو كې رامنځ ته شوى. غفارخان يو فوق العاده عسكر و، چا چې له بهرني حاكميت او استعمار څخه د هند د ازادۍ لپاره مبارزه وكړه.
هغه له دولسو ځلو نه ډير زنداني شوى و، لومړى د انګريزانو او بيا د پاكستانيانو له لاسه. په ۷۷ كلنۍ كې هغه د خپلو لوړو اصولو لپاره بايد د خپل زنداني ژوند ۳۰ كاله منلي وو، خو هغه هيڅكله ټيټ نه شو...
د پيښور درې سيمه په پخوا زمانو كې د ګندهارا په نوم ياده شوې ده، هلته د يوه بې وسلې زاهد چې يو غښتلي امپراطور ته يې د مبارزې بلنه وكړې وه، غفار خان د زوكړې ځاى دى.
د ګندهارا اصطلاح د لومړي ځل لپاره په Rigveda كې راغلې دې. لكه څرنګه چې له هخامنشي ، يوناني او رومي متونو نه ښكاري، دا د هند په شمال لويديز كې سيمه بلل شوې ده.
په Rigdeva كې ددې سيمې خلك Pakhta بلل شوي دي، چې اوس ورته پښتون يا پټان ويل كيږي. پښتو ژبه په دوه بڼو ده، هغه چې په شمال ختيز كې يې قبايل كاروي او بله هغه يې چې د جنوب لويديزو سيمو خلك يې كاروي.
پښتانه اريايان دي او پښتو د اريايي ژبو د اندو ايراني له څانګې څخه ده، چې له سانسكريټ او اوستا سره نږدې رابطه لري. تر پنځلسمه پيړۍ پورې په پښتو څه نه ليكل كيدل، دستخط يې فارسي دى او په افغانستان، پاكستان او هند كې له لسو مليونو ډير خلك پرې خبرې كوي. دا ژبه اوس د پښتنو د هويت او وياړ تر ټولو څرګند سمبول دى.
پښتو ډير غني ادبيات لري. مشهور شاعران يې رحمان بابا چې تصوفي شعرونه لري او خوشحال خان خټك دى چې د وطن دوستۍ او عشقي شعرونه لري.
د شمال-لويديز سرحدي سيمو تشريح كول ستونزمن دى، هيڅ كومه وړه ټوټه سيمه يې هم د خپلو ګاونډيو هغو په شان نه ده. ...ز
د هند د تير تاريخ د يوه مهم مطلب په توګه ددغې سرحدي ځمكې كيسه ښايي په راتلونكې كې هم له بيابيلو لارو ډير مهم رول ولري. دا په پخوانيو وختونو كې د اسيا د دريو سترو كلتورونو د اتصال ځاى پاتې شوې ده، د هندي، چينايي او ايراني.
دلته يونان په كلتوري يورنګوالي او فلسفي ملګرتيا كې له هند سره يو ځاى شوى دى. د هند ستر پوهنتون Taxila ته له بيلابيلو ځمكو نه د علم لټوونكي راغلي دي. له هماغې نفرت انګيزې او تراوسه پورې د هند له دروازې خيبر درې نه ډير خلك او نژادونه راغلي دي او په هند كې يې خپله ځانګړې برخه اخيستې ده او باالاخره تراوسه پورې د هندي انسانيت په سمندر كې ډوبيږي.
د ډيرو پيړيو راهيسې د هندي كلتور د يوه مركز په توګه دغه سرحدي هيواد په ټول هند كې د ډير شهرت خاوند دى وو، كله چې زړورې لښكر كشۍ له جنوبي هند نه راپورته شوې چې د .. ختيزو سمندرونو جزيرې او مجمع الجزاير مستعمره كړي او ماليزيا حاطه كړي، نو د كابل د سيند له درې څخه يې ډير څه اخيستى دي.
