دتیرې جمعې په ورځ د فبروري په ۲۶مه د الجزیرې انګلیسې شبکې یو خبر بیا بیا خپور کړ چې په هغې کې یې څو مختلف موضوعات تر بحث او څیړنې لاندې نیول . په خبر کې ویل شوې چې د حزب اسلامي او امریکایانو تر منځ د پټو خبرو اترو بهیر پیل شوې اودا بهیر به په دې منتج شي چې دحزب اسلامي مشر او دافغانستان پخوانې صدراعظم محترم حکمتیار به یا بیرته خپل هیواد افغانستان ته را و ګرځې او یا به په سعودې عربستان کې سیاسې پنا ورکړل شي . دا خبر په یو شمیر افغاني بریښنایې شبکو کی هم خپور شوې چې حقیقت نه لري .
دخبر د تصحیح له پاره په دوهه کې د الجزیرې د مرکز سره په هماغه وخت کې تماس و نیول شو او ورته وویل شول چې په سعودې عربستان کې د ښاغلي حکمتیار دسیاسې پناه اخستوموضوع په مکمله توګه درواغ دي په دې اساس دا پاراګراف باید سمدستي حزف کړل شي ، چې همداسې وشول . دالجزیرې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل شول چې د حزب اسلامي مشر محترم حکمتیار چې همدا اوس په افغانستان کې دې په راتلونکی ازاد او خپلواکه هیواد کې به د خپل ګوند په مشرۍ فعاله او مثبت سیاست ته دپخوا په څیر دوام ورکوی .
دهغوې څخه دا هم و غوښتل شول چې دهغوې خبر ټول په قیاس او اوازو ولاړ دې چې دخبر ډیرې برخې داصلاح وړ دي. د الجزیرې څخه دا هم و غوښتل شول چې خپل خبر تصحیح او د حزب اسلامي پورې اړوندو مراجعو سره تماس و نیسي .
د اړوندو سرچینو د ویناو له مخې له یوه اړخه په ګران هیواد افغانستان کې د بهرنیو اشغالګرانو پر خلاف د نفرت او مقاوت څپې ورځ په ورځ تو دیږې ، هره ورځ د اشغالګرانو مړې په خلطو کې دهغوې هیوادو ته استول کیږی ، هغوې نور زمونږ د مظلوم او بې وسلې ولس په مقابل کې د جنګ او مقاومت توان نه لري ، او د بله اړخه دهغوې اقتصادې نظام اوس نژدې دسقوط سره مخامخ دې هیوادونو یې خپل اقتصادې توازن له لاسه ورکړې ، هغوې د خپلو هیوادو په کورنیو حالاتو کې دومره اندیښمن او را نښتي دي چې نه شې کولاې تر ډیرې مودې پورې د اتلو مجاهدینو او شهیدانوپه ټاټوبې کې د اوږدې مودې له پاره تم شي . او دا خبره پخپله د امریکا ددفاع وزیر او هم د ناتو مشران بیا بیا تکراروي چې دوې په افغانستان کې د ناکامۍ سره مخامخ دي .
په هیواد کې دننه هغه کړۍ چې د اشغالګرو ځواکونو په شنو ډالرو مست واو تر څنګ یې هغه څو کسان چې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بش د خداې پامانۍ په وخت کې زوړند سر او سرکوزي ولاړ و اوس هڅه کوې ترڅو په خپلو کړنو پښیماني ښکاره کړي او په راتلونکي کي د خپلو پښو له پاره د ټیګښت ځاې پیدا کړي نو په دې اساس یې زیات شمیر اوس دمخالفینو صفوفو سره اړیکې ټینګه وی .
امریکایان د ولسمشر اوباما د ریاست په دوره کې چې هڅه کوی د پخوانی ولسمشر بش په پالیسیو کې بدلون راولي او د امریکا اقتصاد بیرته په خپلو پښو ودروي ، دا دې د عراق څخه یې د ۲۰۱۱کال د دسمبر پورې د خپلو ټولو فوځونو د ویستلو اعلان وکړ ترڅو خپل اقتصادې ملاماتې بار لږ څه را کم کړي . که څه هم امریکا غواړې افغانستان ته نور دیرش زره تازه دم فوځونه واستوی خو د ا کار هم هسې یوه ناکامه غوره او هڅه ده .