د شمال لويديز سرحدي هيواد پولې هم وخت په وخت بدلون موندلى دى. د پخوانيو اريايانو په دوره كې دغه پولې له Indu درې نه د مركزي اسيا تر لرې پورې وغځيدلې او د افغانستان ډيره برخه، اوسنى سرحد ايالت او په سيند او بلوجستان كې يې د هند و جنوبي دره رانيوله. له ميلاد نه د شپږو پيړيو له مخكې د دور نه بيا تر ۱۸۱۹ پورې د هیواد دغه برخه چې اوس سرحد ايالت بلل كيږي، د ايراني، كوشاني، تركي، غوري، مغل او دراني امپراطوريو يوه برخه پاتې شوې ده. په ۱۸۹۹ كال د سكانو تر شاوخوا شلو كلونو واكمنۍ وروسته دغه سيمه اوس په بيلابيلو ولسواليو چې د بريتانيا له خوا رامنځ ته شوې وې، د پيژندلو وړ ده. دا اوسنى تعديل شوې پوله، ډيورنډ كرښه په ۱۹۸۴ كال رامنځ ته شوې، د سليمان د غرونو په اوږدو كې له افغان جګړو وروسته هغه قبايل چې په خيبر، مومندو، كرمه او وزيرستان كې وول، د بريتانيا د نفوذ تر ساحې لاندې راغلل. په دې توګه د سرحد ايالت يا ان ډبليو اف پي دوه پولې په برخه شوې، يوه نړيواله پوله چې ډيورنډ كرښه ورته وايي، په دې سره بريتانوي هند له افغانستان څخه بيل شو او بله اداري پوله
چې هغه زون مشخصوي، چې په واقعيت كې بريتانيا نيولى دى. ددې دواړو پولو ترمنځ سيمه چې قبايلي پټاره بلل كيږي د بې خاونده ځمكې په توګه پاتې شوه، دا سيمه په نقشه كې د هند يوه برخه وه خو په واقعيت كې نه، اوسيدونكي يې په مستقيمه توګه بريتانوي ملكې ته وفاداره نه بلل كيدل.
او نه يې خپلې ځمكې پريښودلې چې له بريتانوي هند سره ملحق شي. له پوځي سړكونو آخوا به قبايلي خلكو هغه څه كول چې د دوى په ګومان به يې حق كيده. دوى به په خپلو قلعه لرونكو ودانيو كې له خپلو ښځو سره يو ځاى اوسيدل. دوى د بريتانيا د تابعينو په توګه له چلند سره نه مخ كيدل، خو د بريتانيا د تر پوښښ لاندې اشخاصو په توګه به تر هغو خپلواك وول چې انفعالي او بې ارادې به اوسيدل، خو كله چې به فعال شول سمدستي به له سرپرستۍ سره مخ شول.
خو اوس چې كوم حالت دى، د ان ډبليو اف پي شمال ته د هندوكش د غرونو سلسله ده، جنوب ته يې بلوجستان دى، ختيز ته يې كشمير او پنجاب دى او لويديز ته يې افغانستان. دا سيمه ۳۸۰۰۰ ميل مربع مساحت لري، نفوس يې له پنځو مليونو نه ډير دى، چې غوڅ اكثريت يې مسلمانان وول، پخوا پكې پنځه فيصده هندوان، سكان او عيسويان هم ول، خو د هند له ويش وروسته نږدې ټولو سيمه پريښودله.
د ان ډبليو اف پي اوږدوالى ۴۰۸ ميله او سور يې ۲۷۹ ميله دى. خاوره يې په دريو جغرافيايي برخو ويشل شوې ده. لومړى برخه له هندوانو نه راديخوا د هزاره ولسوالۍ، د هندوانو او د هغو تپو چې د پيښور، كوهاټ، بنو، مردان او ديره اسمعيل خان ابادې ولسوالۍ جوړوي، ترمنځ نرۍ تراډه او ددغو ولسواليو او د افغانستان د سرحد ترمنځ ناهمواره غرنۍ سيمه.
ددغې سيمې له دريو نه تريوې نه لږه ډيره برخه يې همدغه ابادې شپږ ولسوالۍ جوړوي او پاتې دوه پر دريمه برخه يا ۲۵۰۰۰ ميله مربع يې دواړه قبايلي پټاره يا هغه ازاده خاوره جوړوي چې د يوې پيړۍ لپاره يې د بريتانوي ولكې پر خلاف مقاومت وكړ. د اداري مقاصدو لپاره دا وروستۍ سيمه له ويش نه مخكې په پنځو سياسي اجنسيو ويشل شوې وه: ملاكنډ، كرم، خيبر، شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان.
د ان ډبلو اف پي اكثره نفوس پښتانه دي. هندوان د دوى د سيمې او او ددې نيمې وچې د نورې برخې ترمنځ له نژادي پلوه يو سرحد دى. قبايلي پټاره څلورو مهمو قبايلو نيولې ده، افريدي، مومند، وزير او مسعود، نورې قبيلې لكه اوركزي، يوسفزي، محمدزي، بيټني، شينواري او يو شمير نورې هم پكې اوسيږي. يوسفزي په بونير او له پيښور نه اخوا په تپه يي وطن كې پراته دي، د پيښور په شمال-ختيز كې د كابل او سوات د سيندونو په منځ كې مومند پراته دي.
د خيبر په شاوخوا او په جنوبي كليو كې اوركزي پراته دي. د كرم او ګومل ترمنځ وزيرستان غځيدلى، داسيمه غرنۍ ده او لوړې ژورې لري چې اوسيدونكي يې وزير دي، جنوب ته اكثره په پيونده پورې مربوطې قبيلې اوسيږي چې تل په حركت كې وي. له ۲۰۰۰۰۰ نه ډير غلجي كوچيان هر كال د افغانستان له غرنيزو سيمو نه دهند دښتو ته كوچيږي. بيټنيو د وزيرستان په ختيز سرحد كې د ګومل او مروت ترمنځ غځيدلې سيمه نيولې ده. له بنو څخه د كوهاټ په لور د ديره اسمعيل خان هواره او زړه تنګې سيمه پرته ده، چې اكثره پكې چټان دي، ددې سيمې له دريو څخه يوازې يوه برخه يې پښتانه دي. په همدې توګه هزاره ولسوالۍ كې هم اكثره غير پښتانه دي. ددې سيمې اكثره اوسيدونكي پنجابي، كوكهر او نور دي. له كمې استثنا سره پښتانه قبايل ټول سني مذهبه مسلمانان دي. دوى د محمد(ص) په ټولو ويناوو باور لري، يوازې قرآن ته نه بلكې احاديثو ته چې په قران كې نشته او د حضرت محمد (ص) ويناوې دي، درناوى لري. پښتانه قبايل له هره پلوه، ژبني، نژادي، جغرافيايي، همداراز د تاريخ او فرهنګ په لحاظ د پنجاب له خلكو څخه خورا توپير لري.
پښتانه چې دي، په څو درځنو قبيلو ويشل شوي، چې هره يوه يې له څو زره نه نيولې بيا تر سلو زرو پورې نفوس لري. قبيلې بيا په خپل نوبت په خيلونو ويشل شوي، خيلونه د كورنى په سيستمونو چې پيچلې دي او لويې وړې پكې دي. دنسب او نيكه په سلسله كې بيا ټولې له يو بل سره تړلي دي
څو ازادې قبيلې په ځانګړې توګه يوسفزي او مومند په دواړو ابادو ولسواليو همداراز قبايلي خاوره كې پراته دي. ازادو قبايلو د پښتنې ټولنې اصلي رسوم تراوسه په خپل پخواني حالت ساتلي دي، دوى خپلو ځانونو ته افريدي، وزير، مسعود او داسې نور وايي او تر ټولو لومړى خپلې طايفې ته وفاداره دي.