حقیقت دادې چې امریکایان غواړي دافغانستان څخه هم د تیښتي یوه عزتمنده لاره ، لکه روسانو چې د ګورباچوف په وخت کې ورته اړ و ، پیدا کړي .
دحزب اسلامي افغانستان امیر او د هیواد پخوانې صدراعظم د خپل مظلوم ولس په نمایندګۍ د دغه تپل شوې جګړې ، چې د اشغالګرو ځواکونو او دهغوې پورې د اړوند شمالې ایتلاف د ملیشو لخوا د افغان مسلمان ولس د ځپلو له پاره پیل شوې ، دپاې ته رسولو په خاطر د ۲۰۰۸ ام کال د نومبر په لسمه د امریکا د نوې ټاکل شوې جمهور رئیس په نامه یوپرانستې لیک و استاوه ( چې ددې لیک «پښتو ، دري او انګلیسي » متن د هیواد په ډیر وبریښنایې پاڼو کې نشر شوې دې کولائ شئ ددې لیک متن په لاندې پاڼو کې په پښتواو انکلیسې ژبو ولولئ: http://www.larawbar.net/detail.php?id=7556http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=څېړنېزېلیکنې&article=403 او http://www.dawatfreemedia.org/english/index.php?mod=article&cat=Afghanistan&article=19 .....
د محترم حکمتیار د لیک د غه متن دحزب اسلامي د کړیو او فعالینو له خوا هم په انګلستان کې د هغه هیواد د پارلمان یو شمیر غړو ته په لاس ورکړل شوې او هم په امریکا کې یو شمیر دولتي جګپوړو چارواکو او وکیلانو ته ور رسیدلې دې . دهمدې لیک په بنسټ د هغه هیواد یو شمیر کړیو چې غواړې د افغانستان دګرداب څخه ، چې پخوا تر دې یې دوه سترې امپراطورۍ هضم کړې ، ځانونه خوندی وکاږي هملته په امریکا کې د حزب اسلامي د یو شمیر فعالینو سره تماس نیولې . تر څو د حزب اسلامي او د طالبانو د اسلامي غورزنګ د شرایطو په هکله او ددې شرایطو د پلې کولو په هکله ورسره خبرې وکړي . خو دا باید څرګنده وې چې لمړني تماسونه د امریکایانو لخوا نیول شوي چې ډیر ابتدائي شکل او بڼه لري . اما دا باید په یاد وې چې که له یوې خوا اشغالګران د هیواد څخه دپښو دسپکولو عزتمنده لار لټوي نو له بلې خوا حزب اسلامي او داطالبانو اسلامي غورزنګ هم نه غواړې د هیواد دا غمیزه چې د ۲۰۰۱ز کال را هیسې په کې زمونږ د مظلوم ولس د ۷۰۰۰۰ څخه زیات وګړي په شهادت رسیدلې نوره هم اوږده شي . د جهاد اومقاومت دواړه ډلې غواړي چې په هیواد کې اشغال پاې ته ورسیږي او زمونږ ولس پریږدې خپل قیادت په ازادانه توګه او د پردیو د مداخلي پرته و ټاکي.
دخبرو اترو له پاره هغه شرایط چې د حزب اسلامي افغانستان ددروند امیر له اړخه دخپرنیو له لارې خپاره شوي هغه دادي :
دمذاکراتو په اړه دحزب اسلامي دريځ :
حزب اسلامى تل دجگړي په عاجل او دائمي پاى ته رسېدو او دملت دخوښي حکومت په جوړيدو ټينگار کړى او له بين الافغانى مذاکرتو سره ئې خپل توافق اعلان کړى ، تل ئې په واضح الفاظو او مکرره توگه ويلى چي بهرنۍ لاسوهني اوبهرني ځواکونه دجگړو د ادامې باعث دي ، که دا لاسوهني بندي شي او اشغالگر ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو دجگړي اصلي عوامل پاى ته رسيږي، په دې سره افغانانو ته دخپل برخليک ټاکلو اودخپلي خوښي نظام جوړولو موقع په لاس ورځي او دسولي دتأمين لپاره لار آواريږي، په دې کي هيڅ شک نشته چي دمطرح افغاني لور يو ترمنځ دخبرو اوتفاهم له لاري دجگړي پاى ته رسول تر ټولو غوره، آسانه اوعملي لار ده .