دوى د خپل قانون پښتونولي يا د پښتون لارې په اساس ژوند كوي. د وي يوه سخته، بې بندوباره او د ملك، خان، او د قبيلې د رئسانو په مشرۍ ډيموكراسي لري. د دوى نفوذ په شخصي زوړتيا، حكمت او قوت بنا دي. د ابادو ولسواليو پښتنو هم خپله ژبه او كلتور ساتلى دى او د خپلو قبايلي ګاونډيو سره يې د خپل ګډ هويت احساس ورسره ژوندى دى. آن په ابادو ولسواليو كې كورنۍ د مدني قوانينو پر ځاى د دودونو پر اساس اداره كيږي، دودونه ډير نازك ځنځيرونه دي چې خلك يې د خپلې ټولنې د سرمشق په توګه په خپل حال پاتې كيدل غواړي.
په قبايلي سيمو كې چېرته چې څه باندې څلورمليونه خلك پرته له حقوقي محكمې، قاضي او وكيل نه ژوند كوي، يو څوك به ډير لږ د بې عفتۍ يا قتل په اړه واوري. له خپل عاشق سره د تيښتيدلو پيښې پكې ډيرې نادرې دي، ځكه چې خطر يې ډير او تاوان يې دروند دى.
كه چيرې متهم واده وكړ، تعقيب يې راكميږي، هلك بيا اړ وي، چې هغې كورنۍ ته چې ده ترينه جنۍ وړې ده، دوه يا درې جنكۍ تاوان وركړي. خو كه چيرې يې بې وفايي ورسره وكړه يا يې پريښودله، نو بيا ژوند هم نشي كولاى، ټوله قبيله به ور پسې وي او آن خپله قبيله به يې هم نه ساتي. دود د دود ماتوونكي ته حفاظت نه وركوي. هغه يوازې پاتې كيږي او بايد چې تاوان پرې كړي. آن ملګري به يې په جنازه كې له ګډون كولو څخه ډډه وكړي. دا دودونه سخت او وحشي دي، خو كار وركوي.
جرګه ښايي د پښتنو تر ټولو مهمه موسسه وي. دا د مشرانو د شورا معنا وركوي. هر څومره چې قبيله ډيموكراتيكه وي هومره يې جرګه پراخه وي، هلته رايه نه وركول كيږي، خو پريكړه د نظر په توافق او د غونډې په درك سره كيږي. جرګه معمولاً ملامت نه معلوموي او سزا نه پرې راولي بلكې هڅه كوي د پښتنو د دودونو په اساس د طرفينو توافق ترلاسه كړي.
لومړنى انګريز Mountstuart Elphinstone چې پيښور ته ولاړ د پښتنو په اړه يې داسې وليكل:( د دوى عيبونه انتقام، eny ، حرص او سرسختي ده، له بله پلوه بيا دوى د ازادۍ ليواله، خپلو ملګرو ته وفاداره، په خپلو تر لاس لاندې خلكو مهربانه، ميله پالي، زړور، زحمت كشه، دي او د هغو ملتونو په پرتله چې د دوى په ګاونډ كې دي، دروغ ويلو، دسيسه جوړولو او دوكې وركولو ته لږ مايل دي. ما په اسيا كې داسې نور خلك نه دي ليدلي ، چې له دوى څخه دې لږ عيبونه ولري يا لږ شهوترا يا شهوت انګيز او بې لارې وي.)
په ۱۹۵۷ كال په هند كې د بلواوو اور وليګيده، پښتنو دا يو عار وباله چې د شورش په دوران كې دې د بريتانيا پر ضد خپله ګټه واخلي، خو له دې شورشونو ډير ژر وروسته دوى خپله جګړه راتازه كړه. له ۱۸۵۸ نه تر ۱۹۰۲ پورې د پښتنو په دغې سيمې بريتانيا له څلويښتو ډيرې لشكر كشۍ وكړې. په ۱۸۹۷ كال بريتانيا د افريديو او اوركزيو پر ضد د جګړې لپاره ۴۰۰۰۰ عسكر وليږل.