دغه حقايقو ته په پام سره موږ د سعودي عربستان په وساطت له بين الافغاني مذاکراتوسره په دې شرط موافق يو چي دا ناسته دبن دناستي په څير نه وي، نه حکومت د پرديو په خوښه جوړ شي اونه وزارتونه په پرديو پوري د تړلو ډلوتر منځ وويشل شي، بهرني ځواکونو او زموږ کينه کښ گاونډيان پرې اغيزونه لري، بهرني تيرې ته مشروعيت ورنه کړي او زموږ دهيواد اشغال مشروع ونه گڼى او دخبرو آترو د اجندا اصلي موضوعات دا وي :
l دټولو بهرنيو ځواکونو وتل.
l دهېواد په کورنيو چارو کي دبهرنيو لاسوهنو مخنيوى.
l يوه موقت حکومت ته دقدرت انتقال.
l په آزاد او خپلواک افغانستان کي آزاد او عادلانه انتخابات.
l د ټولو سياسي بنديانو بلاقيدو شرط آزادول.l دائمي اوربند.
l ټول هغه تصرفات لغو اوباطل اعلانول چي داشغال په دوران کي نيواکگرو ځواکونو او د دوى لاس پوڅو حکومتونو تر سره کړي .
l اسلامي شريعت د ټولو قوانينو يواځينۍ مرجع گڼل اوټول هغه قوانين، لوايح اومقررات باطل اعلانول چي له اسلام سره اړخ نه لگوي.
l هغه معاهدې چي اشغالگرانو پر افغانانو تحميل کړې اوزموږ له آزادۍ او خپلواکۍ سره مغايرت لري، بې اعتباره گڼل، دپرديو نظامي اډې، زندانونه، دافغانانو نيونه، په غير افغاني محکمو کي ددوى محاکمه ، بهرنيو محبسونو ته د دوى انتقال اودظالمانه او غير اسلامي مقرراتو له مخي ددوى مجازات دتل لپاره پاى ته رسول.
l موږ دا هم ويلي چي که ځيني افغاني ډلي امنيتي تضمينونه لټوي او د دې لپاره دبهرني سوله ساتي ځواک حضور ضروري گڼي، پر دې بحث کېدى شي، موږ چمتو يو چي د دوى تشويشونه رفعه کړو، داهم کېدى شي چي په دې موخه بې طرفه اسلامي هيوادو محدود شمير سوله ساتي دموقتي ټاکلي مودې لپاره په هيواد کې ځاى پرځاى شي، په دې شرط چي :
l دا به دموجوده دروغجنو سوله ساتو په څير نه وي چي له اسلام دښمنو ځواکونو جوړ شوى، داشغالگرانو په خدمت کي دئ او مأ موريت ئې د سولي تأمين نه ، بلکي دسولي تر غولوونکي نامه لاندي د اسلام اومجاهدينو په ضد جنگ دئ.
l له ښارونو نه بهر به په عسکري مراکزو کي ځاى په ځاى کيږي، تگ او راتگ به ئې دافغان حکومت په اجازه او موافقه وي، داسي نه لکه دناټو نيواکگر اوجگړه مارو ځواکونو چي په خپل سر ځي او راځي، په ښارونو کي مراکز لري او گزمي کوي، دافغانستان ځمکه او فضاء مفتوحه سيمه اوتر خپلي مطلقي واکمنۍ لاندي گڼي.
l دموقت حکومت تر قومندې لاندې به عمل کوي او دمسئولو افغاني مقاماتو له موافقې پرته به دهيڅ نظامي تحرک حق نه لري،داسي نه چي د اوسني نيواکگر ځواک په څير وي چي په خپل سر عمليات کوي، پر کليو، کورونو، مدرسو او جوماتونو بمونه وروي، هره ورځ په لسگونو مظلوم اوبې وزلي افغانان په وينو کي رغړوي ، نه د افغانانو اونړۍ والو پرله پسې اوجدي اعتراضاتو ته اعتناء کوي او نه دخپل لاس پوڅي حکومت دچارواکو مکرر التماس او غوښتني ته چي تر عملياتو مخکي بايد دوى خبر کړي شي!!
l همدا راز حاضر يوپه دې اړه هم د دوى پر غوښتني بحث وکړو چي د بهرنيو ځواکونو دوتلو ترڅنگ بايد د مجاهدينو په ليکو که دبهرنيو جنگياليو شتون وڅيړل شي ، موږ ټولو خواوو ته اطمئنان ورکوو چي له دې سره په بشپړه توگه موافق يو چي په افغانستان کي دي نه بهرني نيواکگران وي او نه بهرني جنگيالي، نه دي دهغو لپاره نظامي اډې وي اونه ددغو لپاره نظامي مراکز، که څه هم ټولو ته داخبره جوته ده چي اوس القاعده په عراق کي جنگيږي او پاکستاني طالبان په پاکستان کي ، يو ئې هم په افغانستان کي دجنگيدو او دنظامي مراکزو درلودو ته ضرورت نه لري، په افغانستان کي ددوى دشتون په اړه تبليغات دخاصو سياسي موخو په غرض تر سره کيږي.
l دې ته هم چمتو يو چي تضمين کړو په افغانستان کي به دمخدره موادو دتوليد اوتجارت مخه نيسو، موږ دنشه يي موادو کښت، توليد اوتجارت حرام گڼو، دهيواد منتخبه شورى به دنورو اساسي مسائلو تر څنگ په دې قضيې بحث کوي او لازم تدابير به نيسي، په دي کي هيڅ شک نشته چي دمخدره توکيو بازار دنيواکگرو ځواکونو لخوا تود شوى، دوى جنايتکاران او دمخدره توکو قاچاقچيان په څنگ کي نيولي، دلاس پوڅي حکومت لوړ پوړي چارواکي او دبهرنيو ځواکونو لوړ پوړي افسران په گډه په دې گنده فعل کي لاس لري، د دې ادعا د اثبات لپاره دا دليل کافي دئ . ددښمنانو دا تبليغات په بشپړه توگه بې بنسټه او دروغجن دي چي مجاهدين په دې ناروا فعل کي په لاس لرلو تور نوي، مجاهدين خو هغه دي چي دخپل رب درضاء لپاره خپل سر قرباني کوي، دشهادت تلوسه ئې دې ته چمتو کوي چي له باروتو ډک واسکټ واغوندي او د دښمن په خوا کي چاودنه وکړي!! دا فرشته صفته مجاهدين به څنگه د حرامو توکيو اوتجارت سره خپل ايمان ته تاوان رسوي اودخپل رب درضاء په خلاف به عمل کوي؟!!
حزب اسلامي افغانستان
١٦/٧/١٣٨٧
نو که چیرې امریکایانو ته پورتنې یاد کړل شوې شرایط چې ولسمشر اوباما ته یې هم په هغه پرانستي لیک کې یادونه شوې ومنل شي نو بیا به نه د جنګ او جګړی نوبت را رسیږي او نه به د نورو وینو توییدو.
په دې اساس غواړو چې اشغالګر ان د زور اوزیاتې ، او جنګ جګړې په ځاې دمخالفینو سره دخبرو اترو میز ته راشي او څومره ژر چې کیدائ شئ زمونږ د هیواد غمیزه هم پاې ته ورسیږي او لکه څنګه یې چې د عراق څخه دخپلو فوځونو د ویستلو اخري نیټه اعلان کړه همدغسې د ګران هیواد افغانستان څخه هم د خپلو فوځونو د وتلو نیټه، پخوا تر دې چې ډیر ناوخته شي ، اعلان کړي .
ومن الله التوفیق