دوى به تل د افغانانو اوروسيې له هجوم سره مخ وول.
Simmon Commission ټينګار وكړ، چې: ان ډبليو اف پي يوازې د هند سرحد نه دى، هغه زياته كړه: د ا له نظامي پلوه د ډير اهميت لرونكى يو نړيوال سرحد دى. دا د هند مدخل دى.
بريتانيا به پر سرحد ايالت د خپلو منګولو د ټينګولو هڅه كوله. په لومړيو كې دوى يوازې پيښور په كنترول كې درلود. پر اساسي ښارګوټو او سړكونو چې دوى به يې وصلول. د خيبر په ګډون اصلي كوتلونه بيا هم د قبايلو په ولكه كې وو، هغوى چې ځينو يې ځانونه د افغانستان شاه امان الله خان ته وفاداره بلل.
د وخت په تيريدو سره بريتانيا د سند سيند او د سرحدي تپو ترمنځ په ولسواليو كې ماليات او محكمې معرفي كړې. دوى په معبرونو باندې د خپل نفوذ د غوړولو هلې ځلې پيل كړې. پښتنو بيا جګړه پيل كړه، ماليه ټولونكي به يې وژل او ځاى ځاى به يې د انګريزانو ګزمو ته كمينونه نيول. انګريزانو په ښارګوټو كې پاتې شول، دوى به كله كله تپو ته اوښتل او خطرونه به يې په ځان منل.
د پيړۍ په پاى ته رسيدو سره شرايط بدل شول. تزاري روسيې په مركزي اسيا كې ( بخارا، سمرقند، خيوه خپلې ژورې ريښې وغځولې.
د هند په وړاندې د بريتانيا ګواښ ډير شو. لويه لوبه لكه څرنګه چې Kipling ليكي، د دوو پراخيدونكو امپراطوريو د ګتو لپاره، په خوښۍ سره جدي او چټكه شوه.
په هند كې د حاكمانو لپاره په سرحد ايالت كې سوله اوپرختګ ډير مهم نه وو، امنيت ټر ټولو مهم هدف و. په دې وخت كې افغانستان ته د يوه حايل يا بفر هيواد په توګه كتل كيدل. ابادې ولسوالۍ له هندوانو سره د هندوستان نه بيلېدونكې برخه وبلل شوه.
قبايلي خاوره د لښكر كشۍ سيمه وه، چې بايد تر حاكميت لاندې راوستل شي. كوتلونه ونيول شول، نوي سړكونه پكې جوړ شول، ځواكونه پكې برقراره شول.
د وياړلو پښتنو غبرګون طبعي او خشن و. عملاً هره قبيله په يوه او بل وخت كې وسلواله شوه. د ميلمه پالنې دود هغه مهال مات شو، كله چې ملكي بريتانويانو ته كمين ونيول شو او ووژل شول.
انګريزانو هم ورته غبرګون وښوده، قبايلي خلك يې دAndaman ټاپوګانو ته وليږدول شول، كلي او حاصلات وسوځول شول، د اوبو څاګانې او د ميوو ونې له منځه يوړل شوې، ښځې او ماشومان د محاصرې له امله له لوږې سره مخ شول. بريتانيا امنيت وګاټه او بلواوې يې چوپ كړې. دوى د كوتلونو په وړاندې پر مخ ولاړل، خو هيڅكله يې د سيمې په تپو كنترول ترلاسه نشو كړاى.
په ۱۹۰۲ كال وايسراى Lord Curzon د هند د يوه نوي ايالت د جوړيدو چې د يوه چيف كمشنر له خوا به اداره كيږي، حكم صادر كړ. دې نوي ايالت ته يې ان ډبليو اف پي نوم وركړ چې له هندوانو آخوا ټولې ابادې سيمې پكې شاملې شوې. همداراز ددغه ايالت او افغانستان ترمنځ يې د قبايلي خاورې يوه پټاره ارمنځ ته كړه چې مستقيمً به د هند تر كنترول لاندې وي، پخوا تردې دا سيمه د پنجاب ايالت يوه برخه جوړوله. داسې حكم وشو چې نوى ايالت به د سياسي څانګې او پوځي افسرانو لپاره د مهر شوي دفتر او ښكار ګاه وي.
ددغه ايالت په پنځو ولسواليو كې د ۶۰۰۰ پوليسو ځواكونه پراته وو، چې په كال كې به پرې درې مليونه روپۍ لګښت راته. ددې ايالت لپاره ځانګړى قانون او مقرارت وټاكل شول.
د اف، سي، آر ( Frontior Crime Regulations ) په اساس خلك پرته له دې چې د قانون كومې محكمې ته راكش كړاى شي، د مرګ په سزا محكوم كيداى شول.
تورن كس به ددې ادعا نشواى كولاى چې حقوقي مشورې دې ترلاسه كړي او يا يې دې د كوم وكيل له خوا دفاع وشي. مشخص انګريز پلوو ځمكوال او كاروباريان به د محاكمې كولو لپاره رابلل كيدل آن د قتل په شان د جدي جرمونو لپاره هم.
كله به چې په تيورۍ كې جرګې د حقايقو په اړه فيصله وكړه، چې عملاً به د مرستيال كمشنر له خوا تائيديده، يوې بلې جرګې چې دوى په خپله جوړوله ويل كيدل چې د څرنګه نظيم تمه مو ترينه كوله.
محكوم كس به د استيناف حق نه درلود. چيف كمشنر په په احكامو له سره غور هم كولاى شو. كله چې د ۱۹۰۹ كال Morley Minto Reforms او د ۱۹۱۹ كال Montagu chelmsfor Reforms اصلاحات په نور هند كې معرفي شول، سرحد ايالت په بشپړه توګه له دغو اصلاحاتو وويستل شو.
د اف سي آر له مقرراتو نه به اكثره وخت د هغو كسانو پرخلاف كار اخيستل كيده چې د ايالت كې به د اصلاحاتو ملاتړى وو.
له خلكو نه به غوښتل كيدل چې د اف سي ار د ۴۰ مې برخې په اساس د سولې د نيولو لپاره ټينګ امنيتي تدابير ونيسي او هغه خلك چې په دې كار كې پاتې راځي، د يوې دورې لپاره چې تر دريو كلونو پورې اوږديداى شوى، نيول كيداى شول.
کله چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په هند کې د سیاسي ناارامیو باد له زیاتیدونکي قوت سره وچلیده نو څپې یې په سرحد سیمې کې هم محسوسې شوې. د عبدالغفار خان نوم د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۹ م کال هغه مهال مخې ته راغی، چې هغه له نور هند سره په ګډه د Rowlatt Act قانون پر خلاف اژیتاسیون رهبري کړ. ددغه قانون له مخې په هند کې پر سیاسي فعالیتونو شدید محدودیتونه ولګیدل.
هغه په ډیره چټکۍ سره خورا مشهور شو او په ۱۹۳۴ کال یوه ګرمه غوښتنه ترینه وشوه، چې د هند د ملي کانګرس ریاست پر غاړه واخلي، خو هغه په تواضع سره ترینه په شا شو او ویې ویل: زه د مهاتماګاندي یو زده کوونکی یم، نه د ټول هند پر سطح رهبر.
خو په حقیقت کې هغه له دې وروسته په هند کې یو منلی او مشهور رهبر و.
جواهر لال نهرو وايي: مسلم رهبر خان عبدالغفارخان و، چې په فخر افغان، فخر پټان، د پښتون ویاړ، ګاندي سرحد باندې مشهور شو. هغه د نور هند په نظر کې له زیات نه زیات د زړورو او د نه ایلیدوونکي خلکو د قربانۍ او جرئت سمبول وګرځیده او زموږ په ګډه مبارزه کې ملګری.
عبدالغفار خان په ۱۹۴۲ کال وویل: په داسې حال کې چې پښتانه سخت ازادي خوښوونکي دي او له هر ډول انقیاد څخه ځوریدلي دي، اکثره یې اوس اوس په دې پوهیږي چې د دوی ازادي د هند د ازادۍ له درک سره ښه تړلي ده او همدا علت دی چې په ګډه مبارزه کې یې له خپلو نورو هیوادوالو سره لاس یو کړ، ددې پر ځای چې په څو دولتونو د ویشل کیدو له پلان څخه ملاتړ وکړي. دوی اوس په دې پوهیږي چې د هند ویش به په نوې نړۍ کې د ټولو د عمومي کمزورۍ سبب شي، چې هیڅ یوه برخه به یې هم د خپلې ازادۍ د ساتلو لپاره پوره سرچینې او قوت ونه لري. د جدايۍ ورځې نورې پای ته رسیدلي دي، د بین المللي ګدو هڅو او همکاریو یو نوی درک په زیږیدو دی. پښتانه له هر ډول اجبار او دیکتاتورۍ نه نفرت لري، البته دوی په خپله خوښه دې ته چمتو دي چې په دغه هیواد کې له نورو سره په یووالي او همکارۍ کار وکړي، په همدې توګه د دوی د قبایلي سیمو وروڼه، چې د ډیرې مودې راهیسې لرې ساتل شوي دي او یو داسې ژوند کولو ته اړویستل شوي دي چې له خلکو سره نه ښايي. خو کله چې دغه احساسات له خپلو خلکو سره شریکووم زه د يوې شيبې لپاره هم د هغوى د خود مختارۍ ترديد نشم كولاى. هيڅ اصول په اجباري توګه نشي رديدلاى ، او په خپل وخت به هره برخه په خپله د راتلونكې په اړه د تصميم نيولو لپاره له خپل بصيرت نه كار واخلي.
تراوسه پورې د اسيايي خلكو د يوه فدراسيون په توګه چې له بهره د هر ډول تهاجم په وړاندې مقاومت وكړاى شي، د هند مرغوبيت رديدلاى نشي او ښايي د يوه رهبري كوونكي فكتور په توګه كار وركړي چې بيلتون پالي قوتونه اړباسي په مختلفه توګه فكر وكړي او له هغو سره نږدې اړيكې ټينګې كړي چې نن يې مخالفت كوي.
دغه اسیايي هیوادونه به په نړۍ کې پر نورو متهاجم او متخاصم نه وي او هڅه به کوي چې له دوی سره دوستانه اړیکو ته پرمختګ ورکړي. خو دوی به په هیڅ وجه د کارونو اوسنۍ بڼې ته اجازه ورنه کړي چې همداسې دوام وکړي او تر مغایرو شرایطو لاندې همداسې ورنځیږي. دا هڅوونکې ده چې دلته ډیر داسې پیدا کیږي، چې په ختیز کې د سولې او ازادۍ دارنګه بلاک ته د تاریخ د نوي پیل په سترګه ګوري. سرحد ایالت ډیر ښه موقعیت لري او د پخوا په شان به دغه سیمه هرو مرو ددغو سترو بدلونونو او ایتلافونو محور او مرکز وګرځي او دا به یوازې په ازاد هند کې نه بلکې په ازادې اسیا کې مهم رول لوبول راخپل کړي.)
په ۱۹۴۷ کال هند وویشل شو، غفارخان هیښ پاتې شو. هغه ګاندي ته وویل چې هندیان پښتانه د لیوالو رحم ته پریږدي، ګاندي ورته وویل: موږ به له پاکستان سره جګړه وکړو که چیرې يې ستاسو سره ناوړه چلند وکړ، دا سمه ده چې زه په عدم تشدد باور لرم، خو دا به د هند په حکومت وي چې له پښتنو سره مرسته وکړي چې خپل د وقار او خود مختارۍ حق وساتي.
د ژباړې په اړه خپل نظر په ايميل راواستوى:
Zubair_momand@yahoo.com